د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

"د پاکستان له خوا کېدونکي سرغړونې به امنیت شورا کې وڅېړل شي"


افغان چارواکي وايي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان له خوا کېدونکي سرغړونې به د ملي امنیت شورا کې وڅېړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان له خوا په کېدونکو سرغړونو بحث کوي او په دې اړه یو رسمي دریځ خپلوي.

د ملي امنیت شورا مرستیال فیض الله ذکي د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د پاکستان او افغانستان تر منځ ممکن غیر رسمي ډلې د اړیکو د خرابېدو هڅې کوي، خو په هر شکل باید د دغو حملو مخه ونیول شي.

ښاغلی ذکي وايي چې افغانان هیڅکله هم تجاوز نه مني خو ډېر وخت څېړنو او د دوه ګاونډیو دولتونو تر منځ اړیکو ته په کتو له دې لوري ځواب ځنډېږي.

ښاغلي ذکي زیاته کړه:

"افغانانو د تاریخ په اږدو کې ښودلي چې تجاوز نه زغمي او د تجاوز ځواب هم روښانه دی، په دې اړه ټول معلومات چې اړونده چارواکي به هم وي نن ماښام د جمهور رئیس سره په غونډه کې مطرح کېږي او تاسې به په دې اړه د دولت د رسمي دریځ څخه خبر شی."

د ننګرهار ګوشته والسوالي
د ننګرهار ګوشته والسوالي

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې یکشنبې په ورځ پاکستاني ځواکونو د ننګرهار د ګوشتې په اناګي سیمه کې د افغان سرحدي پولیسو په پوستو بریدونه کړي دي.

د افغانستان د لوی درستیز په وینا په دغې نښته کې یو سرحدي پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ په غځېدلې پوله ډېر وخت د نښتو راپورونه خپرېږي او ډېر کله ویل کېږي چې په پکتیکا، خوست، نورستان او ځینې نورو ولایتونو کې پاکستاني ځواکونو د افغانستان په خاوره کې تاسیسات جوړ کړي دي.

افغان حکومت د سرحدي سرغړونو په خاطر تېره اوونۍ په کابل کې د پاکستان سفیر هم احضار کړ او په دې اړه یې د تېر په څېر یو ځل بیا ورته خپلې اندېښنې شریکې کړې.

د افغانستان د پوځ لوی درستیز قدم شاه شهیم وايي چې دوی لا هم د نورو انتخابونو عملي کېدو ته منتظر دي خو د تمې شلېدو په صورت کې به د ځواک له استعماله ګټه پورته کړي.

د افغانستان د پوځ لوی درستیز قدم شاه شهیم
د افغانستان د پوځ لوی درستیز قدم شاه شهیم

ښاغلي شهیم زیاته کړه:

"له بده مرغه موږ په جنوب کې یو ښه ګاونډې نه لرو، دا ګاونډي کله راکټي او کله توپچي حملي کوي او کله هم خپل ځواکونه زموږ خوا ته نږدې کوي، په لومړی خط کې زموږ سرحدي پولیس دفاع ته چمتو دي او د نړیوالو قوانیونو له مخې موږ هلته اردو نه شو ځای پر ځای کولای خو اردو د مو د پولیسو تر شا ولاړه ده، که چېرې نور انتخابونه صفر شول نو زموږ اخري انتخاب به د اردو استعمال وي."

د چارو کارپوهان وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ ۲۴۰۰ کیلومتره اوږدې پولې څخه نه یوازې پاکستاني پوځ او ملېشو د ګاونډي هېواد د بې امنه کېدو لپاره استفاده کړې بلکې ډېر وخت د افغان حکومت د مخالفینو لار ده چې افغانستان ته ترې را اوړي.

څېړونکی نظرمحمد واحدیار وايي، د دې دریځ تر څنګ دولت باید په ټولو هغو شواهدو هم کار وکړي چې د بیا تکرارېدو په صورت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې په اړه مراجعه وکولای شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG