د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

پاکستان یو شمېر پوځي تاسیسات افغان ځواکونو ته وسپارل


د پکتیکا والي په دې باور دی چې سیاسي فشار او ډیپلوماسي پاکستان دې ته اړکړ چې د انګور اډې په سیمه کې جوړ کړي پوځي تاسیسات افغانستان ته وسپاري.

د پکتیکا والي امین اله شارق ازادي راډيو ته وویل:

"په دې وروستیو کې د افغانستان د دولت او نړیوالې ټولنې فشارونه پر پاکستان دي، امریکا او چین پر پاکستان فشار شته. نو د پاکستان دا هڅه زه د روابطو د تحکیم لپاره یوه ښه ګام ګڼم."

د پکتیکا والي زیاته کړه چې له یوه کال راهیسې چې دی والي شوی دی دا هڅه یې کوله او په دې وروستیو کې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیرحضرت عمر زاخیلوال ډیپلوماټیکو هڅو دا نتیجه ورکړه چې پاکستان د انګور اډې تاسیسات افغانستان ته وسپاري.

څه باندې اوونۍ مخکې د پاکستان پوځ د څلور ورځو په مخه د تورخم دروازه د افغانانو پر مخ وتړله چې بیا په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر ذاخېلوال د پاکستان د پوځ له مشر راحیل شریف سره خبرې وکړې او ازادي راډیو ته یې وویل چې د تورخم ترڅنګ د انګورې اډې په اړه یې هم له پاکستاني لوري سره خبرې کړي دي.

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی ډیپلوماټ احمد سعیدي وایي چې د انګور اډې تسیسات د یوې معاملې له مخې افغانستان ته سپارل شوي دي.

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی ډیپلوماټ احمد سعیدي
په پاکستان کې د افغانستان پخوانی ډیپلوماټ احمد سعیدي

ښاغلي سعیدي زیاته کړه:

"پاکستانیانو دا تحفه په انګور اډه کې د دې لپاره ورکړې چې د افغانستان دولت ځان غلی ونیسي چې پاکستانیان په تورخم کې په هغه ځای کې چې د افغانستان مربوط دی، تاسیسات جوړ کړي."

د پکتیکا والي دا خبره رد کړه چې له پاکستان سره دې داسې جوړ جاړی شوی وي.

خو د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوه په ټویټر کې لیکلي دي چې د انګور اډې د تاسیساتو له سپارلو سره دوی دا هیله لري چې له افغانستان سره به یې ټولې سرحدي ستونزې په راتلونکې کې هوارې شي.

د سیاسي چارو کتونکی خوشال خلیل په دې باور دی چې د انګور اډې د تاسیساتو له سپارلو څخه د اسلام اباد دا هدف دی چې له کابل سره اړیکې عادي کړي.

ښاغلي خلیل زیاته کړه:

"پاکستان ښایي له دې طریقه وغواړي چې بېرته افغانستان ته یو مضبوط پیغام ورکړي چې بېرته روابط عادي حالت ته وګرځي."

د انګور اډې د تاسیساتو پر جوړېدو نژدې درې کاله مخکې پاکستاني پوځیانو پیل وکړ. هغه وخت د افغانستان حکومت له ډیپلوماټیکو لارو هڅې وکړې چې دا ستونزه هواره شي، خو اسلام اباد پر دې ټینګار کاوه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ باید ټول سرحد په نښه شي.

XS
SM
MD
LG