د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

حسین: پر ګوشتې د حملې په اړه شکایت به د پاکستان حکومت ته وسپارم


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون سې شنبې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ.

افغان حکومت د ننګرهار پرګوشته اولعل پور ولسوالیو د پاکستان له لوري راکټي حملې غندلې او په کابل کې د پاکستان سفیر سید ابرار حسین ته یې خپل اعتراض لیک سپارلی دی.

د ننګرهار پر ګوشته او لعل پور ولسوالیو د پاکستاني پوځیانو په وروستیو حملو کې د سرحدي ځواکونو یو پولیس وژل شوی او دوه تنه زخمیان شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویندوی شکیب مستغني ازادي راډیو ته وویل، سید ابرار حسین ته په اعتراض لیک کې پردواړو سرحدي ولسوالیو د پاکستان له خاورې د درنو وسلو د حملو په اړه د افغان حکومت اندېښنې ثبت شوې دي.

افغان حکومت د ننګرهارپرګوشته اولعل پور ولسوالیو د پاکستان له لوري راکټي حملې غندلې
افغان حکومت د ننګرهارپرګوشته اولعل پور ولسوالیو د پاکستان له لوري راکټي حملې غندلې

شکیب مستغني زیاته کړه:

"د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نصیر احمد اندیشه دا حملې وغندلې اوڅرګنده ېې کړه چې داسې سرغړونې باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي څو د دواړو هېوادو اړیکو ته زیان ونه رسوي."

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د پاکستان سفیر سید ابرار حسین پر لعل پور او ګوشته ولسوالیو کې پر دې حملو خواشیني څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې له دې امله د افغان حکومت شکایت به د اسلام اباد چارواکو ته وسپاري.

د افغانستان پر یو شمېر ختیځو سرحدي ولسوالیو له ډېرې مودې راهیسې د پاکستان له لوري د درنو وسلو د حملو خبرونه خپرېږي.

د ننګرهار ګوشته ولسوالي
د ننګرهار ګوشته ولسوالي

د افغانستان حکومت تر دې مخکې هم په کونړ، پکتیا او ننګرهار کې د پاکستان له لوري د دې حملو په وړاندې اعتراضونه کړي دي.

په ختیځو ولایتونو کې د ازادي راډیو خبریالان د سیمه ییزوسرچینو په حواله وايي، په ځیني ځایونوکې حتی د پاکستان پوځیان د افغانستان پر خاوره را مخکې شوي دي.

XS
SM
MD
LG