د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

د کونړ اوسېدونکي: پاکستانیو سرتېرو سرکاڼو کې افغان خاوره لاندې کړې


د کونړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، له تېرو څو ورځو پاکستانیو ځواکونو د دوی په سیمه کې خپل پرمختګ ته دوام ورکړی او له صفرې نقطې دېخوا یې ډېره ځمکه لاندې کړې ده.

سرکاڼو د ډیورنډ پرکرښه پرته ولسوالې ده چې ډېری وختونه په کې دافغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په کې نښتې کېږي.

خو اوس په کې پاکستانیو ځواکونو خپل پرمختګ ته دوام ورکړی، د سیمې اوسېدونکو او دولتي چارواکو په وینا په تېرو څو ورځو کې نږدې پنځه سوه متره وړاندې راغلي دي.

د سرکاڼو یو تن قومې مشر حاجي جمع خان چې خپله هم د ډیورنډ کرښې سره نږدې ځمکه او کور لرې، ازادي راډیو ته يی وویل له څه مودې راپدېخوا د پاکستان پوځ د یادې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې امنیتي پوستې جوړول پیل کړي دي:

"ډېرې زیاتې پوستې جوړې کړي دي، ځکه د بوغتي سرکې، د لکړۍ سرکې ، د سردارخان کوټ کې او ډوب سره پورې دا ډېرې پوستې دي، تقریباً پنځلس شپاړسو پوستو ځایونه یي نیولي دي."

د سرکاڼو ولسوالۍ د ټولنیزې شورا رئیس حاجې زرګل وايي پاکستانیو سرتېرو ګنجګل او ناوې سیمې چې د افغانستان خاوره ده خپلې پوستې کړې کړې دي:

"د افغانستان او پاکستان ترمنځ چې اوسنۍ کومه کرښه ده، دې ته پاکستانۍ قواوې راغلې دي چې پوځ او ملېشې دي، دغره سرونه يی ټول نیولي دي، هلته له برتو ټولو چینو استفاده کوي، پخوا دوی غاښي او ناواپاس کې پراته و، خو اوس يې نور ځایونه هم لاندې کړي دي."

دوی وايي، پاکستاني سرتېرې په نیول شوو ځایونو کې د ځنګلونو به له منځه وړلو بوخت دي او همدا راز يي داوبو زیاتې چینې هم لاندې کړې دي.

د ولایتي شورا رئیس حاجې جمال الدین سیار ازادي راډیو ته وویل دوی ته هم له سرکاڼو او مرورې ولسوالۍ خلکو د پاکستانیو ځواکونو د پرمختګ له امله شکایتونه کړي دي:

"زموږ په دوه ولسوالیو کې چې یوه دمرورې او بله دسرکاڼو ولسوالې ده په دې کې د پاکستان پوځ زموږ په حریم تجاوز کړی، په یو شمېر ځایونو کې را اوښتي دي، دلته مهم کنډونه دي چې یو ته دپچو کنډو وايي، بل ته دبیلمازو سر وايي ،دڅپري سر او دمرغکیو ټوپه ده، په دې کې د پاکستان پوځ پوستې جوړې کړې دي."

هغه وايي، دوی له یاد پرمختګ او ځمکې نیونې خپل مسولین خبر کړي دي:

"موږ ددې موضوع په اړه څو ځله مرکزې حکومت سره خبرې کړي او راسره ژمنه شوي چې ډېر زر به د دې کار لپاره یو پلاوی درولیږو چې څو پوستې او یاده سیمه له نږدي وګوري."

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخېل هم مني چې د سرکاڼو او مرورې ولسوالۍ پاکستاني سرتېرې له صفرې نقطي را اوښتې او د افغانستان زیاته ځمکه يی لاندې کړي چې دوی دغه کار له نړیوالو قوانینو څرګند ه سرغړونه بولې او په کلکه یي غندي:

"د ډیورنډ کرښې په صفري نقطو کې د پاکستانیو ځواکونو تاڼې اوپوستې موجودي دی چې د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي ده، نړیوال قوانین او نورمونه داده چې د صفري نقطې څخه باید ددواړو هیوادونو پوستې او سرتېري درې کیلو متره لېرې وې او هیڅوک حق نه لرې چې په صفرې نښو پوستې جوړې کړې، په هر صورت دوی په هر کیلو متر کې یوه پوسته جوړه کړې، په دې وروستیو کې پاکستانیو ځواکونو د بغدي په نوم یوه سیمه کې چې دغاښې کنډو او ناواپاس ترمنځ موقعیت لرې او له صفري نقطې پنځه سوه متره دیخوا ده څارونکي پوستې جوړې کړي چې دوي يي په کلکه غندې."

قوماندان وايي، د کونړ په ټولو سرحدي سیمو کې پاکستانیو ځواکونو دافغانستان خاوره لاندې کړي او دې کار ته يي دوام ورکړی دی:

"د ډیورنډ به کرښه زموږ شپږ ولسوالۍ پرتې دي، په هره ولسوالۍ کې دوی پرمختګ کړی له ناړۍ نیولې تر خاص کونړ په ټولو مهمو او لوړو څوکو يي پوستې جوړي کړي باید ددواړو هیوادونو ترمنځ پدې ستونزه خبرې وشي."

به مروره او سرکاڼو ولسوالۍ کې د ډیورنډ بلې غاړي ته سړکونه تېر شوي چې پخوا دغاښې کنډو او ناواپاس په لارو هره ورځ په لسکونو تګ راتګ کولو خو څو کاله کېږي چې دامنیت د نشتوالي په وجه دواړه سړکونه د ترافیکو پرمخ تړل شوي، عام خو لاڅه کړي چې په دواړو کنډونو کې پراته افغان پوله ساتي ځواکونو ته هم اکمالات د ځمګې له لارې پرځای د هوا له لارې کېږي چې دې کار هلته پراته سرتېري ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

خلک وایي، پاکستانیو ځواکونو یوازې په کونړ کې د افغانستان خاوره نه ده لاندې کړې بلکې په ننګرهار، پکتیکا،هلمند او نورو سرحدي ولایتونو کې يي هم ډېره ځمکه په خپله ولکه کې راوستې ده، خو تراوسه افغان دولت داسې کوم کوټلی ګام نه دی پورته کړی چې پاکستاني سرتېري له نیول شوو ځایونو په شا کړي او په خپله خاوره خپله ولکه ټینګه کړي.

راپور: روح الله انوري:

XS
SM
MD
LG