د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۱۶

افغانستان

د چمن-سپین‌بولدک لار د شپږمې ورځې لپاره هم تړلې ده

د چمن-سپین‌بولدک لویه لار نن د شپږمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې د دغې لارې د بېرته خلاصېدو لپاره هڅې روانې دي.

د چمن-سپین‌بولدک لار شپږ ورځې وړاندې د پاکستاني ځواکونو له لوري له هغې وروسته وتړل شوه چې د ډیورند پر کرښه د لقمان او حاجي نظر په کلیو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته وشوه.

په دغې نښته کې دواړو لورو ته یو شمېر کسان مړه او ټپیان شول.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکا کې یو افغان کډوال د قضیه په یوه قضیه کې مجرم وپېژندل شو

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

یو افغان کډوال په امریکا کې د یوه سړي د وژنې په قضیه کې مجرم وپېژندل شو.

د اسوشیتید پرېس د راپور له مخې، ۵۱ کلن محمد سید ښايي د یوه بل مسلمان ۴۱ کلن افتاب حسین د وژنې په خاطر له عمر بند سره مخ شي.

د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۶مه د امریکا د نیومکسیکو ایالت په البوکرکي ښار کې درې کسان ووژل شول چې یو یې افتاب حسین وو.

د محمد سید محکمه د دوشنبې په ورځ وشوه او څارنوالانو شواهد وړاندې کړل چې د هغه مبایل یې د جرم له صحنې موندلی او هم د مرمیو د پوچکو له مخې ښکاري چې ډزې په هغه ټوپک شوي چې د محمد سید له کوره موندل شوی.

څارنوالان په نیومکسیکو کې د دوو نورو کسانو د وژنې په قضیه کې هم د محمد سید ښکېلتیا پلټي.

طالب چارواکي: بدخشان کې مو د یوه تاریخي اثر د قاچاق مخه نیولې ده

د افغانستان په نقشه کې بدخشان ولایت
د افغانستان په نقشه کې بدخشان ولایت

په بدخشان ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، د هغه تاریخي اثر د قاچاق مخه یې نیولې ده چې ۳۳۴ کاله لرغونتوب لري.

باختر خبري اژانس چې طالبان یې اداره کوي؛ د بدخشان ولایت د استخباراتو د چارواکو له قوله خبر ورکوي چې دا اثر یوځانګړی کاغذ دی چې ۹ متره اوږدوالی او ۴۰ سانتي متره سور لري او وزن یې ۳۰۰ ګرامه دی.

د خبر له مخې، پر دې کاغذ د سروزرو او لاجوردو په اوبو د پیغمبرانو شجرې لیکل شوې دي.

د طالبانو دفاع وزارت: پر پاکستاني ځواکونو مو ځوابي بريدونه کړي

له ارشيفه د طالبانو د يو شمېر ځواکونو تصوير
له ارشيفه د طالبانو د يو شمېر ځواکونو تصوير

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت وايي، ځواکونو یې د پاکستاني الوتکو د نن سهار د بریدونو په غبرګون کې د پاکستان پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.

دې وزارت په خپله ایکس‌پاڼه په یوه اعلامیه کې لیکلي: "د وی سرحدي ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړل. "

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په اعلامیه کې زیاته شوې، د دوی دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تېري کوونکو کړنو ځواب ورکولو ته چمتو دي او په هر ډول حالاتو کې به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ څخه سرچینو ازادي راډیو ته ویلي، طالب ځواکونو نن سهار په سیمه کې له پاکستاني عسکرو سره نښته کړې.

تر اوسه دواړو لوریو ته د دې نښتې له امله د مرګ‌‌ ژوبلې په اړه دقیق او رسمي ارقام نه‌ دي خپاره شوي.

سویډن کمېټې په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول

له ارشیفه د سویډن د بیرغ تصویر
له ارشیفه د سویډن د بیرغ تصویر

سویډني رسنۍ د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د فعالیتونو د ځنډولو خبر ورکوي.

د سویډن رادیو راپور ورکړ چې د مارچ په پنځلسمه په افغانستان کې د دغې کمېټې فعالیت درول شوی.

د دې اقدام اصلي لامل نه دی څرګند، خو رسنۍ وايي، طالبانو په افغانستان کې د سویډن کمېټې د کار جواز لغوه کړی دی.

د سویډن راډیو د راپور له مخې، د طالبانو حکومت په تېر کې غوښتل چې د دغې کمېټې کار ودروي او اوس دا اداره نه پوهېږي چې څنګه د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب په پام کې نیولو سره په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکړي.

د افغانستان لپاره د دغې کمېټې د مشر اندریس سټیفنسن له قوله ویل شوي چې دوی نه شي کولای خپل کارکوونکي له خطر سره مخامخ کړي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په ۱۹۸۰ کال کې خپل فعالیت پیل کړ، خو په وروستیو دوو کلونو کې یې کار د طالبانو له خوا محدود شو.

د مقاومت جبهې ادعا؛ کابل کې مو ۲ طالب ځواکونه وژلي

د افغانستان په نقشه کې کابل ښار
د افغانستان په نقشه کې کابل ښار

د طالبانو یوې مخالفې وسله والې ډلې ملي مقاومت جبهې ادعا کړې چې د یکشنبې په شپه یې په کابل کې دوه طالب ځواکونه وژلي دي.

دې جبهې په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو د استخباراتو د ریاست دا دوه غړي یې د کابل په هودخېلو کې هدف ګرځولي.

په دې اړوند مقاومت جبهې یوه ویډیو هم خپره کړې چې پکې په یوه موټر کې چاودنه ښيي.

تر دې مخکې هم د راپورونو له مخې، د کابل په بېلابېلو سیمو کې په ځینو چک پاینټونو د لاسي بمونو بریدونه شوي.

طالبانو د بېګاني برید په اړه لا څه نه دي ویلي، خو مخکې یې په اکثرو داسې بریدونو کې چې د مقاومت یا ازادۍ جبهو یې ادعاوې کړي وراوښتې مرګژوبله رد کړې ده.

د خوست په یوه سوداګریز مارکېټ کې اور لګیدلی

د افغانستان په نقشه کې خوست ولایت
د افغانستان په نقشه کې خوست ولایت

په خوست ښار کې د یکشنبې په شپه یو سوداګریز مارکېټ اور اخیستی وو.

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې څو ساعته وخت یې ونیوه څو د اور وژنې ټیم دا اور مهار کړي.

په خواله رسنیو هم د دې اور اړوندې ګڼې ویډیوګانې لاس په لاس کېدلې.

د راپورونو په اساس، اور د افغان پلازه په نوم په یوه مارکېټ کې لګېدلی و.

په دې مارکېټ کې د جامو ګنډلو او رختونو دوکانونه وو چې معمولا د اختر په درشل کې پکې ګڼه ګوڼه هم وي.

لا د اوښتیو زیانونو او احتمالي تلفاتو په اړه چارواکو څه نه دي ویلي.

چین افغان ځوانانو ته تحصیلي بورسونه ورکوي

په کابل کې د چین سفارت
په کابل کې د چین سفارت

د طالبانو حکومت وایي په کابل کې د چین سفیر ژمنه کړې چې افغان ځوانانو ته به تحصیلي بورسونه برابروي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دوی د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یکشنبې په ورځ په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره کتلي دي.

په بیان کې د ژاو شینګ په حواله راغلي چې هېواد یې افغان ځوانانو ته د روغتیا په ګډون په بیلابیلو برخو کې تحصیلي بورسونه ورکوي.

د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره د چین سفیر همداراز د اقتصادي اړیکو په پراختیا او د مس عینک د کان په اړه هم خبرې کړي.

مولوي کبیر په حواله راغلي چې د طالبانو حکومت له چین څخه د لا زیاتو اقتصادي همکاریو تمه لري او ترې غواړي چې د افغانستان د لویو لارو، رېل پټلیو او نورو لویو پروژو کې پانګونه وکړي.

کرکټ؛ افغانستان ایرلنډ ته د ۱۵۳ منډو هدف ورکړ

د افغانستان او ایرلنډ له لوبو یو انځور
د افغانستان او ایرلنډ له لوبو یو انځور

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ پر وړاندې په دویمې شل اوریزې سیالۍ کې لومړۍ توپوهنه وکړه او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۵۲ منډې وکړې.

په افغان توپ وهونکو کې محمدنبي ۵۹، صدیق اتل ۳۵ او راشدخان ۲۵ منډې وکړې.

ایرلنډ ته چټکو توپ اچونکو مارک اډیر۳، جاش لېټل او مککارټي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د ویلو ده چې د دې لوبلړۍ لومړۍ سیالي ایرلنډ ګټلې ده.

افغانستان د ايرلنډ پر خلاف دوهمه شل اوريزه سيالۍ کې توپوهنه کوي

د افغانستان او ایرلنډ له لوبو یو انځور
د افغانستان او ایرلنډ له لوبو یو انځور

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د دویمې شل اوریزې لوبې پچه هم افغانستان وګټله او دا ځل یې توپوهنه غوره کړه.

د دې لوبلړۍ لومړۍ سیالي ایرلنډ ګټلې ده.

د افغان لوبډلې په یولس کسیز نوملړ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

ایرلنډ بیا نننۍ سیالۍ ته یو بدلون راوستی دی.

د ویلو ده چې دغه سیالي د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي.

هلمند: ترافیکي پېښې لږ ترلږه ۲۱ تنه وژلي

د افغانستان په نقشه کې هلمند ولایت
د افغانستان په نقشه کې هلمند ولایت

په یوه ترافیکي پېښه کې چې نن په هلمند ولایت کې وشوه، لږترلږه ۲۱ تنه مړه او ۳۸ نور ژوبل شوي دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د هلمند ولایت د ترافیک ریاست وویل، دا پېښه نن سهار د کندهار – هرات په لویه لار کې د ګریشک په ولسوالۍ کې وشوه.

په هلمند ولایت کې د ترافیکو یوه مقام وویل یو موټر سایکل د سپرلیو له بس سره ټکر شو چې په نتیجه کې یې بس د سړک په بله خوا کې د تېلو له ټانکر سره ولګېد.

په هلمند کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویندوی عزت الله حقاني ویلي چې ۳۸ ټپیان چې د ځینو حال یې نازک دی، روغتون ته رسول شوي دي.

په افغانستان کې ترافیکي پېښې ډېرې کیږي او د لارو د خرابوالي ترڅنګ یې لوی عامل عموماً د موټر چلوونکو بې احتیاطي وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG