د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

پاکستان وايي افغانستان او ایران سره اختلافات د خبرو له لارې اواروي


پاکستان وايي، ایران او افغانستان‌یې دښمنان نه‌دي او هیله‌یې ښودلې چې له دواړو هېوادونو سره رامنځته شوي اختلافات به د خبرو اترو له لارې اوار شي.

د پاکستان او افغانستان اړیکې په دې وروستیو کې تر هغې وروسته یو ځل بیا کړکېچن شول چې د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونو د چمن په سپین‌بولدک کې جګړه وکړه چې دواړو خواوو ته‌یې مرګ‌ژوبله واړوله.

په سپین‌بولدک کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ تر هغې وروسته نښته وشوه چې د افغان چارواکو په وینا د پاکستان د سرشمېرنې ډلې په دغې سیمه کې په افغان خاوره کې سرشمېرنه کوله، خو پاکستاني چارواکي بیا دا ردوي او وايي چې دغې ډلې په پاکستاني حدودو کې دننه سرشمېرنه کوله.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان صدراعظم نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز د چهارشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې تر یوې غونډې وروسته له رسنیو سره د خبرو پر مهال په سپین‌بولدک کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر منځ د رامنځته شوې نښتې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې دغه پېښه بدمرغه وبلله او ټینګار يې وکړ چې پاکستان په هېڅ ډول افغان خاوره لاندې کول نه‌غواړي.

عزیز: پاکستان په هېڅ ډول د افغانستان خاورې لاندې کول نه غواړي.
عزیز: پاکستان په هېڅ ډول د افغانستان خاورې لاندې کول نه غواړي.

نوموړي هیله وښوده چې دغه مسئله به د خبرو اترو له لارې حل شي:

"موږ داسې کوم خواهش نه‌لرو چې د افغانستان حدودو ته لاسرسی ولرو، بلکې هیله لرو چې دا مسئله به اواره شي، نو لکه څنګه چې زموږ د پارلمان مشر د یوه پلاوي په ملتیا هلته «کابل ته» تللی و، نو هغه وویل چې هلته هم خواهش شته، موږ هیله لرو چې ډاکتر عبدالله عبدالله او «د افغانستان مخکېنی ولسمشر» حامد کرزی به تر روژې وروسته له هغه ځایه په دورې راشي او موږ کوښښ کوو چې لکه څنګه زموږ نظامي پلاوی تللی و له هغه ځایه هم دلته نظامي پلاوی راشي."

بل‌خوا بیا د اسلام‌اباد او تهران اړیکې تر هغې وروسته یو څه پیکه شوي چې وسله‌والو د تېرې میاشتې په پای کې د پاکستان پولې ته نېږدې د ایران په سیستان صوبه کې د ایران پر سرحدي ځواکونو په یوه برید کې د دې هېواد ۱۰ سرحدي ځواکونه ووژل چې بیا وروسته ایرانیو چارواکو د پاکستان پر ضد یو لړ څرګندونې هم وکړې.

ایراني سرحدي پولیس.
ایراني سرحدي پولیس.

که څه هم د ایران د سرحدي ځواکونو تر وژل کېدو وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د اسلام‌اباد ناڅاپي سفر وکړ او د پاکستان له سیاسي او پوځي مشرانو سره‌یې په یو لړ موضوعاتو خبرې وکړې، خو د ایران د پوځ مشر په روانه اوونۍ کې له پاکستانه وغوښتل چې د وسله‌والو پر ضد اقدامات وکړي او خبرداری يې ورکړ چې:

"که چېرې پاکستان دا کار ونه‌کړي، نو دوی به په پاکستان کې دننه د وسله‌والو پټن‌ځایونه په نښه کړي."

پاکستان تېره ورځ په اسلام‌اباد کې د ایران سفیر مهدي هنردوست ته د دې هېواد د پوځ د مشر پر څرګندونو احتجاج وکړ او دا ډول څرګندونې یې د دوه اړخیزو اړیکو لپاره تاواني وبللې.

ښاغلي عزیز له رسنیو سره د خبرو پر مهال د ایران پوځ د مشر د څرګندونو په یادونه کې وویل چې اسلام‌اباد ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سفر پر مهال دواړه غاړې د سرحدي چارو د لا ښه سمبالښت لپاره د ګډ کمېسیون او همکاریو پر پیاوړتیا سلا شوې وې.

د یادونې وړ ده چې ایران او افغانستان د پاکستان ګاونډي هېوادونه دي چې په دې وروستیو کې پر افغانستان سربېره ایران هم پر پاکستان تور لګوي چې وسله‌وال‌یې خاوره د دوی پر ضد کاروي، خو پاکستان بیا دا تورونه ردوي او وايي چې خپله خاوره به د چا پر ضد کارېدو ته پرېنه‌ږدي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG