د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۲۲

کوټه: د پولې تړل کېدو راستنېدونکي افغان کډوال هم ځنډولي


د چمن او سپين‌بولدک تر منځ د پولې د تړل کېدو له کبله په کوټه کې هغه کورنۍ هم د «يو. اېن. اېچ. سي. ار» په دفتر کې بندې پاتې دي چې د پاکستان له نورو ښارونو هلته ورغلي او غواړي افغانستان ته ستنې شي.

«يو. اېن. اېچ. سي. ار» وايي دوى ته به د شپې تېرولو لپاره بندوبست وکړي، خو د پولې پرانيستل د افغانستان او پاکستان په حکومتونو پورې اړه لري.

د کوټې او کچلاغ تر منځ په بلېلي سيمه کې ديارلس کورنۍ د وېش دروازې د تړل کېدو له کبله له څلورو ورځو بندې پاتې دي او د «يو. اېن. اېچ. سي. ار» د بېرته ستنېدنې د مرکز مخې ته تر يوه اوسپنيز چتر لاندې شپې سبا کوي، د دغو کورنيو د غړو شمېر شااوخوا اتيا تنه دی چې زيات شمېر په‌کې د ماشومانو او ښځو دى، دوى وايي، که افغانستان ته تلونکې لاره ژر پرانه‌نيستل شي، نو دوى به له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.

پاکستان کې بندې پاتې افغان کورنۍ.
پاکستان کې بندې پاتې افغان کورنۍ.

د مزارشريف اوسېدونکى حاجي عبدالله وايي:

"موږ له لاهوره ځکه راغلو چې هلته نور چا په کرايه کورونه نه‌راکول او د پوليسو ځورول هم زيات وو، دلته چې راغلو پوله تړلې وه، داسې خلک هم شته چې د لارې کرايه‌يې نه‌لرله، دلته د اوسپنې تر چادرو لاندې پراته يو، که دا لاره خلاصه شي ډېر ښه کار به وشي."

سره له دې چې د «يو. اېن. اېچ. سي. ار» د بيرته ستنېدنې په بهير کې خلک په‌خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي، خو دغه کورنۍ چې د پاکستان له پنجاب راغلې دي، وايي د پوليسو له ځورونو تنګ شول او مجبوره شول چې نور د مهاجرت ژوند پاى ته ورسوي او خپل هېواد ته ستانه شي، خو وايي دلته چې راغلو پوله تړلې وه او د کورونو سامانونه‌يې په لاريو کې تړلي د انتظار شپې سبا کوي.

يو بل افغان خان ګل وايي:

"موږ پاکستان خپل هېواد ګاڼه، خو دا کال او شپږ مياشتې کېږي هر سړى يې دې حال ته ورساوه چې د خپل وطن شیريني يې ورياده کړه، د خلکو کورونو ته پوليس د شپې پر دوولس بجو ورتلل، نه به پرده وه نه‌يې دروازه ورټکوله ورننوتل، موږ دلته بند پاتې يو له افغان او پاکستاني حکومته غواړو چې زموږ غريبانو غږ دي واوري او پوله دې پرانيزي، ځکه دلته باران راباندې کېداى شي او د غلو ډار هم دى."

په روان کال کې دا دوهم ځل دى چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله تړل کېږي او له کبله‌يې له پاکستانه ستنېدونکي افغان کډوال له ستونزو سره مخامخېږي، ځکه خو په تېرو څلورو ورځو کې په بلېلي کې د بېرته ستنېدنې مرکز ته نورې کورنۍ نه‌دي راغلي او هغه چې راغلې دي وطن ته نه‌شي ستنېدلاى.

يوه بله سپين سرې مېرمن بي بي عايشه وايي:

"موږ په څه تکليف دلته راغلو، خوار غريب يو خوراکي شيان را تمام شوي دي، پر ډاګ پراته يو، ماشومان راسره دي، که دومره ښه راسره وشي چې دا پوله خلاصه شي او موږ خپل وطن ته لاړ شو، که ښه يو که بد يو هملته ښه يو."

په اسلام‌اباد کې د «يو. اېن. اېچ. سي. ار» مرکزي ويانده دنيا اسلم خان وايي «يو. اېن. اېچ. سي. ار» دا واک نه‌لري چې د پولې د پرانيستل کېدو په موضوع کې له پاکستان يا افغانستان سره خبرې وکړي، خو وايي د بشري حقونو پر اساس به دوى په بلېلي کې د تم شويو کورنيو د استوګنې او امنيت غم وخوري.

دنیا اسلم خان.
دنیا اسلم خان.

مېرمن اسلم خان وايي:

"د بشري حقوقو پر بنياد «يو. اېن. اېچ. سي. ار» دا کولاى شي چې په بلېلي کې د بندو کورنيو د استوګنې غم وخوري چې تر څو پوله پرانيستل کېږي، خو که پوله تر زيات وخته بنده وه نو موږ دغو کورنيو ته وړانديز کوو چې د تورخم په لاره لاړ شي، «يو. اېن. اېچ. سي. ار» د دوى د ستونزو احساس لري، خو د پولې په پرانيستنه کې څه رول نه‌شي لوبولاى."

سږ کال افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو بهير تر تېرو کلونو يوه مياشت په ځنډ د اپرېل پر درېيمه نېټه پيل شو چې يوه مياشت نهه ورځې يې دوام وکړ.

د «يو. اېن. اېچ. سي. ار» د رسمي شمېر له مخې په دې موده کې له ټول پاکستانه ١٧٧٠٠ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي چې په هغوى کې له بلوچستان ٣٢٣٠ کورنۍ تللې دي.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG