د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

جواد ظریف پاکستاني چارواکو سره پر امنیتي او اقتصادي مساېلو وغږېد


د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د دې هېواد له سیاسي او پوځي مشرانو سره په دوه اړخیزو اقتصادي، امنیتي، د سیمې پر عمومي وضعیت او همدا شان د پاک-ایران د ګډې پولې پر تنظیم خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چار وزیر د یوه پلاوي په ملتیا د چهارشنبې په ورځ په داسې وخت کې د پاکستان سفر کړی چې تېره اوونۍ وسله‎والو ترهګرو پاکستان سره پر پوله د ایران په سیستان ایالات کې د دغه هېواد ۱۰ سرحدي ځواکونه ووژل.

د رسنیو د راپورونو له مخې د ایران ولسمشر حسن روحاني تر دغې پېښې وروسته د پاکستان صدراعظم نواز شریف نه غوښتي وو چې د دغې پېښې د عاملينو د نیولو په لړ کې دې سنجیده اقدامات وکړي او خپله خاوره دې د ایران پر ضد کارېدو ته نه‌پرېږدي.

د پاکستان د صدراعظم نواز شریف له دفتره په یوه خپور شوي بیان کې راغلي:

"ښاغلي شریف د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې په دوه اړخیزو اقتصادي او امنیتي اړیکو سربېره د سیمې پر عمومي وضعیت هم خبرې کړي او همداشان‌یې د پاکستان پولې ته نېږدې د ترهګرو په برید کې د ایراني سرحدي ځواکونو د وژنې په پېښې خواشیني هم ښودلې ده."

د ایران ولسمشر حسن روحاني پر خپلو سرحدي ځواکونو تر برید وروسته تور لګولی و چې پر ځواکونو یې د برید لپاره د پاکستان خاوره کارول کېږي، خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې هغه ته ډاډ ورکړی چې:

"پاکستان به خپله خاوره د چا پر ضد کارېدو ته پرې نه‎ږدي. "

د پاکستان د حکومتي رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د کورنیو او د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان او ایران تر منځ د سرحدي مسایلو په ګډون د ګڼو چلېنجونو او همدا شان پر ګډه پوله د غیر قانوني تګ راتګ او د قاچاق د مخنیوي لپاره پر ګډې او نېږدې مبارزې همغږي شوي دي.

له بلې‌خوا بیا د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر په یوې خپرباڼه کې ویلي چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه جواد ظریف سره د لیدنې پر مهال د پاکستان او ایران اړیکې مثالي بللي او همدارنګه‌یې پر پاک-ایران پوله د ترهګرو د مخنیوي لپاره له یو بل سره د همکاریو ژمنه کړې ده.

که څه هم پاکستان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف د سفر په اړه لا نور تفصیلات نه‎دي ورکړل شوي، خو ښاغلي ظریف په داسې وخت کې د اسلام‎اباد سفر کړی چې د پاکستان پوځ مخکېني مشر جنرال راحیل شریف څو ورځې وړاندې د سعودي عربستان په مشرۍ د اسلامي هېوادونو د پوځي ائتلاف مشر شو.

په دغه اسلامي ائتلاف کې چې د سعودي چارواکو په وینا، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره جوړ شوی، ۴۱ اسلامي هېوادونه شامل دي، خو عراق، شام او ایران ته په‎کې برخه نه‎ده ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده چې په اسلام‌اباد کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر تر سفر مخکې په پاکستان کې د ایران سفیر مهدي هنردوست تېره میاشت د سعودي عربستان په مشرۍ د دغه ائتلاف د مشر په توګه د پاکستاني پوځ د مخکېني مشر جنرال راحیل شریف پر ټاکنې تحفظات (خصومت) ښکاره کړي وو.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG