د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

پاکستان د ایران پوځ د مشر پر وروستیو څرګندونو اندېښنه وښوده


د پاکستان حکومت په اسلام‌اباد کې د ایران سفیر ته د دې هېواد د پوځ د مشر د هغو څرګندونو په اړه چې په پاکستان کې دننه د وسله‌والو د پټن‌ځایونو په نښه کولو په اړه‌یې کړې وې، احتجاج کړی او په دې اړه‌یې ورته اندېښنه څرګنده کړې ده.

د راپورونو له مخې جنرال باقري ګواښ کړی و چې که چېرې داسې ونه‌شي، نو ایران به په پاکستان کې دننه عملیات وکړي او د وسله‌والو پټن‌ځایونه به له‌منځه یوسي.

د پاکستان حکومت د سې شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې د ایران سفیر مهدي هنردوست د بهرنیو چارو وزارت ته غوښتی و او د دې هېواد د پوځ د مشر د وروستیو څرګندونو په تړاو یې ورته اندېښنه ښودلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا ډول څرګندونې د پاکستان او ایران تر منځ د ورورولۍ او ښو اړیکو خلاف دي او کاږي:

"په روانه میاشت کې پاکستان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سفر پر مهال دواړه خواوې د سرحدي مسایلو په لړ کې د همکارۍ پر پراختیا خبرې کړې وې."

د یاد وزارت چارواکو د ایران له سفیره همداشان غوښتي چې هېواد دې یې له هغو څرګندونو ډډه وکړي چې د دواړو خواوو اړیکو ته تاوان رسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د حکومتي رسنۍ اېرنا د راپور له مخې، د دوشنبې په ورځ د دې هېواد د پوځ مشر جنرال محمد باقري هیله ښودلې وه چې پاکستاني چارواکي دې خپله پوله کنټرول کړي، ترهګر دې ونیسي او پټن‌ځایونه دې له‌منځه یوسي.

د ایران لوی درستیز: پاکستان دې د سُني وسله‌والو مخه ونیسي

د ایران د پوځ مشر جنرال محمد باقري په پاکستان کې دننه د وسله‌والو د مرکزونو په نښه کولو ګواښ تر هغې وروسته وکړ چې وسله‌والو د تېرې میاشت په پای کې د پاکستان پولې ته نېږدې د ایران په سیستان صوبه کې د دغه هېواد پر سرحدي ځواکونو برید کړی چې لږ تر لږه ۱۰ سرتېري په‌کې وژل شوي و.

د ایران سرحدي پولیس.
د ایران سرحدي پولیس.

​ایراني چارواکو د دغه برید مسؤلیت پر «جیش‌العدل» نومې وسله‌والې ډلې اچولی و او ادعا یې کړې وه چې وسله‌والو د دغه برید لپاره د پاکستان خاوره کارولې، خو د پاکستان حکومت دا برید غندلی او ټینګار یې و چې وسله‌والو دا برید په ایران کې دننه کړی دی.

د ایران حکومت پر دغه برید سخت غبرګون ښودلی و او نه‌یوازې یې په تهران کې د پاکستان سفیر اصف دراني ته په دې اړه شکایت کړی و، بلکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف تېره اوونۍ د یوه جګپوړي پلاوي په ملتیا د اسلام‌اباد یو ناڅاپي سفر هم کړی و او د پاکستان له سیاسي او پوځي مشرانو سره‌یې د ایران پر سرحدي ځواکونو د وروستي برید په ګډون په یو لړ امنیتي مسایلو خبرې کړې وې.

د یادونې وړ ده چې ایران او پاکستان شااوخوا ۱۰۰۰ کېلو متره اوږده پوله لري چې د منظم څار د نشتوالي له امله پرې نه‌یوازې غیر قانوني تګ راتګ او قاچاق کېږي، بلکې کله ناکله پرې وسله‌وال پر ایراني سرحدي ځواکونو بریدونه هم کوي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG