د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

د پاکستان په اړه د افغانستان دریځ: د خطر احساسېدو صورت کې له ځانه دفاع کوو


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، که چېرې احساس کړي چې خاوره‌یې تر یرغل لاندې ده، له خپل قلمرو څخه دفاع ته چمتو دي.

د دغې شورا ویاند تواب غورځنګ د چهارشنبې په ورځ دغه څرګندونې د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار ناصر جنجوعه د خبرو په غبرګون کې وکړې چې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو له جګړې وروسته‌یې کړې وې.

افغان چارواکو د پاکستان د هغه خبرداري په اړه چې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو له جګړې وروسته‌یې ورکړی، تُند غبرګون وښود او ګوت څنډنه‌یې وکړه چې افغانستان به د هر ډول خطر پر وړاندې ځواب ووایه او له خپلې خاورې به دفاع وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت له پاکستان سره د هر ډول ستونزې د هواري لپاره پر خبرو او ډیپلوماسۍ ټینګار کوي.

تواب غورځنګ.
تواب غورځنګ.

نوموړي زیاته کړه:

"افغان حکومت باور لري چې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ستونزې د ډیپلوماسۍ او خبرو له لارې باید حل شي، خو په ورته وخت کې له خپلې خاورې د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري."

وروسته له هغې چې افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې په خپلو کې جګړه وکړه د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه د سې شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان د ملي وحدت حکومت باید خپل حد وپېژني.

هغه ویلي چې د پاکستان اردو له خپلې خاورې څخه د دفاع بېلابېل انتخابونه لري چې د افغانستان لپاره‌ به‌یې تحمل ګران وي.

له دې دوه ورځې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو جګړې ته په اشارې ویلي و چې کابل دا جګړه د ډهلي په اشاره کړې ده.

هغه خبرداری وکړ که چېرې افغانستان یو ځل بیا په حملې لاس پورې کړي، نو د پاکستان له تُند غبرګون سره به مخامخ شي.

د تېرې جمعې په ورځ د افغانستان او پاکستان سرحدي ځواکونو په سپين‌بولدک ولسوالۍ کې پر ډیورنډ کرښه باندې جګړه وکړه چې له هغې راوروسته د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

په دغې جګړه کې دوه افغان سرحدي پولیس او نهه ملکي وګړي ووژل شول او د ۱۱ سرحدي پولیسو په ګډون ۱۴ ملکیان ټپيان شول.

له دې وړاندې هم دواړو هېوادونو څو ځلې د ډیورند کرښې په اوږدو کې په خپلو کې جګړې کړي چې دواړو لورو ته مالي او ځاني زیانونه هم اوښتي دي.

د افغانستان مشرانو جرګه د پاکستاني ځواکونو یرغل یو بربنډ تېری ګڼي او وايي روان کال افغان ځواکونه له پاکستان او همدارنګه د دغه هېواد له‌خوا له تمویل کوونکو وسله‌والو مخالفینو سره په درې سنګرونو کې جنګېږي.

بل‌خوا د افغانستان د ولسي جرګې وکیلان د دغو ستونزو د حل لپاره د امریکا پر منځګړیتوب ټینګار کوي.

د دغې جرګې غړی عبدالرحمن رحماني وايي چې د امنیتي تړون د شپږمې مادې له مخې امریکا باید د پاکستان د ښکاره یرغل پر وړاندې خپل سکوت مات کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا خبرداری ښکاره کوي چې په افغانستان کې لویې معاملې مخ ته راخي، نړیوالې ټولنې په دې برخه کې زیات غفلت کړی، د خپل غفلت د جبران لپاره باید پر پاکستان هر ډول فشار راوړي، له امریکا سره د افغانستان امنیتي او ستراتیژيک تړونونه د همدې ستونزو ته ځواب ورکوونکي دي، که څوک ورباندې عمل نه‌کوي، نو افغان حکومت دې لغوه کړي."

پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې په وقفه‌يي توګه د افغانستان ډیورند کرښې ته نيږدې پرتو سیمو باندې راکټي حملې کوي چې یو لړ مالي او ځاني زیانونه‌یې هم اړولي دي.

مشرانو جرګه: انګور اډه کې دې د پاکستان له‌خوا تأسیسات بند شي

د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان له‌خوا د تاسیساتو جوړول روان دي

وزیري: د پاکستان له‌خوا د سرحدي ستونزو جوړول د زغملو نه‌دي

وروسته له هغې چې افغان حکومت په دې اړه د ملګرو متلونو امنیت شورا ته شکایت وکړ، خو د سیاسي چارو د کارپوهانو په وینا تر اوسه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې اړه ښکاره ځواب نه‌دی ورکړی.

احمد سعیدي.
احمد سعیدي.

د دغو کارپوهانو له ډلې احمد سعیدي وايي:

"د تاریخ په اوږدو کې تل وروستۍ خبره ولس کوي، خلک قانون جوړوي، خلک خپل هېواد ساتي او همدارنګه له خپل حیثیت څخه دفاع هم کوي، خلکو ته دې مراجعه وشي، که خلکو ویل چې له پاکستان سره دې خبرې وشي خبرې دي وشي که وايي، مقابله دې وشي نو مقابلې ته دې ځان چمتو کړي، هېڅ‌څوک نه‌شي کولای چې د ولس د زور مخه ونیسي، خو په یوازې توګه د تړلو دروازو تر شا خبرې خلک رسوا کوي."

د ښاغلي سعیدي په خبره کابل اسلام‌اباد ته په افغانستان باندې د راکټي حملو، په دغه خاوره د پاکستان د یرغل، د تورخم د دروازې په تړل کېدو او د وسله‌والو مخالفینو د رالېږلو په بدل کې ځوابونه ویلي دي.

احمد سعیدي له امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون ته په اشارې وايي، باید امریکا په اسلام‌اباد د منزوي کېدو لپاره فشار راوړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG