د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۵۹

پاکستان: د سپین‌بولدک وروستۍ شخړه د ډهلي-کابل د نېږدې پیوند ښکارندوی ده


د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، اسلام‌اباد له کابل سره ښې اړیکي غواړي، خو ادعا کوي چې کابل د اسلام‌اباد د دغې غوښتنې مثبت ځواب نه‌دی ورکړی.

نوموړي همدا ډول تور لګولی چې چمن کې د افغانستان او پاکستان پر پوله د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ وروستۍ شخړه د ډهلي او کابل د نېږدې پیوند ښکارندويي کوي.

د پاکستان دفاع وزیر دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي چې د جمعې په ورځ د افغانستان او پاکستان پر پوله د سپین‌بولدک او چمن په سیمه کې د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ خونړۍ نښته وشوه چې د پاکستانيو چارواکو په وینا د افغان ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه او ګڼ شمېر ټپیان شوي دي.

بل‌خوا افغان چارواکي هم د پاکستانیو سرحدي ځواکونو په ډزو کې د سرحدي ځواکونو د سرتېرو په ګډون لږ تر لږه د ۴ کسانو د وژل کېدو او د لسګونه نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

ښاغلي اصف د شنبې په ورځ د پنجاب په سیالکوټ ښار کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال په چمن کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو د وروستۍ شخړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې پاکستان له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د دې لپاره به خپلو صادقانه هلو ځلو ته دوام ورکړي.

خواجه اصف
خواجه اصف

خواجه اصف د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د پاکستان او افغانستان ګډه همکاري مهمه وبلله او وايي:

"زموږ دا شدید خواهش دی چې موږ او افغان حکومت د ترهګرۍ پر ضد د لومړي کمربند د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره ګډ کار وکړو؛ خو د کابل حکومت زموږ د وروستیو او تازه کوښښونو سربېره موږ ته کوم مثبت ځواب نه‌دی راکړی چې دا هر څه د کابل او د ډهلي د ګډ جوړ عکاسي کوي."

نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې پاکستان د خپلو پولو وضعیت دقیق څاري او خبرداری یې ورکړ چې راتلونکي کې به پر خپلو پولو د هر ډول برید ژر او سخت ځواب ووايي.

په سپین‌بولدک کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ تر هغې وروسته نښته وشوه چې د افغان چارواکو په وینا، د پاکستان د سرشمېرنې ډلې په دغه سیمه کې په افغان خاوره کې سرشمېرنه کوله، خو پاکستاني چارواکي بیا دا ردوي او وايي چې دغې ډلې په پاکستاني حدودو کې دننه سرشمېرنه کوله.

په دې وروستیو کې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې پر یو بل د تورونو د لګولو له امله تر پخوا ترېنګلې شوي.

پاکستاني چارواکي تور لګوي چې هند له افغان خاورې په پاکستان کې ورانی کوي او دا خاوره‌یې پر ضد کاروي، خو افغان چارواکي دا تورونه بې‌بنیاده بولي او ټینګار کوي چې خپله خاوره به د پاکستان په ګډون د چا پر ضد کارېدو ته پرې نه‌ږدي.

که څه هم په روانه میاشت کې د پاکستان پارلمان د غړو یوه جګپوړي پلاوي د اسلام‌اباد او کابل د اړیکو د رغولو لپاره د کابل سفر وکړ، خو تر دې دمه لا د دغه سفر نتیجې نه‌دي روښانه شوي.

د یادونې وړ ده چې د سیاسي او سیمه‎ییزو چارو څارونکي د ترهګرۍ د مخنیوي او د سیمې د امنیتي وضعیت لپاره د پاکستان او افغانستان نېږدې اړیکي او همکاري مهمه بولي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG