د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

پاکستان د بې اسناده افغان کډوالو په برخه کې نوي پالیسي اعلان کړه


د پاکستان حکومت د هغو یو میلیون افغان کډوالو په برخه کې خپله نوې پاليسي اعلان کړه چې له اسنادو پرته په دې هېواد کې ژوند کوي.

د سرحدونو او کډوالو چارو وزیر عبدالقادر بلوچ ویلي، که افغان کډوال ځانونه راجسټر کړي هېڅکله د پولیسو له خوا نه ځورول کېږي.

د هغه په خبره د پاکستان د ثبت ملي اداره یا NADRA د کډوالو برخه کې د نوې پالیسۍ په اساس د افغان کډوالو د ثبت لپاره په ټول پاکستان کې پنځوس مرکزونه پرانیستي دي.

د بلوچ په خبره په دغو ټولو مرکزونو کې به د افغان دولت له استازیو وغوښتل شي چې د افغان کډوالو د ثبت پروسه له نېږدې وڅاري.

د پاکستان د کډوالو او سرحدونو وزیر وویل، کوم کډوال چې له قانوني اسنادو پرته پاتې شي د پولیسو له خوا به ورسره قانوني چلند وشي. خو هغه ونه ویل چې دقیقاً به څه وخت د کډوالو د ثبت پروسه پیل شي.

د رپوټونو له مخې اوس وخت شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې یو ان اچ سي ار ویلي یو نیم میلیون افغانان په پاکستان کې د هستوګنې کارتونه لري.

د پاکستان یوه حقوقپوه لطیف افریدی په دې اړه چې د پاکستان د حکومت د نوې پالیسۍ له مخې پاکستاني پولیس ناثبت شوي کډوال تر پوښتنو لاندې نیولی شي ازادي راډیو ته وویل:

"دا پالیسي د پاکستان حکومت د اړتیا په اساس رامنځته شوې. کوم کډوال چې د پاکستان حکومت او استخباراتو غوښتنې ته لبیک ووايي او د خپل هېواد پرضد کار ته چمتو شي هغوی ته پناه ورکوي او کوم چې دا کار نه کوي ځوروي یې. د حقوقي استندردونو له مخې هیڅ پولیس حق نه لري چې له کډوالو بډې واخلي او یا یې ووهي یا یې هم مال له کوره دباندې واچوي. دا ټول ناسم کارونه دي."

سره له دې چې پاکستان د ناثبت شویو کډوالو په اړه د پولیسو قانوني چلند ته اجازه ورکړې خو هغه کډوال چې قانوني اسناد هم لري وخت ناوخته د ایالتي چارواکو له جدي محدودیتونو سره مخ کړي دي.

دا طبقه افغان کډوال په پاکستان کې اوس بانکي حساب نه شي پرانیستلی او ان د مبایل سیم کارت له اخیستلو هم منع شوي دي.

د لاهور او اسلام اباد اوسیدونکو په دې وروستیو کې د پاکستاني پولیسو د فشار له کبله افغان کډوالو ته د خپلو کورونو د کرایې ورکولو نه ډډه کړې ده.

دا کار د دې لامل شوی چې ډیری افغان کډوال د پاکستان بېلابېل ښارونه پرېږدي او وطن ته مخه کړي.

یو له دې افغان کډوالو چې په چمن – سپین بولدک بندر کې د لارې خلاصېدو ته تم پاتې دی ازادي راډیو ته وویل:

"له لاهوره ځکه راغلو چې موږ ته چا کور په کرایه نه راکاوه. موږ یې سخت ځورولو. ځینې افغانان ان د لارې کرایه هم نه لري چې د افغانستان تر سرحده ځان راورسوي."

په داسې حال کې چې د پاکستان د هستوګنې کارت لروني افغان کډوال په دغه هېواد کې د روان میلادي کال تر پایه د اوسیدو اجازه لري د ملګرو ملتونو په خبره افغانستان ته د افغانانو داوطلبانه ستنېدنه زیاته شوې ده.

په عین حال کې د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت وايي هره ورځ تر یو نیم زر افغان کډوال له پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG