د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

ځینې سناتوران: دوستم دې د قانون او عدالت له مخې مجازات شي


د هرې ورځې په تېرېدو سره د ولسمشر په لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د احمد ایشچي د تورونو په اړه خبرې زور اخلي.

د مشرانو جرګې ځینې غړي دغه عمل د هېواد بدنامي ګڼي او ټينګار کوي چې د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم دې له دندې ګوښه شي.

د مشرانو جرګې غړی شیر محمد اخندزاده وايي، دا قضیه دې د قومي جرګې له لارې نه، بلکې د قانون او عدالت له لارې وارزول شي.

نوموړی وايي:

"د جنرال دوستم او احمد ایشچې له موضوع خلک څه خبر دي، خلک وايي، د جمهور رئیس مرستیال و په یو سپین‎ږیري یې جنسي تېری وکړ، دا وطن یې بدنام کړ، دا موضوع باید له قومي جرګې له لارې نه بلکې په دقت سره وڅېړل شي او دوستم له مرستیالی ایسته شي."

احمد ایشچي ادعا کوي چې د عبدالرشید دوستم کسانو د بُزکشۍ له میدانه تښتولی، پنځه ورځې یې د دوستم په شخصي زندان کې اچولی بیا یې شکنجه کړی او جنسي زورول شوی دی.

احمد ایشچي ادعا کوي چې د عبدالرشید دوستم کسانو د بُزکشۍ له میدانه تښتولی
احمد ایشچي ادعا کوي چې د عبدالرشید دوستم کسانو د بُزکشۍ له میدانه تښتولی

په ورته وخت کې د جنش اسلامي ویاند بشیر احمد ته‎ینج ټینګار کوي چې د احمد ایشچي له‎خوا د جمهور رئیس په لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم لګیدلي تورونه بې بنیاده او یوازې یوه توطئه ده.

په مشرانو جرګه کې دغه څرګندونې د دوستم پلوو سناتوارنو له غبرګونو سره مخ شوې.

د مشرانو جرګې غړي محمد عظیم قویاش خبرداری ورکړ چې دا ډول تورونه به ناوړې پایلې ولري او دوستم یوازې نه دی.

نوموړی وايي:

"دا یوه توطئه ده، اساس او بنسټ نه‎لري، جوزجان کې چې یوه عادي خبره رامنځته شي، هغې ته جنایت او د بشري حقونو سرغړونه وايي.لوی څارنوال او د ایشچي باداران دې يې واوري او هوښیار دې وي چې جنرال دوستم یوازې نه دی، د هغه امر ته میلیونونه ترک توکمې منتظر دي او نور د داسې توطئو زغم نه‎لري."

جمهور رئیس د ایشچي له ادعا وروسته ویلي چې په دې برخه کې به عدالت پلی شي.

په دې وروستیو کې لوی څارنوال هم ویلي چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړي دي.

د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلمیار وايي، په دې اړه هر ډول څرګندونې مخکې له وخته دي.

د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلمیار
د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلمیار

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:

"دا یوه حقوقي موضوع ده او یو کس پر بل ادعا کړې ده.دا سمه ده چې که جنرال دوستم د جمهور رئیس لومړی مرستیال دی نو، یو فرد هم دی. عدلي او قضايي ارګانونه دې موضوع د چا له امتیازه پرته وڅېړي. له هغې وروسته به موږ خپل دریځ اعلان کړو."

د جوزجان پخواني والي احمد ایشچې ازادي رادیو سره په خبرو کې ویلي چې په دې برخه کې د عدلي طب اسناد هم لري.

دا چې لوېې څارنوالۍ په دې اړه د خپلو څېړنو په هکله څه نه دي ویلي د دې ادعا اصلي اړخونه هم تر اوسه ناڅرګند دي.

د مشرانو جرګې ځینو غړو وویل، دغې پېښې افغانستان بدنام کړ او جمهور رئیس دې دغه موضوع له نظره نه غورځوي.

د مشرانو جرګې رئیس دا هم وايي چې عدلي او قضايي ارګانونه دې په خپلو څېړنو کې بې پرې توب مراعات کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG