د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

ولسي جرګه: "ایشچي" سره د تاوتریخوالي عاملین دې سزا وګوري


د افغانستان ولسي جرګې په حکومت غږ وکړ چې د ملامت او سلامت د معلومولو په هدف دې د احمد ایشچي موضوع په جدي او عادلانه ډول وڅېړي.

د یادې جرګې لومړي مرستیال حاجي عبدالظاهر قدیر چې د چهار شنبې ورځې د عمومي غونډې ریاست‌یې هم په غاړه و، وویل چې د ادعاوو د ثابتېدلو په صورت کې باید د احمد ایشچي سره د تاوتریخوالي عاملینو ته له قانون سره سمه سزا ورکړل شي.

د افغانستان ولسي جرګې لومړی مرستیال حاجي عبدالظاهر قدیر
د افغانستان ولسي جرګې لومړی مرستیال حاجي عبدالظاهر قدیر

ښاغلي قدیر زیاته کړه:

"د ولسمشر د لومړي معاون او احمد ایشچي د ادعاوو په هکله د افغانستان له حکومته غواړو چې دا موضوع په عادلانه او جدي ډول وڅېړي تر څو ملامت او سلامت معلوم شي او مجرم ته د قانون مطابق جزا ورکړل شي."

د جوزجان پخوانی والي او د ملي جنبش پخوانی مرستیال احمد ایشچي چې درې اوونۍ مخکې د بُزکشۍ له میدانه لادرکه شو تر خوشې کېدو وروسته‌یې له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې د ولسمشر د لومړي مرستیال له‎خوا نیول شوی او ورسره تاوتریخوالی شوی دی.

د ښاغلي ایشچي تر دې څرګندونو وروسته ګڼ کورني او بهرني غبرګونونه راپارېدلي او له افغان حکومته‌یې یادې قضیې ته د رسېدنې جدي غوښتنه کړې ده.

ارګ هم تېره ورځ په دې اړه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه موضوع په جدي ډول تعقیبوي او هر اړخیزې څېړنې تر لاس لاندې لري.

خو د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم له دفتره په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې په دې اړه راغلي چې نړیوال بنسټونه باید په خپلو غبرګونونو کې له بیړې او وړاندوینو ډډه وکړي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې ادعاګانې لا تر څېړنې لاندې دي نو د ادعاګانو تر ثابېتېدلو دمخه دریځونه او وړاندوینې په حقیقت کې د بنسټونو او د حکومتي چارواکو خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.

د ولسي جرګې اداري پلاوي د جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د یادې موضوع په اړه د یو شمېر وکیلانو تر تُندو غبرګونونو وروسته له حکومته دغه غوښتنه وکړه.

اصولي: که پر دوستم ادعا ثابته شي باید زندان ته لاړ شي.
اصولي: که پر دوستم ادعا ثابته شي باید زندان ته لاړ شي.

د یادو وکیلانو له ډلې څخه کمال ناصر اصولي په دې اړه وویل:

"که وروستۍ خبرې دروغ وي او دا په دوستم باندې تور وي نو زما هیله ده چې هغه خلک چې دا تور یې لګولی باید خپله سزا وګوري، خو که رښتیا وي نو دوستم باید د افغان دولت لومړی مرستیال نه‌وي، دا سړی باید زندان ته لاړ شي."

خو د ولسي جرګې یو بل غړی او د افغانستان د ملي جنبش ویاند بشیر احمد ته‎ینج بیا دا ډول ادعاوې یو اړخیزې، تورونه او دروغ ګڼي.

ته‎ینج بیا دا ډول ادعاوې یو اړخیزې، تورونه او دروغ ګڼي.
ته‎ینج بیا دا ډول ادعاوې یو اړخیزې، تورونه او دروغ ګڼي.

نوموړی وايي:

"دا ادعاوې یو اړخیزې دي، تورونه او دروغ دي، ایشچي د ولسمشر له لومړي مرستیال سره ستونزه لري، په دې برخه کې هم د افغانستنان ملي جنبش او هم لومړي مرستیال چې په کابل کې دی خپل غبرګونونه لري او د افغانستان خلکو او ملت لپاره موږ خپلې څرګندونې لرو."

د یادونې ده چې عبدالرشید دوستم څو کاله دمخه په کابل کې پر خپل یو بل سیال او ترک تباره قومي مشر اکبر بای هم برید وکړ او ان د جنسي تېري ادعا وشوه خو د شنونکو په باور چې یادې قضیې ته هم لازمه رسېده‎ګي ونه‌شوه.

اوس معلومه شي چې د ښاغلي دوستم په خلاف د احمد ایشچي ادعاوې څومره رېښتینې ثابتېږي او ایا د حکومت خبره او عمل د یادې قضیې په څېړلو کې یوشان دی که څنګه؟

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG