د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

پر احمد ایشچي د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له رسنیو سره د احمد ایشچي د وروستیو څرګندونو په اړه یو شمېر مطالب خپاره کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، ازبک قومي مشر احمد ایشچي چې دوه اوونۍ وړاندې په جوزجان کې د دوستم له لوري تر وهلو وروسته په ناقانونه توګه زنذاني شوی و، عدلي او قضايي ارګانونو ته د مراجعې او رسنیو ته په مرکو کې ویلي چې په خپله دوستم او د هغه ملیشو پر ده د جنسي تيري هڅه کړې او د یوې اوونۍ لپاره یې په شخصي زندان کې بربنډ ساتلی و.

په سرمقاله کې راغلي، دا پېښه نه د بخښلو ده او نه د هېرولو او نه هم ولس نور دا وحشت او جنایت زغملی شي، ولسمشر او ملګري دې واوري که دوی ګام وانه‎خلي، ولس غبرګون ته تیار دی.

په سرمقاله کې دغه شان ویل شوي چې دوستم څو کاله دمخه په کابل کې پر خپل یو بل سیال او ترک تباره قومي مشر اکبر بای هم برید وکړ او ان د جنسي تېري ادعا وشوه خو د هغې حساب هم ورسره ونه شو.

ارمان ملي:

خو ارمان ملي خپلواکي ورځپاڼې بیا په دې اړه د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، د دې قضیې څېړل به د هېواد عدلي او قضايي ارګانونو ته اسانه نه وي، همدا خبره وه چې تېره ورځ هېڅ یو حکومتي چارواکي یا ویاند په دې اړه څه ونه ویل او چوپ پاتې شول.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي ، کله چې بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي که هغه د هر چا او یا هر مقام له لوري وي باید ورته جدي رسیدنه وشي او که عدالت دا شان پلی شي نو د خلکو اعتماد هم په عدلي او قضايي ارګانونو زیاتېږي.

خو سرمقاله په دې پوښتنې ختمه شوې چې ایا دغه بنسټونه د خپلو چارو په ترسره کولو کې لازمه خپلواکي لري که څنګه؟

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په همدې تړاو په خپله یوه لیکنه کې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د دفتر اعلامیه راخېستې چې په کې له نړیوالو بنسټونو غوښتل شوي چې په خپلو غبرګونونو کې له بېړې او وړاندوینو ډډه وکړئ.

په لیکنه کې دا هم ویل شوي چې په اعلامیه کې راغلي، ادعا ګانې لا ترڅېړنې لاندې دي نو د ادعا ګانو تر ثابېتېدلو دمخه دریځونه او وړاندوینې په حقیقت کې د بنسټونو او د حکومتي چارواکو خپلواکې تر پوښتنې لاندې راولي.

دولتي ورځپاڼو بیا په دې تړاو هېڅ هم نه دي لیکلي بلکه هېواد دولتي ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې چې له دې موضوع سره تړلی نه دی لیکلي چې ولسمشر غني پرون په یوې غونډه کې ویلي، له غیر مسؤلو وسله والو افرادو سره به جدي او قانوني چلند وشي.

XS
SM
MD
LG