د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

غني: ایشچي قضیه به د عدلي او قضايي مراجعو له لارې وڅېړل شي


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ترک ټبرو له قومي مشرانو او د ملي اسلامي جنبش ګوند د مرکزي شورا غړو ته ډاډ ورکړ چې د احمد خان ایشچي قضیه به د هېواد د عدلي او قضايي مراجعو له لارې وڅېړل شي.

د ولسمشر غني مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر ترک ټبرو قومي مشرانو ته وویل چې د قانون پر حاکمیت بشپړ باور لري او د ځان په شمول هېڅ‌څوک تر قانون پورته نه‌ګڼي.

ښاغي مینه‎پال زیاته کړه:

"دا مسئله به د عدلي او قضايي مراجعو له لارې په پوره استقلالیت تعقیب شي."

همداراز د ملي اسلامي غورځنګ د مرکزي شورا یو شمېر غړو هم پرون چهارشنبه له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ارګ کې ولیدل.

دغه پلاوي ته ولسمشر غني وویل چې د ایشچي قضیه حقوقي ده، بناً هر اړخیزو تحقیقاتو ته اړتیا لري او عادلانه او مستقلانه څېړنې به وشي.

د جنبش غړو د احمد خان ایشچي د قضیې د څېړلو لپاره د افغانستان حکومت د دریځ ملاتړ وکړ.

د جوزجان والي لطف‌الله عزیزي، د جنبش د غړو په استازیتوب وویل:

"موږ د حکومت د دې دریځ چې د احمد خان ایشچي موضوع د عدلي او قضايي پروسې په چوکاټ کې څېړي ملاتړ کوو."

د احمد خان ایشچي زوی بکتاش ایشچي چې د ترک ټبرو د قومي مشرانو له پلاوي سره یوځای یې له ولسمشر غني سره خبرې وکړې، وویل چې د خپل غم د بیانولو لپاره الفاظ نه‌لري خو له ولسمشره د عدالت غوښتونکی دی.

په همدې حال کې په جوزجان ولایت کې یو شمېر کسانو د جنرال عبدالرشید دوستم په پلویتوب مظاهره وکړه او ویې‌ویل چې د ایشچي قضیه د مرستیال ولسمشر پر ضد یوه دسیسه ده.

په دې مظاهره کې یوه قومي مشر سید نصرالله وویل چې احمد ایشچي د جوزجان ولایت د ناامنیو په ارتباط نیول شوی و.

نوموړي وویل:

"دا ادعا چې د محترم انجنیر صاحب احمد له لوري شوې ده، دا د ده خپله نه‎ده دا د ده خپله خبره هم نه‌ده، له خبرو او سلوکه‌یې معلومېږي چې دا د ده خبرې نه‌دي بلکې انجنیر صاحب مجبور کړای شوی، پر ده فشار راوړل شوی او د فشار په نتیجه کې یې دا خبرې کړې دي."

ولسي جرګې بیا په حکومت غږ وکړ چې د ملامت او سلامت د معلومولو په هدف دې د احمد ایشچي موضوع په جدي او عادلانه ډول وڅېړل شي.

په همدې منځ کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما د دې قضیې د څېړلو په باب د افغانستان د حکومت د پرېکړې هرکلی کړی دی.

د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي د سې شنبې په ورځ ادعا وکړه چې د جمهور رئیس د لومړي مرستیال له‎خوا بندي شوی او د بند په دې موده کې نوموړي خپلو خلکو ته پر ده د جنسي تېري امر کاوه.

احمد ایشچي ویلي چې شاوخوا درې اوونۍ وړاندې عبدالرشید دوستم په جوزجان کې د بُزکشۍ له یوه میدانه پورته کړی بیا پنځه ورځې د دوستم په شخصي زندان کې و خو وروسته بیا د ملي امنیت نظارت خونې ته وسپارل شو.

هغه وايي چې په دې موده کې جنرال دوستم پر هغه د جنسي تېري هڅه وکړه او خپلو ۱۰ کسانو ته‌یې هم پر ده د جنسي تېري او عکسونو اخیستو ټینګار کاوه.

خو د لومړي مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې بیا راغلي چې د څه مودې راهیسې د نامعلومو کړیو له‌خوا د جنرال دوستم د بدنامېدو او تخریبولو هڅه روانه ده.

XS
SM
MD
LG