د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۶

سرنوشت: دوستم جوزجان کې د "حویلي پنجصد" په نوم شخصي زندان لري


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي د موضوع په اړه یو شمېر لیکنې چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په یوه لیکنه کې لیکلي، ولسمشر غني پر دوستم د لګېدلو تورونو له امله تر فشار لاندې دی.

په لیکنه کې د واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې په حواله راغلي ډیپلوماټیکې سرچینې وايي، ولسمشر غني دوه کاله په خپله اداره کې د خپل مرستیال بد چلند وزغمو خو پر دوستم لګېدلي وروستي تورونه کېدای شي د پام وړ وي.

په لیکنه کې دا هم راغلي چې واشنګټن پوسټ د یو افغان چارواکي له قوله چې نوم یې نه‎دی اخېستل شوی لیکلي:

ولسمشر د چهارشنبې په ورځ له اجرائیه رئیس او لوړپوړو عدلي او قضايي چارواکو سره کتلي او د دغې موضوع په اړه یې له هغوی سره مشوره کړې ده.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سر مقاله کې د موضوع په تړاو لیکلي، جوزجان او کابل کې وروستیو پېښو سخت حساسیتونه راپارولي او له حکومته غوښتنه کېږي چې بشري حقونه او د ولس د ژوندانه او حیثیت د خوندي کولو لپاره عدالت پلی کړي.

هېواد وړاندې لیکلي ولسمشر غني ویلي چې عدلي او قضايي ارګانونه به په دې اړه له هر راز زور او فشار خوندي وساتي چې دا قضیه په پوره بې طرفۍ او استقلالیت سره وڅېړي.

خو سرمقاله لیکونکی وايي، اوس نو باید عدلي او قضايي ارګانونه له دې ستر ازمون نه بریالی راووځي او وښيي چې په رېښتیا قانون تر هر چا لوړ دی.

په سرمقاله کې راغلي دا منو چې د ولسمشر لومړی مرستیال زورور او ملیشه يي ناندره ییز کس دی، خو په دې اړه نړیواله او ملي اجماع رامنځته شوې او د ټولو دا غوښتنه ده چې عدالت رامنځته شي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د ترک توکمو د سرتاسري شورا د غړو په حواله په خپلې یوې لیکنه کې لیکلي، دوستم جوزجان کې د حویلي پنجصد په نوم شخصي زندان لري.

په لیکنه کې راغلي، دوستم په دغه زندان کې زرګونه بې ګناه خلک بندیان کړي، د لیکونکي په خبره له ایشچي سره زور زیاتی یوازېنۍ پېښه نه ده، بلکې تر دې مخکې هم دوستم ګڼې دا ډول سرغړونې کړې دي.

په لیکنه کې د یادې شورا د غړي ګلاب الدین شریفي په حواله راغلي چې احمد ایشچي هم تر یوې مودې پورې په همدغه زندان کې ساتل شوی دی.

XS
SM
MD
LG