د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

جنبش ګوند: د دوستم او ایشچي قضیې ته باید لمن ونه وهل‌‌شي


د افغانستان جنبش اسلامي ګوند وايي، د جنرال دوستم او احمد ایشچي قضیه باید په ارامۍ سره وڅېړل شي.

یاد ګوند وايي، د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم او انجنیر احمد ایشچي له قضیې سیاسي استفاده شوې او باید په ارامۍ سره وڅېړل شي.

د دغه ګوند ویاند او د ولسي جرګې غړی بشیراحمد ته‌ینج وايي، ځینو کړیو له دې قضیې استفاده کړې، خو جنبش ګوند چمتو دی چې له مقابل لوري سره کېني او د دې قضیې لپاره چې د ده په خبره ادعا او تور دی حل لار ولټوي.

بشیر احمد ته‌ینج پرون شپه ازادي راډیو ته وویل چې روان کړکېچ ته په کتو د ده په خبره لازمه نه‌ده چې دا قضیه نوره هم لویه شي.

ته‌ینج: لازمه نه‌ده چې دا قضیه نوره هم لویه شي.
ته‌ینج: لازمه نه‌ده چې دا قضیه نوره هم لویه شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان روانو کړکېچونو ته په کتو دې ته لازمه نه ده چې یوه قضیه چې د ادعا او تور په حد کې ده لویه کړو او ټول پرې بوخت وساتو، ښه ده چې اجازه ورکړو دا قضیه په ارامۍ «خونسردۍ» حل شي او زموږ لوری چمتو دی چې که مقابل لوری ادعا ولري ورسره کېنو او د حل لار ولټوو."

ښاغلي ته‌ینج وویل له افغان ولسمشر سره یې کتلي او د ده په خبره ټول مشران د دې قضیې حل غواړي.

اخوا لویې څارنوالۍ د یوه کمېسیون په رأس کې د دې قضیې د څېړلو لپاره خپل کار پیل کړی دی.

د جوزجان پخواني والي انجنیر احمد ایشچي
د جوزجان پخواني والي انجنیر احمد ایشچي

د جوزجان پخواني والي انجنیر احمد ایشچي چې پنځلس ورځې په بند کې و ادعا کړې چې لومړۍ پنځه ورځې جنرال دوستم په خپل کور کې بندي کړی و او د وهل ټکولو تر څنګ یې هڅه کړې چې پرې جنسي تېری وکړي.

دې قضیې په ملي او نړیواله کچه تُند غبرګونونه وپارول او ټولو له افغان حکومته غوښتي چې دا قضیه په جدي توګه وڅېړي.

اخوا د احمدایشچي زوی بابُرایشچي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې قضیې پر څېړلو د حکومت د برلاسي توب په اړه ډاډ څرګند کړ او هیله یې وښوده چې دا قضیه په جدي توګه وڅېړل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا قضیه چې اوس نړیواله شوې ټول پرې خبر او خواشیني دي او د افغانستان نوم او حیثیت ته هم زیان رسوي، هیله من یو چې په جدي او قانوني توګه وڅېړل شي، افغان دولت قادر هم دی چې وکولای شي دا قضیه له عدلي او قضايي مراجعو وڅېړي، ښه ده چې معلومه شي په دې قضیه کې ملامت څوک دی او سلامت څوک دی."

ښاغلي ایشچي وویل چې جنرال دوستم له خپل واکه په استفادې له احمدایشچي سره د کلونو مخالفت غچ اخیستی خو هیله ده چې په دې برخه کې عدالت تامین شي.

وموغوښتل د جنرال دوستم او احمدایشچي د قضیې د تازه جزئیاتو په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم واخلو خو له څو ځله تماسونو سره سره څوک په دې اړه خبرو ته حاضر نه شول.

اخوا تر دې مخکې ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه بیان کې لیکلي چې افغان ولسمشر د پنجشنبې په ورځ له بېلابېلو حکومتي مشرانو او سیاستوالو سره خبرې کړي او ډاډ یې ورکړی چې د عدلي او قضايي بنسټونو له لارې به دې قضیې ته رسیدګي وشي.

راپور: صفی الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG