د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

باتور ایشچي د خپل پلار د نامعلوم برخلیک معلومولو غوښتنه وکړه


د جوزجان د پخواني والي او د هغه ولایت د یوه قومي مشر زوی چې په وینا یې پلار یې د جنرال دوستم له‌خوا له وهلو ډبولو وروسته بندي شوی وايي، د پلار د قضیې په اړه‌یې ټول سیمه‌ییز چارواکي غلي دي.

د احمد ایشچي زوی باتور ایشچي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې له پلار سره‌یې له تېرو یوولسو ورځو راهیسې اړیکه نه‌شته او د برخلیک په اړه‌یې کورنۍ اندېښنه لري.

ښاغلی ایشچي وايي چې په جوزجان کې د سیمه‌ییزو چارواکو په ګډون هېڅ‌څوک د دوستم په وړاندې نه‌شي درېدای ځکه نو باید مرکزي دولت دا موضوع وڅېړي.

نوموړي په دې برخه کې له مرکزي حکومته د مرستې او عدالت غوښتنه وکړه.

نوموړي زیاته کړه:

"د هغې جمعې ورځې راهیسې تقریباً یوولس ورځې کېږي چې د خپل پلار له برخلیکه هېڅ معلومات نه‌لرو، په جوزجان ولایت کې هم هېڅ کوم ارګان نه‌شته چې د جنرال دوستم په وړاندې ودرېږي او حقیقت ووايي، نو ځکه له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوو چې غلی پاتې نه‌شي او د پلار برخلیک مو رامعلوم کړي."

امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز تېره اوونۍ راپور خپور کړ چې یو پخوانی سیمه‌ییز چارواکی د جمهور رئیس د لومړي مرستیال له‌خوا د بُزکشۍ «وزلوبې» په میدان کې له وهلو ډبولو وروسته د زرې موټرو په واسطه نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی.

له دې وړاندې د جوزجان سیمه‌ییزو چارواکو ازادي راډيو ته ویلي و چې احمد ایشچي د امنیتي ځواکونو له‌خوا له وسله‌والو طالبانو سره د اړیکو په تور نیول شوی دی.

خو دا هغه موضوع ده چې د ایشچي کورنۍ یې ردوي او وايي چې د جنرال عبدالرشید دوستم کسانو هغه په رڼا ورځ د بُزکشۍ «وزلوبې» په میدان کې له وهلو وروسته له ځان سره یووړ.

هغه وايي چې پلار یې له جنرال دوستم سره سیاسي اختلافات درلودل.

وموغوښتل چې په دې اړه د افغانستان د لويې څارنوالۍ او حکومت غبرګون او یا اقدامات هم په راپور کې ولرو خو بریالي نه‌شوو.

خو د افغانستان د مشرانو جرګې مرستیال حسیب‌الله کلیمزی وايي چې د ملي یووالي حکومت کمزوری دی او فکر نه‌کوي چې د جنرال دوستم پر وړاندې دې دوسیه پرانيزي.

کلیمزی: فکر نه کوم چې د جنرال دوستم پر وړاندې دې دوسیه پرانيستل شي.
کلیمزی: فکر نه کوم چې د جنرال دوستم پر وړاندې دې دوسیه پرانيستل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"بدبختانه زه باوري یم چې د ملي یووالي حکومت به په دې ونه‌توانېږي چې د دغه مظلوم اواز د داسې یوه قدرتمند شخص پر وړاندې اودرېدلای شي ځکه حکومت کمزوری او ناتوانه دی."

هغه ازادي راډيو ته وویل چې داسې خپل سره کړنې او د چارواکو ظلمونه به د خلکو په وړاندې د حکومتوالۍ اعتبار نور هم کم کړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دې اړه د خبرو کولو څخه ډډه کوي، خو په یوه اعلامیه کې یې د جنرال دوستم دا کار د ژورې اندېښنې وړ بللی، لیکلي یې دي چې خپل سرې وهل ډبول یا بندي کول د قانون حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي.

د حقوقي چارو کارپوه سمر سیرت وايي چې د قانون په وړاندې ټول افغانان یو شان ځواب ویونکي دي او د جنرال دوستم کسانو دا کار هم د تعقیب وړ دی.

نوموړي زیاته کړه:

"واقعاً دا کار د یوه شخص د حقونو نقض دی، دا په دې معنی چې تعقیب کېدای شي، دا کار که جنرال دوستم کړی وي یا بل چا، دا په دې معنی چې موږ هېڅ کومه قوه نه‌لرو نه قضائیه، نه مقننه او نه اجرائیه هر څوک که هر څه کوي کولای یې شي."

خو له دې ټولو سره د جمهور رئیس د لومړي مرستیال دفتر ویلي چې ایشچي د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې وو او د هغوی له لوري نیول شوی دی.

د جنرال دوستم د دفتر رئیس عنایت‌الله بابر فرهمند ازادي راډیو ته وویل کومې کورنۍ چې دا تورونه لګولي باید ثابت‌یې هم کړي.

د حقوقي چارو کارپوه ښاغلی سیرت وايي، ښه دا ده چې دا موضوع د عدلي او قضایي ارګانونو له‌خوا وڅېړل شي او دولت په دې برخه کې خپل رول ثابت کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG