د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

جوزجان چارواکي: پخوانی والي "ایشچي" د امنیت ادارې په بند کې دی


د جوزجان امنیتي او سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت پخوانی والي احمد ایشچي دا مهال د ملي امنیت ادارې په بند کې دی.

د جوزجان امنیه قوماندانۍ وايي چې د هغه ولایت یو قومي مشر انجنیر احمد ایشجي امنیتي ځواکونو د وسله‌والو طالبانو سره د همکارۍ په تور نیولی دی.

د جوزجان امنیه قوماندان رحمت‌الله ترکستاني د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې هغه راپورونه بې‌بنسټه وبلل چې ګواکې ښاغلی ایشچي د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال له‌خوا بندي شوی دی.

نوموړی وايي چې د ایشچي د کورنۍ غړو هم تر اوسه دوی ته په دې اړه چې هغه د دوستم په بند کې دی شکایت نه‎دی کړی.

دی وايي:

"ایشچي صاحب له اوله د جنرال صاحب په بند کې نه‌و، د ملي امنیت سره خپل استخباراتي معلومات و او هغه اوس د ملي امنیت په بند کې دی، هغه له وسله‎والو مخالفینو سره د اړیکو درلودلو په تور نیول شوی دی."

دا په داسې حال کې ده چې له امریکا څخه چاپېدونکي نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې ایشچي له هغې وروسته د یوه زرهي موټر په واسطه بل ځای ته ولېږدول شو چې د جمهور رئیس لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د بُزکشی په یوه میدان کې وواهه.

په هغې وېډیو کې چې تېره جمعه خپره شوې لیدل کېږي چې د جمهور رئیس لومړی مرستیال د بُزکشۍ میدان ته راځي او ورڅخه تود هرکلی کېږي.

د جوزجان امنیه قوماندان د بُزکشۍ په میدان کې د فزیکې شخړې موضوع هم ردوي.

په همدې اړه مو د جوزجان له والي لطف‌الله عزیزي سره خبرې وکړې هغه وايي چې ښاغلی ایشچي د امنیتي ځواکونو له‎خوا نیول شوی دی.

دی وايي:

"څرنګه چې یوه امنیتي قضیه ده نو ځکه دی له جنرال صاحب سره نه‌دی، باید له امنیتي بنسټونو وپوښتل شي او دا کس د ملي امنیت سره بندي دی."

خو د ښاغلی ایشچي زوی انجنیر باتور بیا ازادي راډيو ته وویل چې پلار یې د بُزکشۍ له میدانه د جنرال دوستم کسانو وړی او بیا یې تیره شپه ملي امنیت ته سپارلی دی.

نوموړی وايي چې خلک او د جوزجان امنیه قوماندان د دې پېښې شاهدان دي:

"پلار مې په توره شپه کې نه‌دی وړی، له عام محضره‌یې وړی دی، د جوزجان خلک شاهدان دي، موږ له امنیتي او قضايي ادارو غواړو چې په دې اړه څېړنې وکړي او موږ د عدالت غوښتونکي یو."

ښاغلی باتور وايي چې پلار یې له جنرال دوستم سره سیاسي اختلافات درلودل.

په ورته وخت کې د لومړي مرستیال دفتر وايي، هغه تورونه چې د ایشچي کورنۍ په جنرال دوستم لګولي باید ثابت‌یې کړي.

د جنرال دوستم د دفتر رئیس عنایت‌الله بابر فرهمند ټینګار کوي چې ایشچي لا له وړاندې د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې و او د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوی دی.

د جنرال دوستم د دفتر رئیس عنایت الله بابر فرهمند
د جنرال دوستم د دفتر رئیس عنایت الله بابر فرهمند

ښاغلي فرهمند زیاته کړه:

"دا کس د وسله‎والو مخالفینو د تمویلولو په تور د امنیتي بنسټونو تر تعقیب لاندې و، له همدې امله د څېړنو په خاطر د امنيتي ځواکونو له‌خوا نیول شوی دی او هغه تورونه چې دوی لګولي باید ثابت‌یې کړي."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د جمهوري ریاست نظر هم ولري خو په ارګ کې چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG