د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

ولسمشر غني: د «ایشچي» موضوع به په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي


ولسمشر غني کابل کې د یو شمېر هېوادونو سفیرانو سره خپل دفتر کې د کتنې پرمهال.
ولسمشر غني کابل کې د یو شمېر هېوادونو سفیرانو سره خپل دفتر کې د کتنې پرمهال.

د افغان ولسمشر پر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د احمد ایشچي لخوا د ناوړه سلوک د ادعاوو په وړاندې د غبرګونونو په ترڅ کې په کابل کې د امریکا سفارت، د اروپایي ټولني دفتر او دغه راز یو شمېر د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو ډلو په دې اړه د افغانستان له حکومت څخه جدي غوښتنه کړې وه چې دغه قضیه دې په هراړخیزه توګه وڅېړي.

د یو شمېر اروپایي هېوادونو سفیرانو او دغه راز د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې سفیر نن پر دې موضوع له ولسمشر اشرف غني سره وکتل او په دې اړه یې خبري ورسره وکړې.

د ارګ لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې دغو سفیرانو او استازو د افغانستان د حکومت د هغه اعلان هرکلی او ملاتړ کړی چې ویلي یې دي په دې اړه هر اړخیزه څېړنه کوي.

خو دوی یو وار بیا ټینګار کوي چې دا څېړنه باید بې پرې او د قانون د حاکمیت په رڼا کې تر سره شي او له سرغړونکو سره حساب کتاب وشي.

​د اعلامیې له مخې ولسمشر همدغو سفیرانو ته ډاډ ورکړی چې حکومت مخکي په دې اړه خپل رسمي دریځ بیان کړی او د احمد ایشچي د ادعاوو موضوع به په هر اړخیزه توګه د عدلي او قضایې ارګانونو لخوا وڅېړل شي.

د اعلامیې مخې افغان ولسمشر ویلي چې د افغانستان حکومت د افغانستان د اساسي قانون او نورو قوانینو او دغه راز هغو تعهداتو ته چې د بشري حقونو په برخه کې یې له نړیوالو سره کړي، دا خپل اساسي مکلفیت بولي چې د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د خپلو وګړو د ځان، انساني کرامت او مصونیت مسئاله یقیني کړي.

ولسمشر غني نن په همدې اړه په هېواد کې دترکتبارانو قوم مشرانو سره په ارګ کې وکتل او هغوی ته یې د یادې قضیې د هر اړخیزې څېړنې ډاډ ورکړی.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي چې دا مسئاله به د عدلي او قضایي مراجعو له لارې په پوره استقلالیت سره تعقیب شي.

​دغه راز د افغانستان ولسي جرګې هم پر حکومت غږ وکړ چې د ملامت او سلامت د معلومولو په هدف دې د احمد ایشچي موضوع په جدي او عادلانه ډول وڅېړي.

د یادې جرګې لومړي مرستیال حاجي عبدالظاهر قدیر چې د چهار شنبې ورځې د عمومي غونډې ریاست یې هم په غاړه و، وویل چې د ادعاوو د ثابیتېدلو په صورت کې باید د احمد ایشچي سره د تاوتریخوالي عاملینو ته له قانون سره سمه سزا ورکړل شي.

قدیر:د تاوتریخوالي عاملینو ته باید له قانون سره سمه سزا ورکړل شي.
قدیر:د تاوتریخوالي عاملینو ته باید له قانون سره سمه سزا ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د جوزجان پخوانی والي او د ملي جنبش پخوانی مرستیال احمد ایشچي چې درې اوونۍ مخکې د بُزکشۍ له میدانه لادرکه شو تر خوشې کېدو وروسته یې له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې د ولسمشر د لومړي مرستیال له خوا نیول شوی او تاوتریخوالی ورسره شوی دی."

خو د ولسي جرګې یو بل غړی او د افغانستان د ملي جنبش ویاند بشیر احمد تینج دا ادعاوي یو اړخیزې، تورونه او دروغ ګڼي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا ادعاوې یو اړخیزې دي، تورونه او دروغ دي، ایشچي د ولسمشر له لومړي مرستیال سره ستونزه لري، په دې برخه کې هم د افغانستنان ملي جنبش او هم لومړي مرستیال چې په کابل کې دی خپل غبرګونونه لري او د افغانستان خلکو او ملت لپاره موږ خپلې څرګندونې لرو."

اوس به معلومه شي چې د ښاغلي دوستم په خلاف د احمد ایشچي ادعاوې څومره رېښتینې ثابتېږي او ایا د حکومت خبره او عمل د یادې قضیې په څېړلو کې یوشان دی که څنګه؟

XS
SM
MD
LG