د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۳

بشري حقونو کمېسیون: د ایشچي قضیه کې مجرم دې مجازات شي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د احمد ایشچي په قضیه کې چې هر لوری مجرم وپېژندل شي باید د هېواد د نافذه قوانینو له مخې مجازات شي.

دې کمېسیون د چهارشنبې په ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې حکومت دې د قانوني تدابیرو له اجرأ سره د خپل‌سرو او بشري سرغړونو مخه ونیسي او په ټولو خلکو دې د قانون د یو شان پلي کېدو ډاډ وښيي.

د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي د سې شنبې په ورځ ادعا وکړه چې د جمهور رئیس د لومړي مرستیال له‎خوا بندي شوی او د بند په دې موده کې نوموړي خپلو خلکو ته پر ده د جنسي تیري امر کاوه.

هغه وايي چې د دوستم او کسانو له‎خوا یې په جنسي ډول ډېر ځورول شوی دی.

د بشري حقونو کمېسیون یوه کمېشنر عبدالرحمان هوتک ازادي راډیو ته وویل چې دا ادعا د بشري حقونو ښکاره سرغړونې ښيي چې باید په جدي ډول وڅېړل شي.

د بشري حقونو کمېسیون یو کمېشنر عبدالرحمان هوتک
د بشري حقونو کمېسیون یو کمېشنر عبدالرحمان هوتک

ښاغلي هوتک زیاته کړه:

"حکومت باید دې قضیې ته په عادي توګه ونه‌ګوري، باید له ټولو امکاناتو سره دا موضوع په هر اړخیز ډول وڅېړي، ځکه چې دا قضیه د ټولو انساني، بشري، دیني او نورو موازینو سره په ټکر کې ده چې که ثابته شي مرتکبین‌یې د مجازات وړ دي."

جمهوري ریاست د دې قضیې اړوند په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي هر هغه څه چې د څېړنو په نتیجه کې ثابت شي، د عدلي او قضايي ارګانونو له‎خوا به‌یې په اړه بې‌پرې اقدامات تر سره شي.

احمد ایشچي ویلي چې شاوخوا درې اوونۍ وړاندې عبدالرشید دوستم په جوزجان کې د بُزکشۍ له یوه میدانه پورته کړی بیا پنځه ورځې د دوستم په شخصي زندان کې و خو وروسته بیا د ملي امنیت نظارت خونې ته وسپارل شو.

هغه وايي چې په دې موده کې جنرال دوستم پر هغه د جنسي تېري هڅه وکړه او خپلو ۱۰ کسانو ته‌یې هم پر ده د جنسي تېري او عکسونو اخیستو ټینګار کاوه.

د لومړي مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې بیا راغلي چې د څه مودې راهیسې د نامعلومو کړیو له‌خوا د جنرال دوستم د بدنامېدو او تخریبولو هڅه روانه ده.

خو له دې ټولو سره د افغانستان د فرهنګ بنسټ او مدني ټولنې مسؤل تیمور حکیمیار وايي چې دا قضیه باید د یوه حقیقت موندونکي کمېسیون له‎خوا په هر اړخېز ډول وڅېړل شي.

نوموړی وايي:

"دا قضیه باید د یوه بې‌طرفه بنسټ له لوري چې په هغې کې دې د مدني ټولنو، بشري حقونو، رسنیو او هغو حقیقت موندونکو له‎خوا چې دولت‌یې لازم ګڼي وڅېړل شي، ځکه د تېري ډېرې قضیې حکومت په پیل کې جدي نیولي خو وروسته‌یې بیا رنګ بایللی او ان ورکې شوې دي."

له دې وړاندې اروپايي ټولنې، د بخښنې نړیوال سازمان، د امریکا، بریتانیا، کاناډا، ناروې او اسټرالیا سفارتونو د احمد ایشجي سره په دا ډول چلند اندېښنه ښودلې او د موضوع د څېړنې غوښتنه‌یې کړې ده.

د حقوقي چارو کارپوه خالد سادات وايي چې که د عدلي او قضايي ارګانونو له‎خوا دا قضیه په عادلانه توګه ونه‌څېړل شي په هېواد کې به لا ډېرو خپل‌سریو ته زمینه برابره او د حکومتي بنسټونو په وړاندې به د خلکو باور ته لوی زیان ورسېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG