د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۴

د ایشچي ادعاوو د نړيوالو ورځپاڼو پام ځانته اړولی دی


د افغان ولسمشر پر لومړي مرستیال د یوه قومي متنفذ او د جوزجان د پخواني والي ادعاوو د نړیوالو ورځپاڼو پام ځانته اړولی دی.

احمد ایشچي پر جنرال عبدالرشید دوستم تور لګولی چې هغه یې په خپل کور کې بندي کړی او ناوړه چلند یې ورسره کړی دی.

نیویارک ټایمز لیکي:

د دوستم او ایشچي ترمنځ سیالۍ له درېيو لسېزو راهيسې روانه ده. دا په دې معنی چې له هغو ورځو راهيسې چې د افغانستان کمونېست حکومت د پخواني شوروي اتحاد ملاتړ درلود.

ورځپاڼه ليکي:

ايشچي هغه مهال د جنرال دوستم تر لاس لاندې له کار کولو څخه ډډه کړې وه.

د ورځپاڼې په وينا، ايشچي د يوه سياسي شخصيت په توګه پاتې شو چې دوستم نه شو کولای د افغانستان په شمال کې يې تر کنټرول لاندې کړي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼه لیکي:

پخوا هم پر جنرال دوستم له بشري حقونو د سرغړونو تورونه پورې شوي دي.

ورځپاڼې په افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د مشرې څېړونکې، پاتريشيا ګاسمن له خولې ليکلي:ګ

په ټول افغانستان کې ټول جګړه ماران او زورواکي په معافیت سره خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي.

لاس انجلس ټايمز هم د جنرال دوستم پرضد د احمد ايشچي تورونو ته کتلي دي.

د ورځپاڼې په وينا، دا موضوع په افغانستان کې د قانون د حاکميت په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

لاس انجلس ټايمز د ايشچي له خولې لیکي چې دوستم دی په شبرغان ښار کې په خپل کور کې بندي کړی و او کسانو یې دی په تکراري توګه ځورولی دی.

ورځپاڼه د دغه قومي منتقد له خولې لیکي چې د دوستم په وينا د لسو کسانو له خوا ورباندې جنسي تېری شوی دی.

لاس انجلس ټایمز د جوزجان د يوه ځايي چارواکي له خولې لیکلي چې ايشچي وروسته د ځايي استخباراتي ادارې چارواکو ته سپارل شوی و.

د دې ورځپاڼې په وينا، دغه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخېستل شي، ويلي:

موږ شپږ ورځې د ايشچي درملنه وکړه او يو ډاکټر ته مو دنده وسپارله چې ورته دوا وليکي، ځکه پر ځان یې ټپونه و.

XS
SM
MD
LG