د «زده کړې نه شي تم کېدای» (Education Connor wai) په نوم د ملګرو ملتونو صندوق ویلي، د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیزونو له امله ۲،۲ میلیون نجونې له زده کړو بې برخې شوي چې دا شمېره ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې له څلور میلیون واوړي.
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له طالبانو وغوښتل چې که غواړي افغانستان له نړیوالې ټولنې سره یو ځای شي باید لازم ګامونه واخلي او د افغانستان د نړیوالو ژمنو درناوی وکړي.
د مارچ د اتمې یا د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د خبریالانو ملاتړو بنسټونو ویلي چې افغان ښځینه خبریالانې له بې ساري فشار سره مخامخ دي. دوی ویلي، له دې محدودیتونو سره سره بیا هم دغه خبریالانې د حقیقتونو په برملا کولو کې د پام وړ رول لري.
ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د ښځو د نړیوالې ورځې د بدلونونو لنډ تاریخ خپور کړی، چې پکې د تېرې پیړۍ مهمې شیبې او لاسته راوړنې راخېستل شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستندویه دفتر (یوناما) له طالبانو غوښتي چې پر افغان ښځو لګول شوي بندیزونه لرې کړي.
په ننګرهار کې بېسرپرستې او بېوسه مېرمنې وايي، غربت او اقتصادي ستونزو دومره سرګردانه کړي، چې نه له خپلو حقوقو خبرې دي او نه هم د ښځو له نړیوالې ورځې.
یو شمېر افغان مېرمنو، د ښځو د حقونو فعالانو او بېلابېلو معترضو خوځښتونو د مارچ د اتمې، د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت، د افغانستان دننه او بهر د حق غوښتنې اعتراضونه پیل کړي دي.
د پولیو واکسین کمپاین نن دوشنبه د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې پیل شو. د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت او «له پولیو څخه پاک افغانستان» سازمان وايي چې په دې څلور ورځني کمپاین کې به نږدې ۶،۳ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، واکسین شي.
نور راوښيه