د ملګرو ملتونو علمي، تعلیمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د شنبې په ورځ، د مارچ پر اتمه، د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، په خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه لیکلي:
"د نجونو د زدهکړې حق د مذاکرې وړ نه دی. افغانستان یوازینی هېواد دی چې له ۱۲ کلنۍ پورته نجونې له زدهکړو محرومې دي."
یونسکو خبرداری ورکړی چې دا مهال شاوخوا یو نیم میلیون افغان نجونې له ثانوي زده کړو څخه قصداً محرومې شوې دي. که دا بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، د محرومو نجونو شمېر به له ۴ میلیونو واوړي.
"زدکړې تمېدی نشي" صندوق: د نجونو پر زده کړو بندیز ظالمانه دی
د ملګرو ملتونو د "زدکړې تمېدی نشي" صندوق د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د دې بنسټ د اجرائیوي مشرې، یاسمین شریف، له قوله لیکلي:
"د نجونو پر زده کړو بندیز ظالمانه او ویجاړوونکی دی، او باید پای ته ورسیږي."
نوموړې ټینګار کړی چې تعلیم د افغان نجونو د راتلونکي لپاره اساسي اهمیت لري:
"زده کړې کولی شي د افغان ځوانانو ترمنځ هیله ژوندۍ وساتي، هغوی ته د ودې او پرمختګ فرصت ورکړي، ترڅو بالاخره خپل هېواد ته ګټور ثابت شي."
د زدهکړو بندیز؛ زده کوونکې، ښوونکي او فعالان څه وايي؟
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې د نجونو پر مخ د شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي.
په داسې حال کې چې ۱۲۶۷ ورځې د دې بندیز له پلي کېدو تېرېږي، یو شمېر محرومې زده کوونکې، ښوونکي، او د زده کړو فعالان د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کوي.
کبرا او زهرا، چې له زده کړو محرومې شوې دي، وایي:
زده کونکې کبرا:
"موږ د باکیفیته او برابرې زده کړې غوښتونکي یو. زده کړه زموږ حق دی، او باید داسې شرایط برابر شي چې ټولې نجونې ښوونځیو ته لاسرسی ولري، ترڅو خپلو هیلو ته ورسېږو."
زده کونکې زهرا:
"له نړیوالو حکومتونو او بنسټونو غواړو چې د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره نور هم فشار راوړي او د ښځو او نجونو غږ واوري. یوازې ستاسو له ملاتړ سره کولی شو افغان نجونو ته روښانه راتلونکی برابر کړو، چیرې چې زده کړه یو حق وي، نه یو خوب."
ګلرخ ارمل، د نجونو د ښوونځي یوه ښوونکې، وایي:
"زموږ یوازینی غوښتنه دا ده چې بېرته ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي، ترڅو موږ، افغان نجونې او ښځې، خپلې زده کړې ته دوام ورکړو. هیله لرم چې نن موږ ته د ښوونځیو د خلاصېدو خوښ خبر راورسېږي."
فضل الهادي وزین، د زده کړو فعال، وایي:
"لومړنی اساسي غوښتنه مو دا ده چې ښځې او نجونې د خپل اساسي، انساني، اسلامي او ملي حق په توګه زده کړو ته لاسرسی ولري."
که څه هم د طالبانو حکومت ټینګار کوي چې د ښځو حقوق د "اسلامي شریعت" په چوکاټ کې تأمین شوي، خو د واک له ترلاسه کولو راهیسې، نه یوازې دا چې یې د نجونو د زده کړو مخه نیولې، بلکې هغوی یې له ډېرو دولتي ادارو، ټولنیزو، سیاسي، کلتوري فعالیتونو، او تفریحي ځایونو څخه هم منع کړې دي.
نړیوال سازمانونه، د ملګرو ملتونو استازي، او د بشري حقونو مدافعین په پرلهپسې توګه له طالبانو غواړي چې د نجونو د زده کړو دروازې بېرته پرانیزي، خو تر دې دمه د طالبانو دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.