د لاسرسۍ وړ لېنکونه

 
د ښځو نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې افغان ښځو ته دې د تعلیم په شمول اساسي حقونه ورکړي
تازه خبر
شنبه ۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۹

د ښځو نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې افغان ښځو ته دې د تعلیم په شمول اساسي حقونه ورکړي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستندویه دفتر (یوناما) له طالبانو غوښتي چې پر افغان ښځو لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

یوناما د شنبې په ورځ د مارچ ۸مه، د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، په خپل فېسبوک پاڼه خپور کړي بیان کې ویلي، چې دې بندیزونو ښځې له هر ډول بنسټیزو حقونو محرومې کړې دي.

په بیان کې د یوناما د مشرې روزا اوتانبایووا له قوله ویل شوي، افغان ښځې له "فوق العاده" ننګونو سره مخ دي، خو سره له دې، د ټولنې په مختلفو برخو کې مهم رول لوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو، چې نړۍ د افغانستان په اړه ناسم معلومات خپروي.

نن د مارچ ۸مه، د ښځو نړیواله ورځ افغان مېرمنې په داسې حال لمانځي، چې په افغانستان کې نجونې او ښځې د زده کړو او کار د حق په شمول له خپلو لومړنیو اساسي بشري حقونو محرومې دي.

په دې لړ کې یو شمېر افغان ښځو د مارچ د اتمې په مناسبت پر افغان ښځو د لګیدلو محدویتونو د لرې کیدو لپاره په بیلابېلو بڼو مدني اعتراضونه پیل کړي دي.

په افغانستان دننه او بهر، د ښځو د حقونو فعالانې او معترضانې وایي، چې په هر ډول شرایطو کې به خپلو مبارزو ته دوام ورکړي.

د کابل د معترضو ښځو د ډلې غړې، لیمې امیري، ازادي راډیو ته وویل:
"افغانستان کې ټولې ښځې له زیاتو ستونزو سره مخ دي، خو معترضې ښځې، چې د افغان ښځو غږ پورته کوي، له ګواښونو سره مخ دي. سره له دې، موږ ویاړو چې خپلو مبارزو ته دوام ورکوو. د نړۍ ښځې باید له موږ سره ودرېږي، څو د طالبانو لخوا اخیستل شوي حقونه بېرته ترلاسه کړو."

له افغانستانه بهر د افغان ښځو هڅې

که څه هم په افغانستان کې دننه معترضې مېرمنې د بندیزونو له امله نشي کولی واټونو ته راووځي، خو لا هم په بېلابېلو بڼو خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

په جرمني کې مېشتې د ښځو د حقونو فعالې، رقیې ساعي، د مارچ په ۸مه ازادي راډیو ته وویل:
"مهمه ده چې د مارچ په اتمه د افغان ښځو وضیعت ته پام وشي . افغان ښځې په بدترین حالت کې ژوند کوي. افغانستان ورته زندان شوی، او که هلته هره ښځه د اعتراض غږ پورته کړي، نو شکنجې، زندان، سپکاوي، او حتا وژلو سره مخ کېږي. له نړیوالو مو غوښتنه دا ده، چې د افغان ښځو د وضعیت د بدلون لپاره عملي او پایله لرونکې ناستې وکړي. په تېرو څلورو کلونو کې هېڅ ناستې او خبرې ګټورې نه وې، بلکې طالبانو خپلو بندیزونو ته دوام ورکړی."

نړیوال غبرګونونه او د بشري حقونو سازمانونه

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د جمعې په ورځ، د مارچ ۷مه، په خپور کړي بیان کې ویلي، چې افغان ښځې له سختو ننګونو سره سره، د خپل ژوند په قیمت د خپل برخلیک لپاره اعتراضونه تنظیموي، او د طالبانو "جنایتونه" برملا کوي.

دې سازمان ټینګار کړی، چې اوس نړیواله ټولنه او قضايي ارګانونه باید د طالبانو د حساب ورکولو قانوني پروسه پر مخ بوځي.

همدارنګه، د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي، او کلتوري سازمان (یونسکو) د مارچ ۷مه، په خپل بیان کې ټینګار کړی، چې د افغان ښځو د حقونو د تأمین ملاتړ کوي.

دا سازمان پرون په پاریس کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه د یوې سترې غونډې کوربه و.

په یونسکو کې د اتریش استازولۍ هم ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو او نجونو د تعلیم، کار او د بیان ازادۍ له حقونو څخه دفاع وکړي.

طالبان: د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي

سره له دې چې نړیوال سازمانونه د افغان ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي، د طالبانو حکومت ادعا کوي، چې د شریعت پر بنسټ یې د ښځو په ګډون، د ټولو افغانانو حقونه ټینګ کړي.

خو خو طالبانو، له هغې راوروسته چې په ۲۰۲۱ کال اګست کې واک ته رسیدلي، د زده کړو، کار، او عامه ژوند په ګډون، پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG