د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې، روزا اوتونبایوا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوشنبې د ورځې غونډې ته وویل چې عام افغانان د خپلې لا زیاتې انزوا په اړه اندېښمن دي.
په دې غونډه کې د پاکستان، چین، بریتانیا او نورو غړو هېوادونو استازو هم ویناوې وکړې.
دا غونډه چې د ډنمارک په مشرۍ د افغانستان د وضعیت ارزونې لپاره جوړه شوې وه، میرمن اوتونبایوا په کې وویل که طالبان غواړي افغانستان بېرته د نړیوال نظام برخه شي، نو باید اړین ګامونه پورته کړي او د افغانستان نړیوالو ژمنو درناوی وکړي.
هغې زیاته کړه:
"دا د اوسنیو واکمنانو مسؤلیت دی چې وښيي ایا غواړي افغانستان بیا د نړیوال نظام برخه شي؟ که هو، نو ایا دوی دې ته چمتو دي چې لازم اقدامات ترسره کړي؟"
میرمن اوتونبایوا وویل، د افغانستان اوسنيو واکمنانو ددې هېواد نړیوالې ژمنې د خپلې خوښې له مخې منلي یا رد کړي دي. ځینې یې د ملي حاکمیت او د دودیزو ارزښتونو د تضاد په پلمه رد کړي دي.
هغې زیاته کړه چې یوناما او د ملګرو ملتونو کورنۍ د افغانستان په ګوټ ګوټ کې له بېلابېلو قشرونو سره په دوامداره تماس کې دي.
د افغان ښځو پر وړاندې دوامداره محدودیتونه
میرمن اوتونبایوا وویل، د افغانانو یو زیات شمېر له یوناما سره خپلې اندېښنې شریکوي او د خلکو د شخصي ژوند پر څرنګوالي د اوسنیو واکمنو د محدودیتونو او په کې له لاسوهنو بیزاره دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وویل، سره له دې چې نړیواله ټولنه او اکثریت افغانان د نجونو او ښځو پر زدهکړو او فعالیتونو لګول شوي محدودیتونه غندي او پای ته رسول یې غواړي، تر اوسه په دې برخه کې د افغانستان اوسنیو واکمنو هیڅ ډول نرمښت نه دی ښودلی.
هغې زیاته کړه چې دا بندیزونه اوس څلورم کال ته داخلیږي، او واکمن ددې پر ځای چې نرم یې کړي د ۲۰۲۳ کال د ډیسمبر په میاشت کې یې د طبي انستیتیوتونو دروازې هم د ښځو پر مخ وتړلې.
د افغانستان د بشري حقونو فعالې او د "همدلي کمپاین" بنسټګرې، آزاده راز محمد، هم په دې غونډه کې وینا وکړه.
هغې وویل چې طالبانو په لږ تر لږه ۱۲۶ فرمانونو کې ښځې له خپلو اساسي حقونو بېبرخې کړي دي.
"آن د ښځې څېره لیدل او د هغې غږ اورېدل په عام محضر کې اوس جرم ګڼل کېږي. هغوی په کورونو کې بندیانې شوې، ان له کړکۍ د باندې کتل هم پرې بند دي."
آزادې وویل، افغان ښځې او نړیوال کارپوهان دا سیستماتیک ظلم جنسیتي تبعیض بولي.
طالبانو تر اوسه د دې څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښوولی، خو تر دې وړاندې یې د ښځو حقونه د افغانستان داخلي مسئله بللې او ادعا یې کړې چې د ښځو حقوق د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.
د طالبانو حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد، تېره اوونۍ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته په خبرو کې د یوناما ماموریت ته په اشاره وویل چې دا اداره د افغانستان په اړه نړیوالو ته "منفي ذهنیت" ورکوي.
نسبي امنیت، خو له حقونو محرومیت
روزا اوتونبایوا وویل، د تېرو درې نیمو کلونو په جریان کې افغانانو د طالبانو تر واک لاندې د جګړې له نشتوالي، د سړکونو له امنیت او د نارینهوو لپاره د نسبي ازاد تګ راتګ هرکلی کړی، خو دا هغه سوله نه ده چې دوی پهکې د بشري حقونو په سیوري کې او د روښانه راتلونکي په هیله ژوند وکړي.
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د افغانستان د بشري ناورین په اړه هم اندېښنه وښوده.
هغې وویل، افغانان د جګړو، فقر او د اقلیمي بدلون له امله له سختو ستونزو سره مخ دي. د یوناما د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان ۲۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
هغې زیاته کړه چې د بشري مرستو د کمښت له امله یوازې د تېرې میاشتې په جریان کې له ۲۰۰ زیات روغتیايي مرکزونه تړل شوي او نژدې دوه میلیونه کسان له روغتیايي خدماتو بېبرخې شوي دي.
اوتونبایوا د نړیوال بانک له هغې پرېکړې مننه وکړه چې تېره اوونۍ یې د افغانستان د روغتیايي سکتور د ملاتړ لپاره ۲۴۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه. دا مرسته به تر ۲۰۲۶ کال پورې دوام وکړي.