د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۳

د رسنیو ملاتړي بنسټونه: ښځینه خبریالانې له بې ساري فشار سره مخ دي


ښځینه خبریالانې، ارشیف
ښځینه خبریالانې، ارشیف

د مارچ د اتمې یا د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د خبریالانو ملاتړو بنسټونو ویلي چې افغان ښځینه خبریالانې له بې ساري فشار سره مخامخ دي. دوی ویلي، له دې محدودیتونو سره سره بیا هم دغه خبریالانې د حقیقتونو په برملا کولو کې د پام وړ رول لري.

د رسنیو يو شمېر ملاتړي سازمانونونه وايي په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د افغانستان د بیان ازادۍ کور د شنبې په ورځ د مارچ د اتمې، د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله اکس پاڼه (پخوانی ټویټر) په یوه بیان کې لیکلي، په افغانستان کې ښځینه خبریالانې له داسې ستونزو سره مخ دي چې تصور یې نشي کیدای.

خو په بیان کې راغلي له نیونو، ګواښونو او تاوتریخوالي سره سره لا هم دوی د حقیقتونو په رابرسیره کولو سره مخکښې دي.
دغه بنسټ زياتوي، له کله چې طالبان په دغه هیواد کې بيا واک ته رسېدلي، په افغانستان کې ۸۶ سلنه ښځینه خبریالانې بې دندو شوي او یا هم نشي کولای په ازاد ډول په رسنیو کې کار وکړي.
په بیان کې راغلي چې په دې موده کې ګڼې خبریالانې ګواښل شوي، وهل شوې، آن بندیانې شوې دي، او اوس له اقتصادي ستونزو، وېرې او رواني فشارونو سره لاس او ګرېوان دي.


د بیان د ازادۍ کور دغه شان زیاتوي چې په ډیری ولایتونو کې هېڅ خبریاله میرمن نشته او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د ښځینه خبریالانو د خوندیتوب او پیاوړتیا لپاره جدي اقدام وکړي.
د بدخشان ولایت اوسېدونکې او خبريالې چې د موضوع د حساسیت له امله ونه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل"سره له دې چې د حجاب په رعایتولو سره ښځو ته د رسنیو د کار اجازه شته، خو زموږ په ولایت کې ښځې یوازې له کوره د راډیو لپاره کار کولای شي. دفتر ته د تګ اجازه نشته، ژوندۍ خپرونې منع دي، او د امکاناتو کمښت او د رسنیو اقتصادي ستونزې زموږ لپاره لویې ننګونې دي. موږ اوس له کوم امتیاز پرته، یوازې د علاقې له مخې کار کوو."

د پروان ولایت یوې اوسېدونکې او خبريالې هم چې د ورته ستونزې له امله یې ونه غوښتل په راپور کې نوم یاد شي ازادي راډيو ته وويل"څه موده مخکې بې دندې شوم. هغه رسنۍ چې ما پکې کار کاوه، د اقتصادي ستونزو له امله وتړل شوه. د ښځینه خبریالانو لپاره دنده پیدا کول خورا ستونزمن کار دی، ځکه رسنۍ هغوی ته ډېر لږ فرصت ورکوي."

د طالبانو حکومت وايي چې دوی د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو پر بنسټ له خبریالانو او رسنیو ملاتړ کوي.
خو د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له لوري پر ښځینه خبریالانو لګېدلي محدودیتونه د اندېښنې وړ بولي.
د دې مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې کمېټې مشرې سمیې ولي زاده، ازادي راډيو ته وویل"په تېرو دریو کلونو کې طالبانو د رسنیو د محدودولو لپاره ٢٢ کړنلارې صادر کړې دي، چې اووه یې د ښځو په اړه دي. هغوی نشي کولای خبري غونډو کې ګډون وکړي، نارینه مېلملنه راوغواړي، یو نارینه همکار سره خپرونه وچلوي او په ځینو ولایتونو کې ښخې له رسنیو محرومې شوې دي دي."
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت دغه شان په تلویزیونونو کې ښځیه ویونکو ته ویلي چې باید مخونه یې یا لږ تر لږه ماسک یې تړلی وي.

XS
SM
MD
LG