د ازادي راډیو خبریاله
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتروایي، سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ځینې روغتیایي، ښوونیزې، خوراکي او د سرپناه لپاره بشري مرستې د قطع کېدو له خطر سره مخ دي. " اوچا " په یو تازه راپور کې اندېښنه ښودلې چې د بودجې نشتوالي په افغانستان کې د دوی پر دغو ژوند ژغورونکو مرستو ژوره اغېزه کړې ده.
د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د نجونو د زده کړو په اړه نړیوال کنفرانس پیل شو. په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د نجونو د زده کړو په اړه په کې بحثونه کېږي. له تعلیم محرومې افغان نجونې او د ښځو د حقونو فعالانې له دې ناستې تمې لري چې پر طالبانو به فشارونه وارد کړي څو نجونو ته د تعلیم زمینه برابره شي
یو شمېر افغان سوداګر ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې په افغانستان بانک کې له خپلو بانکي حسابونو تعین شوې اندازه پیسې نه شي ایستلی. د طالبانو د حکومت تر کنټرول د افغانستان بانک د بیان له مخې چې یو نیم کال وړاندې یې خپور کړی وه په میاشت کې له شرکتي حسابونو د ۴۰ زرو ډالرو ایستل تعین شوي.
د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت دغو موسسو او انجوګانو ته خبرداری ورکړی چې که د دوی امر ونه مني او ښځې پر دندو وګماري، جوازونه به یې لغوه کړي. اکبر همغږې کوونکې موسسې په حواله راغلي چې په روغتیا او پوهنه برخه کې ښځینه کارکوونکې له دې بندیزه مستثنی دی.
تېره شپه د افغانستان په ځینو سیمو کې واوره اورېدلې ده. یو شمېر بې وزلې کورنۍ وايي، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. د دې وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) ویلي چې، په افغانستان کې ډېری اړمنې کورنۍ د خپلو خونو د تودولو او د خوړو برابرولو ترمنځ له انتخاب سره مخامخ دي.
نور راوښيه