ډبليو ایف پي په خپل تازه راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ یې خپور کړی، ویلي چې د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي توکو نرخونه د تېرو اوونیو پرتله یو څه بدل شوي. د راپور له مخې، د وریژو او بورې بیې لوړې شوې، خو د افغانۍ د نسبي ثبات له امله د ځینو نورو خوراکي توکو بیې بیا ټیټې شوې دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تورخم لار د فیبرورۍ له ۲۱مې راهیسې د طالبانو د تاسیساتو د جوړولو په غبرګون کې د پاکستاني ځواکونو له خوا تړل شوې ده.
د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو له امله اندېښمن دي. ددې ولایت یو اوسیدونکي سر تاج ازادي راډیو ته وویل:
"له يوې خوا روژه ده، له بلې خوا هغه توکي چې له پاکستانه راځي، ګران شوي دي. موږ ته یې جدي ستونزې جوړې کړي. د سبزیجاتو او خوراکي توکو بیې لوړې شوې، بوره چې مخکې ۳۰۰ افغانۍ وه، اوس ۴۰۰ ته رسېدلې ده، سېمېنټ هم ګران شوی."
محب الله د ننګرهار بل اوسیدونکی دی چې ورته خبره کوي:
"د یو کیلو رومیانو بیه ۱۰۰ افغانۍ شوې، نور خوراکي توکي هم ګران شوي، سون توکي هم ګران شوي، د بورې او سبزیجاتو بیې لوړې شوې دي."
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګریزې خونې یو مسول خان جان الکوزی هم د تورخم د بندېدو له امله د یو شمېر توکو د بیو د لوړوالي پخلی کوي.
"دې کې هېڅ شک نشته، هغه مواد چې له پاکستانه راځي، لکه مېوه، سبزي، غوړي او وریجې، د هغوی بیې لوړې شوې او نور به هم لوړې شي. نور مواد، لکه اوړه، غنم، تېل او بوره، له شماله راوړو، خو خصوصي سکتور او خلک ټول د فشار لاندې دي. تر هغه چې حکومتونه خبرې ونه کړي او د حل لاره ونه مومي، دا ستونزه نه حلېږي. پاکستان تل فشار راولي، که نن حل شي، سبا بېرته نه حلېږي، نو افغانان باید د بدیلو لارو کار واخلي."
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د شخړو له امله تورخم دروازه د مسافرو او سوداګرو پر مخ تړل کېږي. پخوا هم څو ځله دا لار تړل شوې، چې زیان یې تر ډېره عامو خلکو ته رسېږي.