خو د طالبانو حکومت او هند دواړو دا ادعاوې رد کړې دي.
د پاکستان د پوځ ویاند شریف چوهدري د جمعې په ورځ په اسلاماباد کې د خبري کنفرانس پر مهال وویل چې په بلوچستان ایالت کې پر مسافر وړونکي اورګاډي د ترهګرو له لوري برید کې «افغاني او هندي وسلې» کارول شوي دي.
تر دې یوه ورځ مخکې هم د پاکستان پوځ او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې وه چې په بلوچستان کې پر اورګاډي بریدکوونکي په افغانستان کې له خپلو ملاتړ وسلوالو سره په تماس کې وو.
خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکس/پخواني ټویټر پاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې د پاکستان د حکومت دا ادعاوې رد کړې. هغه له پاکستانه وغوښتل چې له غیرمسؤلانه څرګندونو ډډه وکړي او پر خپل کورني امنیت تمرکز وکړي. دغه وزارت همداراز د دې پېښې له امله د بېګناه خلکو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې.
د جمعې په ورځ د پاکستان د پوځ ویاند چوهدري هند د بلوچستان او پاکستان د نورو ناامنیو «اصلي ملاتړی» وباله.
خو هندي رسنیو د هند د بهرنیو چارو وزارت د ویاند راندیر جیسوال په حواله ویلي، نړۍ ښه پوهېږي چې د ترهګرۍ مرکز چېرې دی. هندي رسنیو د جیسوال له قوله زیاته کړې چې پاکستان دې پر نورو هېوادونو د تور لګولو پر ځای خپلې کورنۍ ستونزې حل کړي.
ځینې افغان پوځي او امنیتي کارپوهان باور لري چې پاکستان دا مهال د هغه څه بیه پرې کوي چې خپله یې په جوړولو کې لاس درلود.
د پوځي چارو کارپوه اختر راسخ ازادي راډیو ته وویل:
"زه فکر کوم چې دا لوبه په خپله د پاکستان استخباراتو پیل کړې وه. پاکستان د سیمې د ناامنۍ او د افغانستان او هند د رژیمونو د ړنګولو لپاره دا ترهګر ګروپونه وروزل. اوس د پاکستان استخبارات خپله کړنه داسې تحلیلوي او ښیي چې ګواکې د دوی پر وړاندې د هند او طالبانو له ادرسه بالمثله عمل کېږي. دا لوبه دوی خپله شروع کړې وه او اوس په کې خپله سوځي."
یو شمېر برحاله یا متقاعده پاکستاني چارواکو که څه هم په پخوانیو کلونو کې د افغان طالبانو د ملاتړ خبره تر یوه حده منلې، خو تل یې د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بیلتونپالو پر ضد د سختو اقداماتو او پوځي علمیاتو ټینګار کړی.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف هم د پنجشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې طالبان تورن کړل چې ګواکې «زرګونه ترهګر جنګیالي» یې له زندانونو خوشې کړي، چې اوس په پاکستان کې جنګېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سهشنبې په ورځ وسلهوالو بلوڅ بېلتونپالو پر یوه اورګاډي برید وکړ او تر ۴۰۰ ډېر مسافر یې یرغمل کړل. تر دې برید وروسته پاکستان اعلان وکړ چې د دوی پوځي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ټول ۳۳ بریدګر وژلي دي.
خو بلوڅ ازادي بښونکي ځواک ډلې د پاکستان د پوځ دا ادعا رد کړې ده.