د لاسرسۍ وړ لېنکونه

 
مارک روبیو: طالبان د ترهګرو ډلو پر ضد ځینې وختونه همکاري کوي، خو ځینو مواردو که نه
تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۵

مارک روبیو: طالبان د ترهګرو ډلو پر ضد ځینې وختونه همکاري کوي، خو ځینو مواردو که نه


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو د (د فبرورۍ ۲۰) له کاناډایي-امریکایي خبریالې کاترین هریج سره په ځانګړې مرکه کې د طالبانو له لوري د ترهګرو ډلو د ځپلو پر څرنګوالي خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، طالبان په ځینو مواردو کې د ترهګرۍ ضد همکاري کوي، خو په ځینو نورو کې بیا دا همکاري نه تر سترګو کېږي.

روبیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا القاعده او داعش په افغانستان کې داسې حضور لري چې د ۹/۱۱ له بریدونو مخکې حالت ته ورته وي؟ وویل:
"زه به دا نه وایم چې د ۹/۱۱ له مخکنۍ دورې سره دقیق مشابهت لري، خو کله چې یو حکومت د یوه هېواد پر هره برخه بشپړ کنټرول ونه لري، (د داعش او القاعده )غوندې ډلو ته د فعالیت چانس پیدا کېږي."

د امریکا حضور او اوسنی وضعیت


روبیو زیاته کړه، چې د لسو کلونو مخکې وضعیت سره توپیر دا دی، چې اوس په سیمه کې امریکايي ځواکونه شتون نه لري څو ترهګر وځپي او وڅاري.

"کله کله طالبان همکاري کوي، مثلاً که ورته وویل شي چې ستاسو د هېواد په دې برخه کې داعش یا القاعده حضور لري، نو اقدامات کوي، خو په نورو مواردو کې دومره همکاري نه کوي."

نوموړي که څه هم افغانستان کې اوسنی وضعیت د سیپټمبر د یولسمې نیټې تر بریدونو مخکې حالت سره د پرتلې وړ ونه باله، خو ټینګار یې وکړ چې "دا یو ډېر نامعلوم وضعیت دی."

هغه وویل، د ترهګرۍ اندېښنه یوازې افغانستان پورې محدوده نه ده، بلکې د سوریې په اړه هم جدي اندېښنې شته، چیرې چې "۸,۰۰۰ د داعش جنګیالي په زندان کې ساتل شوي دي."

د طالبانو غبرګون

د طالبانو د حکومت یوه لوړ پوړي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې د مارک روبیو د څرګندونو په غبرګون کې وویل:
"طالبان پر ټول افغانستان بشپړ واک لري او داعش اوس د پخوا په څېر د کومې سیمې کنټرول نه لري."

که څه هم طالبان د داعش د ځپلو ادعا کوي، خو د اسلامي دولت ډلې (داعش) خراسان څانګې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د څو لویو چاودنو او بریدونو مسؤلیت منلی دی.

تازه برید د کور او ښار جوړونې پر وزارت شوی و، چې د طالبانو د حکومت د معلوماتو پر بنسټ، دوه تنه پکې ووژل شول او څو نور ټپیان شول.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم څو ورځې مخکې په افغانستان کې د القاعده، داعش او جماعت انصارالله د حضور په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې یادې ډلې نه یوازې افغانستان، بلکې سیمه او نړۍ له جدي ګواښ سره مخ کوي.

XS
SM
MD
LG