د لاسرسۍ وړ لېنکونه

 
سیف ده چلډرن: د بودیجې د کمښت له کبله اړ شو د خوارځواکو ماشومانو د ملاتړ یو شمیر روغتیايي مرکزونه وتړو
تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۴

سیف ده چلډرن: د بودیجې د کمښت له کبله اړ شو د خوارځواکو ماشومانو د ملاتړ یو شمیر روغتیايي مرکزونه وتړو


په افغانستان کې نژدې درې میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي
په افغانستان کې نژدې درې میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي

د ماشومانو د ساتنې نړیواله اداره (سیف ده چلډرن) وايي، د نړیوالو مالي مرستو د کمېدو له امله یې په افغانستان کې ګڼ روغتیایي مرکزونه تړل شوي اود ګڼو نورو د تړل کېدو خبرداری هم ورکوي.

«سیف ده چلډرن» په خپل تازه راپور کې چې د سه شنې په ورځ د (مارچ په ۱۱مه) د ریلف پر وېب پاڼه خپور شوی ویلي، د بودجې د کمښتله له امله یې په افغانستان کې ۱۸ روغتیایي مرکزونه تړل شوي دي.

دې ادارې ویلي په دې مرکزونو کې په خوار ځواکۍ د اخته ماشومانو تر څنګ د دوی د بېلابېلو ناروغیو درملنه کېدله.

د ماشومانو د ساتنې دغې نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی چې که بېړنې مالي مرستې ورسره ونشي، راتلونکي میاشت کې به ۱۴ نور داشان مرکزونه هم وتړل شي.

د بودجې د کمښتله له امله یې په افغانستان کې ۱۸ روغتیایي مرکزونه تړل شوي دي
د ماشومانو د ساتنې نړیواله اداره

دې ادارې ویلي چې دغو ۳۲ روغتیایي مرکزونو یوازې په جنورۍ میاشت کې په ټول افغانستان کې ۱۳۴ زرو ماشومانو ته خدمتونه رسولي دي.

یو شمیر کورنۍ هم وایي وروسته له هغه چې دا کلینیکونه تړل شوي ماشومان یې له سختو کړاونو سره مخ شوي.

د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ یو اوسېدونکي لایق شینواري ازادي راډیو ته وویل،

" موږ اوس زښته زیات له ستونزو سره مخ یو، موږ دلته زښته زیات کمزوري او سوی تغذیه ماشومان لرو، زمونږ ماشومانو ته یې ډېر ښه درمل ورکول د خوارځواکۍ هغه درمل چې موږ ورته پڼۍ وایو، تقریبا څلو کلیو کې یې له تېرو اتو میاشتو راهیسې دلته خدمتونه وړاندې کول، خو بد بختانه موږ نه بېرته ولاړ."

په افغانستان کې خوارځواکي هغه ناروغي ده چې میلیونونه ماشومان پرې اخته دي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:30 0:00

د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ یوه اوسېدونکې د اوو ماشومانو مور هم چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي هم د چهارشنبې په ورځ یې ازادي راډیو ته وویل :

"اوس نه کومه ډاکتره لرو نه کلینک، دلته مو یو کلینک درلود یو شپږ میاشتې فعالیت یې وکړ، خو اوس بند شوی، موږ ښار نه ډېرلرې یو، ډېرو ستونزو سره مخ یو ځکه اوس دلته هېڅ هم پاتې نه دي، موږ له دولته غواړو چې دلته یو سم کلنیک راجوړ کړي."

موږ دلته زښته زیات کمزوري او سوی تغذیه ماشومان لرو، زمونږ ماشومانو ته یې ډېر ښه درمل ورکول، تقریبا څلو کلیو کې یې له تېرو اتو میاشتو راهیسې دلته خدمتونه وړاندې کول، خو بد بختانه موږ نه بېرته ولاړ
د ننګرهار اوسیدنکی لایق شینواری

د راپور له مخې، د افغانستان په شمال کې د دې موسسې یو روغتیايي مرکز چې هره میاشت د څه باندې دوه زره ناروغانو درملنه کوي، ټاکل شوې په راتلونکو اوونیو کې د بودیجې د نشتوالي له امله وتړل شي چې په سلګونو خوارځواکي ماشومان به له بېړنیو طبي خدمتونو څخه بې برخې شي.

«سیف ده چلډرن» ویلي د دې مرستو کمېدو سره د هغو موسسو او بنسټونو ملاتړ کوونکي فعالیتونو هم ټکني شوي چي دخوارځواکو ماشومانو سره یې د درملنې په برخه کې مرستې کوي.

د یادونې ده ده چې (ډبلیو اچ او) او د روغتیا نړیوال کلسټر مخکې په جلا جلا راپورونو کې ویلي وو، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو ځنډېدو په افغانستان کې نېږدې ۷۰۰ روغتیايي تاسیساتو فعالیتونه ځنډولي یا یې له امله تړلي، چې په ټول هېواد کې پنځه نیم میلیونه خلک اغېزمن کړي دي.

دا اندېښنې داسې مهال دي چې مخکې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي ویلي وو، د افغانستان له ۴۰۰ ولسوالیو څخه یوازې په ۹۳ کې یې روغتیايي مرکز شته.

د دغه وزارت مسوولینو په بیلابیلو ولسوالیو کې د سلګونو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو لپاره د بودجې د بیلولو ادعا هم کړې وه او د افغانستان د روغتیايي سکتور د ستونزې د هواري او پیاوړتیا لپاره یې د نړیوالو مرستو په راجلبولو ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG