د امریکا ولسمشر وايي هغه باور لري چې بیلاروس به ډېر سیاسي بندیان خوشې کړي. د بشري حقونو د یوې ډلې په وینا، تېر پنځه کاله په بیلاروس کې ۸،۵۳۲ کسان په سیاسي انګیزه له جنايي تورونو سره مخ شوي چې له ډلې یې پر ۷،۲۹۹ د سزا حکمونه هم شوي.
کونړ او ننګرهار کې د تازه زلزلو له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان ټپیان شوي. برلین کې یوې محکمې د هغو افغانانو په ګټه پرېکړه وکړه چې له خطر سره مخ دي. د امریکا ولسمشر پر جاپاني موټرو تعرفې راټیټې کړې. او د افغانستان او متحده عرب اماراتو د کرکټ ملي ټیمونه سره مخ دي
د افغانستان په ختیځ کې مرګونو زلزلو لږ تر لږه ۸۱۲ کسان وژلي او څه باندې دوه نیم زره نور یې ټپیان کړي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن په یوه رسنیز کنفرانس کې د مرګژوبلو دا شمېرې اعلان کړې. هغه زیاته کړه چې د مرګژوبلو شمېر وروستي نه دي ځکه لا هم ژغورونکي ټیمونه ځینو سیمو ته په لار دي
پاکستان کې پر پوځیانو دوه چاودنې شوي. لږ تر لږه ۲ تنه وژل شوي او ۹ نور ژوبل دي. ایران هره ورځ لسګونه زره افغان کډوال په ډله ییزه توګه اخراجوي. د امریکا ولسمشر د غزې په جګړه کې د اوربند د خبرو پرمختګ وغوښت. افغان فایټر واحد نژند خپل سیال وواهه او د غوره لوبې جایزه یې وګټله.
د صفي الله ستانکزي په کوربه توب ځوان فکر دغه پروګرام کې اورئ چې په نا اشنا او خطرناکو سیندونو او بندونو کې لامبو وهل څنګه ژوند له خطر سره مخ کوي. افغانستان کې کومې سیمې ډېرې خطرناکه اوبه لري. کارپوهان او د لامبو وهلو متخصصین مېلمانه دي او خپل نظریات وړاندې کوي.
د ایران او اسراییلو د بریدونو دوام ولادمیرپوتین د امریکا برید غیرضروري او د نه توجیه وړ بللی ځینې خلک د طالبانو حکومت تورنوي چې په ملکي بندیانو باندې پوځي محکمې پرېکړې کوي بهروز تاباني د دوبۍ پرو باډي بلډنګ اتلولي وګټله او المپیا سیالیو کارت یې ترلاسه کړ
هُرمز تنګی ولې مهمه دی او په تړل کېدو به یې څه پېښ شي؟
د امریکا ولسمشر د ایران پر دریو اټومي سایټونو بریدونه بریالي بللي. ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی ایران باید سوله وکړي که نه بل وار برید به تر دې لوی او اسانه وي. اخوا ایران پر اسراییلو غچ اخیستونکي بریدونه کړي چې ډېر تاوان یې اړولی. صفي الله ستانکزی او نور جزییات
ایران یکشنبه پر اسراییلو څو توغندیز بریدونه وکړل چې ګڼې ورانۍ یې رامنځته کړې. د اسراییلو د ژغورونکو خدماتو ادارې ویلي د ایران توغندي د اسراییل په شمال او مرکز کې لګېدلي.
ایران کې د افغانانو په شمول لسګونه کسان د اسراییلو د جاسوسۍ په تور نیول شوي د اسراییلو او ایران بریدونه نهمې ورځې ته ورسېدل هند وايي له پاکستان سره د سیند د اوبو تړون نه احیا کوي او افغان الاصله ډنمارکۍ فوټبالره نادیه ندیم بېرته ډنمارک ملي ټيم ته ستنیږي
د ایران امنیتي ادارو لسګونه کسان له اسراییلو سره د اړیکو په تور نیولي دي. د ایران دولتي اژانسونو راپور ورکړی چې لږ تر لږه ۳۰ تنه په همدان، ۲۲ تنه په قُم او ۲ تنه په تهران کې نیول شوي.
سپینې ماڼۍ ویلي ولسمشر ډونالډ ټرمپ به "په دوو اونیو کې" پریکړه وکړي چې ایا په مستقیم ډول د اسراییل او ایران په شخړه کې ښکیل شي که څنګه؟
نور راوښيه