د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۱۹

د امریکا او ایران جګړو افغانستان کې د ګازو بیې بېسارې لوړې کړي

کابل کې د ګازو یو دولتي پلورنځی
کابل کې د ګازو یو دولتي پلورنځی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي د ایران جګړې د نړۍ د بل هر هېواد په څېر په افغانستان هم اغېز کړی او د ګازو او تیلو بیې په بې سارې توګه لوړې شوي.

دا خبره د یادې خونې مرستیال خان‌جان الکوزي ازادي راډیو ته وکړه.

هغه همداراز د اوکرایین په هدفي بریدونو کې د روسیې د نفتي تاسیساتو زیانمنېدل په منځنۍ اسیا او افغانستان کې د تیلو او ګازو د لوړېدو یو بل دلیل یاد کړ.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه:

په تاسف سره باید ووایو چې دا د ایران جنګ په منطقه کې واقعاً نه یواځې په ایران او خلیج تاثیر کړی بلکې په ټوله نړۍ باندې یې تاثیر کړی. خصوصاً د نفتو په ارتباط باندې. نفت هغه مواد دي چې په انتقالاتو کې استفاده ترې کیږي نو ټول موادو باندې تاثیر یې کړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان‌جان الکوزی

ښاغلی الکوزی زیاتوي: «مونږ هم او مرکزي اسیا ملکونه هم دلته د روسیې او اوکرایین جنګ هم شدت نیولی. تاسو خبر یاست چې د روسیې د نفتي موادو زیرمې څو موده مخکې د اوکرایین له خوا وویشتل شوې او ټولې خرابې شوې. نو دې هم په دې منطقه باندې تاثیر کړی نرخونه یې پورته کړي.»

د ګازو یوه پلورنځي مخته یو ولاړ موټر
د ګازو یوه پلورنځي مخته یو ولاړ موټر

الکوزی زیاتوي چې سیمه او نړۍ کې روانو کړکېچونو افغانستان کې د تېلو او ګازو بیې په بېساري کچه لوړ کړي او که وضعیت همداسې دوام وکړي نو په افغان مارکیټونو به خورا لویه اغېزه ولري.

زموږ په بازارونو کې کې ګاز او تیل ډېر زیات لوړ شوي. په بېسارې اندازې جګ شوي. دې تاثیر کړی په نورو شیانو خصوصاً ګاز چې خلک یې په کورونو کې استفاده کوي د شلو روپیو په شاوخوا کې جګ شوي. چې دا زموږ لپاره ډېر زیات لوی مشکل دی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان‌جان الکوزی

د راپورونو له مخې طالبانو د افغانستان د پلازمینې کابل په شمول ټولو لویو او وړو ښارونو ته د تیلو او ګازو لپاره نرخنامې ویشلي.

د دې نرخنامې په اساس په کابل کې د پټرولو بیه ۷۷ افغانۍ، د ډیزلو ۷۳ افغانۍ او د مایع ګازو بیه ۶۴ افغانۍ ټاکل شوې.

خو د کابل او نورو ښارونو اوسیدونکي وايي چې د مایع ګازو په بیه کې شاوخوا شل افغانۍ زیاتوالی راغلی او په اکثرو ځایونو کې ان ۸۵ افغانۍ پلورل کېږي.

د طالبانو حکومت بیا وايي چې د نفتو او ګازو د نرخونو د ثبات لپاره هڅې کوي.

د نفت او ګازو دولتي شرکت په یوه ویډیويي بیان کې ویلي:

«د افغانستان د نفت او ګازو امارتي شرکت د بازار د ثبات او د منظمې عرضې د دوام لپاره خپل اقدامات چټک کړي دي. اوس مهال شرکت هره ورځ په لسګونه ټنه اوبلن ګاز او نور نفتي توکي د هېواد د بیلابیلو سیمو ته لیږدوي تر څو د بازار اړتیاوې په وخت پوره او د عرضې لړۍ پرته له خنډه روانه وساتل شي.»

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو په اساس دمګړۍ افغانستان یواځې له ترکمنستان څخه مایع ګاز او نفتي مواد واردوي.

ځکه ایران او روسیه چې د افغانستان د ګازو او تیلو لوی تامینوونکي دي په جګړو بوخت دي او له دغو هېوادونو واردات ډېر اغېزمن شوي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG