د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۲

د هند په وړاندې د افغان لوبډلې نوملړ اعلان شو؛ نوین الحق له ډېر وخت وروسته ټیم ته راستون شوی

د هند په وړاندې د افغانستان اعلان شوی ټیم
د هند په وړاندې د افغانستان اعلان شوی ټیم

تمه ده د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي ټیمونه په سپټمبر میاشت کې درې شل اووریزې لوبې وکړي.

د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ د افغانستان په ټیم کې پخواني او با تجربه لوبغاړي راشدخان، محمد نبي، رحمن الله ګربز،عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب،مجیب الرحمن، درویش رسولي، نور احمد،فضل الحق فاروقي او ننګیالی خروټی شامل دي.

همدارنګه د افغانستان پيژندل شوی چټک بالر نوین الحق له ډېر وخت وروسته بېرته لوبډلې ته راستون شوی.

نوین الحق
نوین الحق

ځینې نوې څیرې لکه نور رحمن او عبدالله احمدزی هم ټیم ته راوستل شوي.

تمه ده د افغانستان او هند لوبې په نوې ډهلي کې وشي چې لومړۍ یې د سپټمبر په ۱۳مه، دویمه په ۱۵مه او دریمه په ۱۷مه نیټه ترسره کېږي.

اخوا د افغانستان کرکټ بورډ د اسیايي شورا د دوره يي مشري جواز ترلاسه کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې د اسیايي شورا په وروستۍ کلنۍ عمومي غونډه کې چې په ټایلنډ کې وشوه افغانستان ته د یادې شورا د مشرتابه په بهیر کې د ګډون او د لوبو د کوربه توب حق ورکړل شو.
دغې غونډه کې د افغانستان د کرکټ مشر میرویس اشرف ګډون کړی و.

په دې اساس افغانستان د هندوستان، پاکستان، بنګله دیش او سریلانکا سربېره د اسیا پنځم ټیم شو چې کولای شي چې د کرکټ د اسیايي شورا ریاست وکړي.

د اسیایي شورا په مشرۍ کې هېوادونه د اسیايي لوبو د ترسراوي ټول مسوولیت په غاړه لري.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG