د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۳۲

پر اوکراین د روسیې شپنۍ حملې؛ کي‌یف کې استوګنیزې ودانۍ هدف ګرځول شوي

سولومیانسک سیمه کې پر یوې ودانۍ حمله
سولومیانسک سیمه کې پر یوې ودانۍ حمله

په کي‌یف او شاوخوا سیمو باندې د روسیې بریدونه ټوله شپه روان وو.

روسي ځواکونو په دغو پراخو بریدونو کې په ډرونونو او همدارنګه بالیستیک او کروز توغندیو استوګنې سیمې په نښه کولې.

د کي‌یف ښاروال ویتالي کلیتچکو د پنجشنبې په ورځ (د اګسټ ۲۰مه) وویل چې د روسیې د برید په پایله کې د سولومیانسک سیمې د یوې نهه پوړیزې استوګنې ودانۍ پورتنۍ برخې زیانمنې شوي او اور یې اخیستی دی.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې په اساس، کلیچکو زیاته کړه چې په کي‌یف کې د مړو شمېر ۱۳ ته لوړ شوی دی.

هغه اعلان وکړ چې د جمعې په ورځ به د اوکراین په پلازمېنه کې د هغو کسانو د درناوي لپاره د ماتم ورځ ونیول شي چې د روسیې په برید کې وژل شوي دي.

له کي‌یف ښار بهر هم په یوې سیمه کې یو کس وژل شوی او اووه نور ټپیان دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې "روسان له ډېرې مودې راهیسې چمتووالی نیسي، د بالیستیک توغندیو، کروز توغندیو او ډرون ډوله ډولونه سره یوځای کړي چې هدف‌یې ملکي زېربناوو ته د امکان تر حده ډیر زیان رسول دي".

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي

د اوکراین هوايي ځواک د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې روسي ځواکونو په لسګونو بالیستیک، کروز او هایپرسونیک توغندي او همدارنګه ۱۶۸ ډرونونه د شپې له‌خوا پر اوکراین توغولي دي چې اصلي هدف‌یې د کي‌یف سیمه وه.

پر اوکراین د روسیې د شپنیو بریدونو په لړ کې، یو ډرون د رومانیا هوايي حریم ته ننوتلی او د اوکراین پولې ته نږدې غورځېدلی.

رومانیا چې د اروپایي اتحادیې او ناټو غړې ده، د وضعیت د څارنې لپاره جنګي جېټ الوتکې او چورلکې ځای پر ځای کړې دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها وروسته په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې روسیې "یو ځل بیا د مولدووا او رومانیا جمهوریت د هوايي حریم سرغړونه کړې او د اوکراین-مولدووا سرحدي سیمه په نښه شوې ده".

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها

روسي ډرونونه په مکرر ډول د رومانیا او مولدووا هوايي حریم ته ننوتلي دي.

په مې میاشت کې هم، د دې ډرونونو څخه یوه د رومانیا په ګالاټي ښار کې د یوې ۱۰ پوړیزې استوګنې ودانۍ چت ته ولوېده او چاودنه‌یې وکړه چې دوه کسان‌یې ټپیان کړل.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې پر اساس، روسیې په اوکراین باندې توغندیز بریدونه زیات کړي. هغه هم داسې وخت چې اوکراین د چټکو بالیستیک توغندیو د مخنیوي وړتیا لرونکي هوایي دفاع سیسټمونو له سخت کمښت سره مخ دی.

ارشیف، اوکراین سره د پولنډ پوځي مرستې
ارشیف، اوکراین سره د پولنډ پوځي مرستې

په عین حال کې، د روسیې د تاتارستان سیمې چارواکو ویلي چې د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکې په یوه برید سره په نیژنکامسک سیمه کې د یوه صنعتي سیمې دننه څو کسان ټپیان شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې ځواکونو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې په خاوره کې ۷۲۶ اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکې تعقیب او نسکورې کړي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG