ارسني توربین د خپلې زوکړې ۱۸مه کلیزه مسکو څخه ختیځ لوري ته ۱۱۶۵ کیلومتره لیرې د پرم ښار د یوه محبس په انفرادي کوټه کې تېروي چېرته چې نوموړی له محاکمې مخکې بندي دی.
هغه په تېرې فبرورۍ میاشت کې په داسې حال کې دغې سیمې ته واستول شو چې ورباندې د نویو تورونو د لګولو لپاره چمتوالی روان و.
نوموړی د هغو تنکیو ځوانانو د وضعیت یوه بېلګه ده چې په روسیه کې د سیاسي دلایلو له امله بندیان شوي دي.
توربین په ۲۰۲۳ کال کې، هغه مهال چې یوازې ۱۵ کلن و، وروسته له هغې ونیول شو چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په انتقاد کې یې پاڼې او اعلامیې وېشلې، د حکومت د مخالفو سیاستوالو مطالبیې په ټولنیزو شبکو کې خپرول او د اوکراین پر وړاندې یې د روسیې له پراخ یرغل سره مخالفت څرګند کړی و.
هغه مهال نوموړی روسیه کې تر ټولو ځوان سیاسي زنداني پېژندل کېده.
د ارسني توربین یو ملګري د ازادې اروپا/ ازادي راډیو روسي څانګې ته ویلي چې د ارسني مدافع وکیلیې مور ته ویلي و: "ایرینا، اندېښنه مهکوه. هغه یوازې ۱۴ کلن ماشوم و چې اعتراضیې کړی ... ایا هغوی به رښتیا هم هغه یو ګواښ وبولي؟"
د ارسني ملګري او نورو کسانو چې د راپور لپاره ورسره مرکه شوې د امنیتي دلایلو له امله نهدي غوښتي چې نومونهیې واخیستل شي.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په روسیه کې د «نامطلوبې» ادارې په توګه پېژندل شوې ده او هغه کسان چې له دې رسنۍ سره خبرې کوي، له خطر سره مخ کېدای شي.
د زندانونو د تمبو تر شا روسي ځوانان
توربین د ۲۰۲۴ کال په جون کې وروسته له هغې چې د یوې ترهګرې ډلې د غړیتوب په تور مجرم وپېژندل شو، په پنځه کاله بند محکوم شو.
هغه سازمان چې توربینیې د غړیتوب په تور تورن شوی، «د ازادې روسیې لېګیون» نومېږي، دا د روسیې د حکومت یوه وسلهواله مخالفه ډله ده چې له روسیې بهر فعالیت کوي او د اوکرایني ځواکونو ترڅنګیې جګړه کړې ده.
توربین دې ډلې ته په یوه برېښنالیک کې لیکلي و چې «چمتو دی پوسټرونه ولګوي او د پوتین له تبلیغاتو سره مبارزه وکړي»، خو څارنوالانو ادعا کړې وه چې هغه غوښتل اوکراین ته سفر وکړي او د پوځي اهدافو پر وړاندې ورانکاري فعالیتونه ترسره کړي، خو توربین دا ادعا ردوي.
هغه منلې چې د پوتین پر ضد یې انتقادي اعلامیې د خپلو ګاونډیانو په پوسټ بکسونو کې اچولې وې، خو ویلي یې دي چې دا کار یې د هېڅ شخص یا ډلې په لارښوونه نهو کړی.
د هغه کورنۍ وايي څېړونکو د هغه په لاسلیک شوي محضرپاڼه کې یوه داسې فقره ورزیاته کړې وه چې «لګیون» سره د توربین د همکارۍ اعتراف پهکې شوی و.
د کورنۍ یوه ملګري ویلي: "څارنوالانو هغوی ته په څرګنده ویلي و چې همدا کافي ده چې ارسني د پوتین او د «ځانګړو پوځي عملیاتو» مخالف وي."
ځانګړي عملیات هغه اصطلاح ده چې کرملېنیې په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د خپل پراخ یرغل لپاره کاروي.
توربین د روسیې د حکومت د مخالف سیاستوال الکسي ناوالني مطالب هم په ټولنیزو شبکو کې بیا خپاره کړي وو.
ناوالني په ۲۰۲۴ کال کې په زندان کې مړ شو. توربین د هغه له قبر څخه هم په مسکو کې لیدنه کړې وه.
له محکومېدو وروسته توربین د پرم ښار یوه اصلاحي روزنیز مرکز ته ولېږدول شو.
د هغه د کورنۍ ملګرو ازادي راډیو ته ویلي چې له هماغه پیله هڅې روانې وې څو پر نوموړي نور تورونه هم ولګول شي.
د توربین د ملاتړو په وینا، په لومړیو کې نورو بندیانو هڅه کوله هغه داسې خبرو ته راکاږي چې ښايي په ترڅ کې یې د ځان پر ضد څرګندونې وکړي.
وروسته بیا یوه کتابچه د هغه د بستر ترڅنګ پر مېز کېښودل شوه چې د ځوانانو د یو منحل شوي سازمان د ملاتړ مطالب پهکې و.
د توربین وکیلانو داسې شواهد وړاندې کړل چې ښودلهیې هغه له دې کتابچې سره هېڅ اړیکه نهلري.
د هغه وکیلانو او د کورنۍ ملګرو هم ویلي چې توربین په دې مرکز کې هغو ښوونکو ځورولی او تحریک کړی چې بندي ماشومانو تهیې زده کړې ورکولې.
نوي تورونه
خو سږ کال وضعیت لا جدي شو.
د جنورۍ په ۷مه، په هغه اصلاحي مرکز کې چې توربین پهکې ساتل کېده، بلوا رامنځته شوه. له هغې وروسته توربین بلوا کې په ګډون تورن شو. نوي تورونه ښايي هغه ته له درېیو تر اتو نورو کلونو پورې د بند سزا ورکړي.
توربین خپلې کورنۍ ته ویلي چې د بلوا پر مهال په خپله خونه کې و او ټلوېزیونیې کاته.
د هغه کورنۍ باور لري چې دا قضیه د توربین پر وړاندې د «غچ اخیستنې» یوه هڅه ده، ځکه هغه تل خپل لومړني تورونه رد کړي دي.
د توربین د کورنۍ یوه غړي ازادي راډیو ته ویلي چې د روسیې د فدرالي امنیت ادارې (اېفاېسبي) یوه مأمور یو ځل د توربین مور ته ویلي و: "موږ به ستا زوی خوشې نهکړو ... د هغه لپاره به بله قضیه جوړه کړو."
یوګیني سمیرنوف، د «فېرسټ ډیپارټمنټ» په نوم د حقوقي مرستو د سازمان وکیل وايي چې چارواکي په ډېرو مواردو کې د بندیانو د «ماتولو» په موخه اضافي تورونه لګوي.
هغه وايي: "بیاځلي محاکمه نور یوه نادره پېښه نهده. ډېری وخت دا تورونه د هغو کسانو پر وړاندې لګېږي چې د سیستم پر وړاندې مقاومت کوي او د خلکو پام ځان ته اړوي. داسې ښکاري چې چارواکي له دې لارې هڅه کوي ټولنه لا زیاته ووېروي."
د توربین د کورنۍ ملګري وايي چې کورنۍ یې تر خپلې وسې د دې وضعیت پر وړاندې مقاومت کوي.
توربین د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې زېږېدلی، خو مور یې، ایرینا، وروسته له خپل مېړه جلا شوه او له خپل مور او پلار سره د مسکو جنوب په ۳۶۰ کیلومترۍ کې پروت لیوني ښار ته ستنه شوه.
هغې ۱۳ کاله د یوه دولتي بنسټ د تدارکاتو په څانګه کې د قراردادونو د عمومي مدیرې په توګه کار کړی و.
ایرینا د جون په میاشت کې خپله دنده له لاسه ورکړه او وروستهیې د نوې دندې د موندلو پر مهال ونهشو کولای د امنیتي ارزونې پړاو بریالی بشپړ کړي.
اوس د کورنۍ یوازنی عاید د توربین د نیکه او انا لږه تقاعدي تنخوا ده، هغه عاید چې باید اضافي لګښتونه، د حقوقي چارو مصارف او پرم ښار ته د هغه د لیدلو لپاره د اوږدو سفرونو لګښتونه هم پرې ورکړل شي.
د کورنۍ یوه ملګري ویلي: "د هغه انا وايي باید هغه ووینم. څوک پوهېږي چې څه به پېښ شي؟ هغوی ټوله کورنۍ لهمنځه وړي."
یوه استثنايي قضیه نهده
که څه هم توربین د نیول کېدو پر مهال د روسیې تر ټولو ځوان سیاسي زنداني بلل کېده، خو د هغه قضیه استثنايي نهده.
د «مموریال» بشري حقونو سازمان چې په روسیه کې منع شوی، د روان کال په جون میاشت کې په یوه راپور کې د کمعمره کسانو پر وړاندې د سیاسي انګېزو لرونکو ۴۲۷ جنایي تعقیبونو قضیې ثبت کړې دي.
په راپور کې ویل شوي "۲۹۹ له ۱۸ کلونو کم عمره کسان له ازادۍ محروم شوي او اوس ۱۰۷ ماشومان په توقیف کې دي".
مموریال ویلي چې د دغو کسانو حقیقي شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي.
دغه سازمان همداراز د هغو قضیو د پام وړ زیاتوالي خبر ورکړی چې پهکې د کمعمره کسانو له بندي کېدو وروسته پرې اضافي تورونه لګېدلي دي.
په راپور کې ویل شوي چې د اعتراض شعارونه لیکل، د اعلامیو وېشل، په ټولنیزو شبکو کې د جګړې ضد مطالب خپرول، د اورګاډي د پټلۍ د تجهیزاتو د زیانمنولو هڅه او یا د منع شویو سازمانونو غړیتوب، په وار وار د روسیې د چارواکو لهخوا د ترهګریزو اقداماتو په توګه طبقهبندي شوي دي.
په راپور کې راغلي، "جنایي قضیې د ځوانانو د وېروولو او نورو ته د خبرداري ورکولو په وسیله بدلې شوې دي".
په دغه راپور کې د هغو درېیو تنکیو ځوانانو قضیې هم یادې شوې چې په ۱۴ کلنۍ کې نیول شوي وو.
نیکیتا اوداروف وروسته له هغې په پنځه کاله بند محکوم شو چې تورن شو چې په «ماینکرافټ» وېډیويي لوبه کې یې د روسیې د فدرالي امنیت ادارې (اېفاېسبي) یوه ودانۍ جوړه او غوښتلیې چاودنه ورکړي.
والري زایتسیف د یوه ترهګریز برید د پلانولو په تور په څلور کاله او شپږ میاشتې بند محکوم شو.
همداراز ارتیوم دورونین وروسته له هغې د ترهګرۍ اړوندو تورونو پر بنسټ په څلور کاله بند محکوم شو چې تورن شو چې هڅهیې کړې وه د اورګاډي په یوه تمځای کې د اسنادو د ساتنې ځای ته اور واچوي.
مموریال د دورونین قضیه «د ترهګریزو اقداماتو اړوند قانون د خپلسرو اقداماتو یوه بېلګه» بللې ده.
دغه سازمان ویلي چې دا تور یوازنۍ قانوني وسیله وه چې څېړونکو تهیې اجازه ورکوله د هغه پر وړاندې جنایي قضیه پرانیزي، ځکه په روسیه کې له ۱۶ کلونو کمعمره کسان د ملکیتونو د زیانمنولو یا ورانکارۍ په جرمونو کې جنایي مسؤلیت نهلري.
اوس ویل کېږي چې د توربین کورنۍ په ځانګړې توګه دې ته اندېښمنه ده چې کله هغه د اګسټ په ۱۹مه قانوناً بالغ او ۱۸ کلن شي، نو له دې وروسته به د خپلې پاتې سزا د تېرولو لپاره چېرته ولېږدول شي.
تر اوسه د روسیې چارواکو په دې اړه په رسمي ډول څه نهدي ویلي، خو کورنۍ یې وېره لري چې توربین ښايي له پرم څخه لا ډېر لیرې ځای ته ولېږدول شي.
د توربین وکیلان یوې لوړې محکمې او همداراز ولادیمیر پوتین ته د استېناف غوښتنلیکونه چمتو کوي او غواړي چې د هغه قضیه له سره وڅېړل شي.