د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۱۵

په افغانستان کې د بشري ناخوالو په اړه تر نیوکو وروسته د طالبانو مشر وايي «غیر شرعي غوښتنې» نه مني

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د پنځم کال په مناسبت د بشري حقونو سازمانونو او ملګرو ملتونو د څرګندونو په غبرګون، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده ویلي چې هغه به د هیچا «غیرشرعي» غوښتنې ونه مني.

د طالبانو مشر تېر پنځه کاله په عام محضر کې نه دی لیدل شوی، خو کله ناکله د طالبانو ویاندویان د هغه غږیزې بیانیې خپروي.

شنبه د زمري ۲۴مه، د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځم کال په مناسبت د کندهار په هوايي ډګر کې د یوې غونډې پر مهال ملا هبت الله اخندزاده خبرې کړي.

د هغه غږیزه بیانیه د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله ایکس پاڼه خپره کړې:

ملا هبت الله ویلي: « د هغو کسانو تابعداري نه کوو چې هغه [بې علم او جاهلان] دي او زموږ څخه د شریعت خلاف تقاضاوې کوي. د هغو خبره موږ نه منو. هېڅوک دې له موږه دا تمنا او دا تقاضا نه کوي چې موږ به د الله پر ځای باندې د دوی خبره منو. »

د طالبانو مشر د امر باالمعروف او نهی عن المنکر د قوانینو په دوامداره پلي کیدو ټینګار وکړ او قصاص او حدود یې د امنیت لپاره اړین وګڼل.

هغه د نجونو د تعلیم یادونه ونه کړه، او زیاته یې کړه چې د دوی حکومت له بهر څخه نه دی راوړل شوی، بلکې په افغانستان کې دننه جوړ شوی دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه پورې یوازې د روسیې لخوا په رسمیت پیژندل شوی.

په ښځو او نجونو د طالبانو پراخ محدودیتونه او د بشري حقونو سرغړونې د طالبانو د رسمیت پيژندلو مخه نیولې او طالبانو هم د خپلو سختدریځیو د لرې کولو لپاره هېڅ نرمښت نه دی ښوولی.

له بلې خوا د طالبانو د واکمنۍ د پنځم کال په درشل کې ملګرو ملتونو ویلي چې په دغه هیواد کې ۲.۴ ملیونه نجونې د ثانوي او لوړو زده کړو څخه محرومې دي، او دې چارې د افغانستان د پرمختګ لپاره یو لوی خنډ جوړ کړی.

د بشري حقونو د څار د ادارې د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار هم ویلي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو وضعیت په نړۍ کې د ښځو د حقونو یو له سختو بحرانونو څخه دی.

د بښنې نړیوال سازمان هم د طالبانو په وړاندې د نړیوالې ټولنې لخوا د لا جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو ۵۶ غړو هیوادونو له طالبانو څخه غوښتي چې پر ښځو باندې محدودیتونه لرې کړي.

دغو هېوادونو د جمعې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي د طالبانو حکومت د ښځو په وړاندې ظالمانه قوانین وضع کړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان لپاره د منفي اقتصادي پایلو سربیره، په ښځو او نجونو محدودیتونه کولی شي په سیمه کې د ترهګرۍ د خپریدو خطر هم زیات کړي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ هم د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو وضعیت، د ډېرې اندیښنې وړ وباله او ویې ویل چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو سره په هر ډول تعامل کې د ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

بنیټ د طالبانو رژیم سره د نړیوالې ټولنې د ښکیلتیا په اړه هم خبرداری ورکړ، او ویې ویل چې د بشري حقونو په اړه د ریښتیني پرمختګ پرته د اړیکو عادي کول د داسې حکومت د مشروعیت خطر لري چې د هغه په وینا په سیستماتیک ډول تبعیض او حذف مخته وړي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG