رونالډو د تقاعد خبر رد کړه، هغه همداراز وویل چې پرتګال به نن شپه هسپانیه ماتوي
کریستیانو رونالډو وايي د پرتګال ملي ټیم کې به خپلو لوبو ته دوام ورکړي. هغه د تقاعد په اړه پوښتنې ته کلک غبرګون وښود. رونالډو همداراز وویل چې هسپانیه به ماته کړي که څه هم د ده په خبره سیال ټيم یې تر پرتګاله ډېرې اتلولۍ ګټلي دي. پرتګال او هسپانیه د فوټبال د نړیوال جام په ۱۶ غوره ټيمونو کې سره مخ دي. نور جزییات د صفي الله ستانکزي په دغه رپوټ کې