په کابل کې په امید روغتون د پاکستان د مرګوني او پراخ برید په اړه د امنیسټي انټرنیشنل یا د بښنې نړیوال سازمان د یوه مفصل څېړنیز راپور تر خپرېدو وروسته پاکستاني چارواکو د دغه راپور موندنې رد کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ په یوه کنفرانس کې وویل:
موږ د بښنې نړیوال سازمان امنیستي انترنیشنل تورونه په بشپړه توګه ردوو. د تاسف ځای دی چې داسې جدي تورونه له کوم معتبر ثبوت پرته وړاندې شوي ديد پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي
اندرابي تور ولګاوه چې د طالبانو رژیم د ده په خبره «ترهګرو سازمانونو لکه ټي ټي پي تحریک طالبان پاکستان، بي ایل اې بلوچستان ازادۍ غورځنګ او نورو تړلو ډلو ته د فعالیت یو خوندي چاپیریال برابر کړی. هغه زیاته کړه:
«هیڅ مسؤل دولت نشي کولی چې کله د دوی ملکي وګړي او امنیتي ځواکونه په مکرر ډول په نښه کېږي ارامه کښیني. د پاکستان لخوا هر ډول پوځي بریدونه د ضرورت د اصولو په اساس د ځان د دفاع د حق په چوکاټ کې او د یوې وروستۍ لارې په توګه ترسره شوي. یواځې او یواځې په تکرار سره وایم یواځې او یواځې په افغانستان کې په ترهګرو او د هغوی د لوجستیکي ملاتړ په اډو باندې شوي.»
د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې سرپرستې ایزابیلا لېسي ویلي:
زموږ څېړنې کاملاً ښکاروي چې د بشري حقونو د نړیوال قانون په اساس دا یو مشروع پوځي هدف نه و.بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې سرپرستې ایزابیلا لېسي
اغلې ایزابیلا زیاته کړې: «کوم شواهد چې پاکستان تر اوسه خپاره کړي دا نتیجه ګیري نه ردوي چې دا یوه ناقانونه حمله وه او ملکیانو او ملکي اهدافو ته یې زیان اړولی.»
امنیسټي انټرنشنل ویلي چې د قربانیانو د کورنیو له غړو، روغتیاپالانو او ګڼو نورو لورو سره یې مرکې کړي، د برید اړوند عکسونه او ویډیوګانې یې څېړلي او په دغه مرکز باندې د پاکستان د لګېدلو بمونو څېړنې یې کړي او دې نتیجې ته رسېدلي چې د پاکستان دا برید باید د یوه احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي.
د مارچ په ۱۶مه د شپې له خوا په کابل کې د امید د معتادانو د درملنې په مرکز پراخ هوايي بریدونه وشول.
د ملګرو ملتونو د تایید په اساس په هغه برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکیان ووژل شول او ۱۲۲ نور ټپیان شول.
د وژل شویو د کورنیو، چارواکو او خپلواکو بنسټونو د راپورونو په اساس نږدې ټول وژل شوي او ټپیان هغه ناروغان و چې په امید روغتون کې د اعتیاد د پرېښودو په حال کې او تر درملنې لاندې و.
د بښنې نړیوال سازمان په خپل راپور کې چې د جولای په ۲۱مه تېره سه شنبه یې خپور کړ ویلي چې دوی څه باندې شپیته عکسونه او ویډیوګانې څېړلي چې په امید مرکز باندې تر برید لږه شېبه وروسته اخیستل شوي. د دغه سازمان په خبره دوی همدارنګه هغه ویډیوګانې چې د پاکستان د پوځ له خوا په دې ادعا سره چې دا ځای د وسلو او مهماتو د زیرمه کولو لپاره کارېده هم څېړلې دي.
د دغه سازمان په خبره دوی د امید د مرکز اړوند له برید مخکې شاوخوا ۳۰ سټلایټ عکسونه او تایید شوې ویډیوګانې هم څېړلي.
د بښنې نړیوال سازمان بشپړ راپور دلته لیدلی شئ
د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د پاکستان له خوا په امید مرکز باندې دری پراخ بریدونه شوي چې په نتیجه کې یې د دغه مرکز ګڼې برخې ړنګې شوي او د دوی څېړنو ښوولې چې د پاکستان له خوا دا یو عمدي هدفي برید و او لږ تر لږه یو کارول شوی بمب پکې د «تکبیر دقیق هدایت شوی» بمب و.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ د بښنې نړیوال سازمان دا څېړنه مهمه بللې او ویلي یې دي چې باید ډېر جدي وګڼل شي او عمل پرې وشي.
د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان د دې ادعا په ردولو سره چې ګواکې دوی د وسلو د زیرمو مرکز ویشتلی وايي چې د یوه دولت په صفت دا د پاکستان مسوولیت و چې تر برید مخکې یې خبرداری ورکړی وای.
پاکستان د بښنې نړیوال سازمان د دغې څېړنې اړوند پوښتنې د راپور تر خپرولو نه دي ځواب کړي او نه یې هېڅکله په افغانستان تر بریدونو مخکې خبرداری ورکړی.
د امید مرکز په ۲۰۱۶ کال کې د ناټو د یوې پخوانۍ اډې په ځای کې جوړ شو. په دغه مرکز کې لومړی د مخدره موادو روږدو کسانو ته مسلکي روزنې ورکول کېدې. وروسته په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره دا مرکز د روږدو کسانو د درملنې یوه ۲۰۰۰ بستریز روغتون او مرکز ته پراخ شو. ابن سینا روغتون چې د دغه مرکز ناروغانو ته یې اړین روغتیایي خدمات وړاندې کول هم همدلته موقعیت درلود.