د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۰۰

د نورستان خونړي سېلاب لسګونو کسانو ته مرګژوبله رسولې؛ پارون ښار ډېر زیانمن شوی

پارون - نورستان تر سېلابونو وروسته
پارون - نورستان تر سېلابونو وروسته

د نورستان مرکز پارون دی چې سېلابونه پکې بهیږي او ګڼې ودانۍ یې ړنګې یا سختې زیانمنې کړې دي.

دغه خونړی سېلاب پرون تر سختو اورښتونو وروسته راوتلی.

د طالبانو د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې ادارې ویاند تاج محمد همت په یوه پیغام کې ویلي چې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

«د نورستان ولایت د پارون ښار او شاوخوا سیمو د وروستیو سختو سېلابونو له امله د ترلاسه شویو لومړنیو معلوماتو له مخې تر دې دمه ۲۳ تنه هېوادوال شهیدان شوي. د ۱۵ شهیدانو مړي موندل شوي، ۸۰ تنه ټپیان شوي. شاوخوا سل کسان لا هم لادرکه دي. یاد ارقام لومړني دي او د ژغورنې او ارزونې د عملیاتو له دوام سره سم ښايي بدلون ومومي.»

طالب چارواکي وايي چې له پېښو سره د مبارزې ولایتي ټيمونه او له مرکزه یو پلاوی سیمه کې حضور لري او د ژغورنې، لټون او ارزونې بیړني عملیات او مرستې مخته وړي.

په لادرکو کسانو کې ځینې دولتي چارواکي له هغې ډلې د پارون ښاروال هم شامل دي.

د چپې درې اوسیدونکی انعام الله چې پارون ته تللی و او د سېلاب د راوتلو په وخت په موټر کې بند پاتې و د پېښې کیسه کوي.

« ما موټر را تاو کړ ډېره چالاکي مې وکړه چې د پله دېخوا مې ځان ورساوه. خو سېلاب را ورسېده. بیا یې زه جګ کړم سېلاب ځان سره. دغه موټر راسره دی. دروزاه مې خلاصه کړه اوس هم خلاصه پاتې ده. خو سېلاب له ما نه مخکې شوی و. پښې مې دروازې ته کلکې نیولې وې او له ځان سره مې ویل چې زه مرګ خو درته راورسېده خو دا دروازه راباندې بنده نه شي. نور خو هسې هم مرې. مرګ ډېره سخته ده. نو لکه زما هېڅ فرصت نه و چې له موټره مې ځان اچولی و یا مې موټر بچ کړی وای. همدې شېبه کې موټر خپل غاړې ته شو. بیا ترې زه راووتم. زما په سر د اوبو څپې واوښتې. مرګ مې په خپلو سترګو ولیده.»

په کونړ کې سیمه ییز طالب چارواکي د مرستو غوښتنه کوي. په خواله رسنیو په ویډیوګانو کې هم ښکاري چې اکثر د سیمې خلک له امکاناتو او وسایلو پرته د خلکو د ژغورلو لپاره هڅې کوي.

پارون ته تللې لارې هم تر ډېره ورانې شوي چې دا چاره ممکنه د ژغورنې او مرستو لړۍ لا پسې ټکنۍ کړي.

له پېښو سره د مبارزې اداره په ځینو نورو سیمو کې هم د لا زیاتو ورښتونو او سېلابونو اټکل کړی او له خلکو یې غوښتي چې د سیند له غاړو او هغو ځایونو لرې شي چې د سېل د بهېدو خطر پکې دی.

سږ کال اپرېل میاشت هم د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې سېلابونو او سختو اورښتونو لږ تر لږه ۱۵۰ کسان مړه کړي او تر هغه وروسته په مې میاشت کې ۲۴ کسان سېلابونو مړه کړل.

افغانستان چې واردمخه له بشري او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی مرګونو سېلابونو بشري مرستو او همکاریو ته د خلکو اړتیا لاپسې زیاته کړې ده.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG