د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۰۱

افغانستان کې د طبیعي پېښو زیاتېدونکی ګواښ؛ ملګري ملتونه پر چمتووالي ټینګار کوي

ارشیف، د نورستان مرکز پارون کې د وروستیو سېلابونو له امله رامنځته شوې ویجاړۍ
ارشیف، د نورستان مرکز پارون کې د وروستیو سېلابونو له امله رامنځته شوې ویجاړۍ

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې په افغانستان کې باید له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره مخکې له مخکې چمتووالی ونیول شي، نه دا چې له پېښو وروسته غبرګونونو باندې بسنه وشي.

په همدې هدف په کابل کې د پېښو د مدیریت په برخه کې د چمتووالي او همغږۍ د پیاوړتیا غونډه جوړه شوې وه.

دې غونډه کې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو، نړیوالو مرستندویه مؤسسو او د څو سفارتونو استازو او طالب چارواکو ګډون کړی وو.

د افغانستان لپاره د یونیسف مشر تاج‌الدین اویوالي وویل چې دا هېواد تل له طبیعي پېښو، ناورینونو، ناچاوده ماینونو، پرله‌پسې وچکالیو او د خوړو له کافي نشتوالي سره مخ دی.

هغه خبرداری ورکړ چې نور یوازې له پېښو وروسته اقداماتو باندې بسنه نه‌شي کېدلی: "د وروستیو میاشتو زلزله او سېلابونه موږ ته یادونه کوي چې موږ نشو کولای په ساده ډول د ناورین وروسته ځواب ووایو، مګر موږ باید د ناورین له پېښېدو دمخه پانګونه وکړو او په قوي ډول د لومړنيو خبرتیا سیسټمونو په جوړولو، د مخنیوونکو اقداماتو او همدارنګه په انعطاف منونکو زېربناوو پانګونه وکړو."

ارشیف، بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله رامنځته شوې ویجاړۍ
ارشیف، بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله رامنځته شوې ویجاړۍ

هغه زیاته کړه چې له جګړو پاتې ناچاوده ماینونه او مهمات په خپله یو لوی خطر دی چې د طبیعي پېښو پر مهال د ژغورنې او مرستو چارې لا پسې ټکنۍ کوي او د کلیو او بانډو خلک له جدي خطر سره مخ کوي.

په کابل کې دې ناستې ته د وینا پر مهال د کډوالۍ د نړیوال سازمان (ای او اېم) د افغانستان برخې مشرې میان پارک وویل که څه هم افغانستان په اقلیمي بدلون کې رول نه‌لري، خو له اغېزو یې په غیر متناسبه توګه اغېزمن شوی چې یوه بېلګه یې د طبیعي پېښو په سبب د خلکو جبري کډوالي ده.
هغې ټينګار وکړ چې "د طبیعي پیښو مدیریت یو انتخاب نه‌دی، بلکې یوه مطلقه اړتیا ده".

اغلې پارک همداراز اعلان وکړ چې له پېښو سره د مبارزې ادارې په همکارۍ یې د ملي رضاکارانو داوطلبانه پروګرام پیل کړی او هدف‌یې پېښو ته د رسېدو په برخه کې د خلکو د ظرفیتونو لوړول دي.

د طالبانو حکومت له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر ملا نورالدین ترابي بیا ټينګار وکړ چې "نړیوال مرستندویان باید مرستې غیر سیاسي کړي او خپل اداري لګښتونه هم کم کړي څو په ډېر تعداد زیانمن کسان له مرستو برخمن شي".

هغه ادعا وکړه چې مرستې په پوره شفافیت او چټکۍ سره په اړمنو وېشي: "په خپله موږ دا کمکونه، هر نوع کمکونه چې وي په دې کې د سرعت او د شفافیت موږ هر چاته ډاډ ورکوو چې هر څوک چې کمک کوي هم به په سرعت او هم به شفافیت سره وي. اوس د هېڅ ډونر کمک کې زموږ د لاسه څخه کومه سستي نه‌ده راغلې. موږ هغه پیسې په مظلومانو او بې وزلانو ته رسولي دي."

ارشیف، د بغلان د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو د خاورو ته سپارلو مراسم
ارشیف، د بغلان د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو د خاورو ته سپارلو مراسم

ملا ترابي همداراز وویل چې په هرات کې د ښځینه‌و او نارینه‌و رضاکارانو غونډه جوړېږي او دوی به ورسره اړینې مرستې او لارښوونې وکړي.

په کابل کې له پېښو سره د مبارزې د همغږۍ ناسته داسې وخت جوړه شوې چې افغانستان دا وروستۍ څو میاشتې څو طبیعي پېښو سخت اغېزمن کړی.

په تېره د افغانستان ختیځ چې تېره میاشت په‌کې سېلابونو د نورستان مرکز پارون او اړوندو سیمو ته ډېر مالي او ځاني زیانونه واړول.

هلته د تېرې چنګاښ میاشتې په وروستیو کې خونړي سېلاب لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه، څه باندې ۸۰ ټپيان کړل.

د نورستان د مرکز پارون ګڼې ودانۍ، مارکېټونه او هوټلونه سېلابونو وران کړل چې د چارواکو په خبره لسګونه میلیونه ډالره تاوان‌یې واړاوه.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG