د افغانستان په ختیځ کې د سختو بارانونو او د نورو سېلابونو د راوتلو خبرداري د سې شنبې په ورځ د هغو لسګونو کسانو د لټون چارې ټکنۍ کړې وې چې په نورستان ولایت کې د د دوشنبې د ورځې د راوتلي خونړي سېلاب وروسته لا هم ورک دي.
د سې شنبې د ورځې تر وروستیو پورې د دغه ناڅاپي سېلاب له امله د لږ تر لږه ۲۳ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی و، خو د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې او د نورستان د والي دفتر ویلي چې شاوخوا ۱۰۰ کسان لا هم تري تم دي.
شاوخوا ۱۰۰ کسان لا هم تري تم دي.
په سیمه کې د فرانسپرس خبري اژانس خبریال وایي، په داسې حال کې چې لسګونه ژغورونکي د نورستان په مرکز پارون ښار کې د ورکو کسانو په لټه بوخت وو، له لیرې یې د دوو ډزو غږونه واورېدل.
د هغه په خبره د لوړو سیمو اوسېدونکو دغه ډزې د دې لپاره کړې وې چې د ټیټو سیمو خلک له نورو احتمالي سېلابونو خبر کړي.
اشرف خان چې په نورستان کې رېکشا چلوي هم د راوتلي سېلاب سره سم خلکو ته د خبرداري د ډزو خبره کوي: "همدغه ساحه کې زما خپله اطاق و، کله چې سېلاب راوتلو، دولت ډزې وکړې، انداختیې وکړ، څه خلک وتښتېدل او څه همدلته ساحه کې ډوب شول."
د نورستان یو بل اوسېدونکی ۳۴ کلن درمل پلورونکی فرید ګل ظهیر وایي چې ده په خپل ژوند کې هېڅکله هم دومره خطرناک سېلاب نهو لیدلی.
هغه فرانسپرس ته وویل: "داسې احساس کېده لکه زلزله چې شوې وي او د ماشومانو او خلکو د چیغو غږونه مې اورېدل."
هغه زیاته کړه چې په خپله هم له سېلاب څخه د ځان ژغورلو پخاطر د غره پر لور د تېښتې پر مهال ټپي شوی دی.
د راپور له مخې ژغورونکو چې تر سخت باران لاندې یې کار کاوه، په خپلو لاسونو او د لرګیو په مرستهیې د ورکو کسانو لټون کاوه، ځکه بلدوزر یوازې تر یوه بریده د خټو او کنډوالو په پاکولو کې مرسته کولای شوای.
ژغورونکو په خپلو لاسونو او د لرګیو په مرستهیې د ورکو کسانو لټون کاوه.
په نورستان کې د طالبانو د والي زینالعابدین دفتر ویلي چې په مړو شویو کسانو کې د پارون ښاروال سید احمد ارهابي هم شامل دی.
په پارون کې د سپوږمۍ هوټل مدیر ۲۹ کلن ذاکرالله ذکي چې هوټل تهیې دومره زیان نهدی اوښتی وویل: "موږ خپل سرونه، الله پاک بس په امان وساتلو، نور هوټلونه، مارکېټونه او دکانونه، هر څه ټول لهمنځه لاړل او دغه کوچنی ورور مې چې دی، دا ورک شوی و، وروسته پیدا شو."
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د عامه اړیکو مشر جمعه خان نایل وویل چې د اوبو کچه په بېساري توګه لوړه شوې وه.
هغه وویل، لسګونه رضاکاران سیمې ته استول شوي او د بېلچو او خپلو لاسونو په وسیله د ژغورنې په عملیاتو بوخت دي.
نایل فرانسپرس ته وویل: "اوس مهال په بېړني ډول خلکو ته خوراکي توکي، اوبه او خیمې رسوو، په ځانګړې توګه هغو کورنیو ته چې کورونهیې ویجاړ شوي دي."
د طالبانو دفاع وزارت هم ویلي چې سیمې ته پوځیان استول شوي چې د ژغورنې په چارو کې مرسته وکړي او ملګرو ملتونو هم اعلان کړی چې د دې پېښې د اغېزو ارزونه کوي.
د هوا پېژندنې ادارو په نورستان او څو نورو ولایتونو کې د نورو بارانونو او توپانونو وړاندوینه کړې ده.
په عین حال کې د هوا پېژندنې ادارو په نورستان او څو نورو ولایتونو کې د نورو بارانونو او توپانونو وړاندوینه کړې ده.
په پارون کې پولیسو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د سیند له غاړو لیرې شي.
د چاپېریالي مسایلو پوه نجیبالله سدید وایي، هغه سیمې چې د سېلابونو په نتیجه کې زیانمنې شوي واضح ده چې د اوبو چینې، څاګانې ټولې ککړې کېږي او په دغسې حالت کې باید خلک له بوتلي اوبو څخه کار واخلي یا باید اوبه جوش کړي.
نوموړي په دې اړه چې د زیانمن شویو سیمو خلک د خپل خوندیتوب لپاره باید څه وکړي ازادي راډیو ته وویل: "ځیني کورونه د بارانونو له امله کمزوري کېږي، تهدابونهیې درز کوي، په دغسې حالاتو کې خلک باید په مؤقتي ځایونو، لکه ښوونځیو او نورو امن ځایونو کې ځای پر ځای شي او دې ته منتظر شي چې وضعیت یو څه عادي شي. هغه کورونه چې دېوالونو او تهدابونو یې ډېرې اوبه جذب کړي باید تر یوه حده وچ شي، له هغې وروسته خلک کولای شي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي."
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې پر نورستان سربېره، ننګرهار او لغمان کې هم سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو، یو شمېر کورونه، کرنیزې ځمکې او بنسټیز تأسیسات ویجاړ کړي دي.
له پولې اخوا په خیبر پښتونخوا ایالت کې هم چارواکو د بارانونو او سېلابونو له امله په لسګونو کسانو ته د مرګژوبلې خبره کړې ده.
پر نورستان سربېره، ننګرهار او لغمان کې هم سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو، یو شمېر کورونه، کرنیزې ځمکې او بنسټیز تأسیسات ویجاړ کړي دي.
افغانستان چې د اقلیم د بدلون له اغېزو څخه تر ټولو زیانمن هېواد بلل کېږي، له ورښتونو او سېلابونو ورهاخوا په وروستیو کلونو کې یې ډېرې سیمې د سختې وچکالۍ شاهدې هم دي.
پر دې سربېره زلزلو، ځمکې ښویېدنو، برف کوچونو او نورو طبیعي پېښو هم د دې هېواد وګړي چې نږدې درېیمه برخهیې پر بشري مرستو متکي دي، لا زیانمن کړي دي.