د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی چې د نجونو او ښځو په روغتیايي زدهکړو د محدودیتونو دوام ښايي د شاوخوا ۲۲ میلیونه افغان ښځو او نجونو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له خطر سره مخ کړي.
د دې ادارې د بشري مرستو د برخې مشرې، سوفیا کالتورپ چې په دې وروستیو کې یې افغانستان ته سفر کړی، خبرداری ورکړی چې د روغتیايي خدمتونو له وړاندې کولو څخه د ښځو د تدریجي ګوښه کولو او پر هغوی د لګول شویو محدودیتونو له امله، روغتیايي خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی له زیاتېدونکي ګواښ سره مخ دی.
هغې زیاته کړه، د نجونو د زدهکړو د بندیز دوام ښايي ډېرې نجونې په کمعمرۍ کې واده کولو ته اړې کړي او د میندو د مړینې کچه لوړه شي.
په افغانستان کې یو شمېر ښځې هم وايي چې په دې وروستیو کې روغتیايي خدمتونو ته د دوی لاسرسی ستونزمن شوی او روغتیايي مرکزونو، په ځانګړي ډول ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته په اسانۍ لاسرسی نهلري.
۳۴ کلنه زرمینه چې د افغانستان په یوه کلي کې ژوند کوي، ازادي راډیو ته وايي، په سیمه کې یې هېڅ ښځینه ډاکټره او قابله نهشته: "زموږ په شاوخوا کې نه ښځینه ډاکتره شته او نه قابله. معاینهخانې هم تړل شوې دي. موږ نږدې ښارونو یا کابل ته د تګ توان نهلرو."
د تخار ولایت یوه ښځینه اوسېدونکې هم روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې ورته ستونزې بیانوي.
هغې چې د موضوع د حساسیت له املهیې نهغوښتل نومیې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل روغتیايي خدمتونو ته د رسېدو لپاره اړ ده چې اوږده لار ووهي.
ارشیف، د کابل یوه روغتايي مرکز ته د ښځو او ماشومانو مراجعه. یو شمېر افغان ښځې ازادي راډیو ته وايي چې روغتیايي خدمتونو ته د رسېدو لپاره اړ دي چې اوږده لار ووهي.
دا زیاتوي: "زموږ په سیمه کې هېڅ روغتیايي کلینیک نهشته او نه هم له موږ سره مرسته کېږي او روغتیايي خدمتونه راته وړاندې کېږي. نږدې مو روغتیايي مرکز نهشته. اړ یو چې د لارې یوه برخه پلې او بله برخه په موټر ووهو، څو ډاکتر یا روغتیايي مرکز ته ورسېږو."
د غزني ولایت اوسېدونکی الهام هم وايي، په سیمه کې یې روغتیايي مرکز، په ځانګړي ډول ښځینه ډاکترانې او روغتیاپالانې نهشته: "د ګیرو ولسوالۍ نه روغتیايي کلینیک لري، نه قابله، نه نرسه او نه هم ډاکتر. ډېری د نسایي او ولادي ناروغیو ښځینه ناروغانې په کورونو کې زېږون کوي. کله مو چې شخصي موټر په کرایه نیولی، ناروغه د لارې په نیمایي کې مړه شوې ده."
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې، سوزان فرګوسن هم ویلي چې یوازې د روان کال په ترڅ کې د بشري مرستو د بودجې د کمېدو له امله نږدې ۳۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او یا یې فعالیتونه ځنډول شوي دي.
د نوموړې په وینا، دې وضعیت تر یو میلیون ډېرې ښځې او نجونې اغېزمنې کړې دي.
له بلې خوا، مېرمن کالتورپ وايي چې په ۲۰۲۱ کال واک ته د طالبانو له ستنېدو راهیسې تر ۱۰۰ ډېر فرمانونه صادر شوي چې له مخې یې ښځې او نجونې له خپلو حقونو محرومې شوې دي.
د طالبانو حکومت چې تلیې ویلي د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تأمین شوي، د نورو محدودیتونو ترڅنګ، هغوی له شپږم ټولګي پورته زدهکړو او عالي تحصیلاتو څخه منع کړې او په دولتي او نادولتي ادارو کې یې پر کار پراخ محدودیتونه لګولي دي.