آی‌او‌ایم: افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو شمېر د مخکېنۍ اوونۍ په پرتله درې سلنه کم و

له ایرانه تازه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته استول شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې، تېره اوونۍ ۷۶ زره او ۵۵۷ افغانان افغانستان ته تللي چې د تېرې اوونۍ په پرتله ۳سلنه کموالی ښيي.

دغه سازمان د پنج‌شنبې په ورځ (د نومبر په ۲۱مه) په خپل نوي راپور کې زیاته کړې، په‌دې موده کې له افغانستانه د وتلیو افغانانو شمېر بیا ۵۳ زره او ۷۵۰ کسانو ته رسیږي، چې ۸سلنه کموالی ښيي.

"د افغانانو پر وړاندې ډېر ظلم روان دی، ان یوه دانه ډوډۍ هم هغوی باندې نه پلورل کېږي.
ماري، تهران کې افغان کډواله

د آی‌او‌ايم د راپور له‌‌‌مخې، ۶۵سلنه دا افغانان له ایرانه افغانستان ته تللي چې ۵۶سلنه یې بې‌‌‌اسناده وو.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي دي، خپل هېواد ته د افغانانو بېرته ستنېدل او ورڅخه وتل ډېری د کورنیو سره د لیدنې، اجباري اخراج، سوداګرۍ، زده‌کړې، تحصیل او روغتیايي لاملونه له امله ترسره شوي.

خو یوشمېر دغه راستانه شوي او هغه کسان چې له‌‌‌دې هېواده وتلي دي وايي چې، له ډېرو ننګونو سره مخامخ دي.

یوه افغان کډواله ماري چې تازه ایران ته تللې او په تهران کې اوسیږي ازادي راډيو ته یې وویل: "د افغانانو پر وړاندې ډېر ظلم روان دی، ان یوه دانه ډوډۍ هم هغوی باندې نه پلورل کېږي. پولیس په مترو ستیشنونو کې افغانان ځوروي او نیسي یې. لور سره مې تللې وم چې بانکي کارت واخلم ومې لیدل چې پولیسو افغانان نیول او وهل ټکول یې کول."

له پاکستانه د يوشمېر راستنو شويو افغان کډوالو د کډو موټرې

په همدې حال کې افغانستان ته یوشمېر راستانه شوي کډوالو هم ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي چې، په لاره کې یې ډېر کړاوونه ګاللي او اوس په خپل وطن کې هم هوسا نه‌دي.

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی صدام شیرزی چې له پاکستانه راستون شوی او بې‌‌‌‌کوره دی، ازادي راډيو ته یې وویل: "له پاکستانه راغلو، یو کور مو درلود، خرڅ مو کړ، د کورنۍ دوه غړي مې د ویني سرطان لري، څه موده مخکې یې خوراکي توکي راکول اوس یې هغه هم بند کړي."

د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تر دې مخکې خبر ورکړی و، چې تېره میاشت شاوخوا ۱۵۰ زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي، چې ډېری یې له ایران څخه و.

دغه وزارت زیاته کړې، له دغو کسانو څخه یوشمېر یې په خپله خوښه راستانه شوي، خو یوشمېر نور یې په زور ایستل شوي دي.