د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

د هوا سړېدل او د راستنو شويو ستونزې؛ له پاکستان ستانه شوي افغان کډوال په څه وضعيت کې دي؟


د راستنو شويو کډوالو خېمې
د راستنو شويو کډوالو خېمې

له پاکستانه یوشمېر ستانه شوي افغان کډوال وايي، په افغانستان کې یې ژوند له ډول-ډول ستونزو سره مخامخ دی.

په‌داسې حال کې چې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ دوام لري، یوشمېر ستانه شوي افغانان وايي، له کړاوه ډک ژوند تېروي.

ساحل او ساجد خان چې په وروستیو کې څو میاشتو کې له پاکستانه ستانه شوي، په افغانستان کې یې د ژوند د ستونزو په اړه ازادي راډيو سره خپل حال شريک کړی.

ساحل وايي: "اقتصادي وضعیت مو ډېر خراب دی او کومې وعدې چې موږ سره د حکومت له‌خوا شوې وې، هغه نه‌دي عملي شوي هیله مو دا ده چې لاس‌نیوی مو وشي."

دغه‌راز ساجد وويل: "اوس په ننګرهار کې په یوه نیمه ویجاړ کور کې اوسیږو چې په کرایه مو نیولی دی، خپل ځای نه‌لرو، زموږ لویه ستونزه بې روزګاري ده حکومت باید مرسته راسره وکړي."

دوی وايي، د هوا په سړېدو یې ستونزې څو برابره زیاتې شوي دي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ میلادي کال د نومبر میاشتې په دوهمه نېټه له هغه هېواده د څه باندې ۱،۷ میلیونه افغان کډوالو چې ګواکې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري د ستنولو لړۍ پیل کړه.

له پاکستانه ایستل شوي ځینې افغان کډوال
له پاکستانه ایستل شوي ځینې افغان کډوال

هغه مهال د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بوګټي په پاکستان کې د بې‌اسناده افغان کډوالو شمېر څه باندې درې میلیونه ښودلی و او ویلي يې و، چې په درېیو پړاونو کې به افغانستان ته ستانه شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ (یو‌اين‌ايچ‌سي‌ار) د روان میلادي کال په اګسټ میاشت کې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، په ۲۰۲۴ کال د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.

"اوس په ننګرهار کې په یوه نیمه ویجاړ کور کې اوسیږو چې په کرایه مو نیولی دی، خپل ځای نه‌لرو
يو راستون شوی افغان کډوال

په راپور کې وړاندې راغلي و چې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې د ۲۰۲۴ کال د جولای تر ۳۱مې څه باندې شپږ سوه، اتیا زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په ورته وخت کې په پاکستان مېشت افغان کډوال وايي، که څه هم د اوسېدو قانوني اسناد لري، خو بیا هم په بېلابېلو پلمو ځورول کېږي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال محمد شاکر په‌دې ازادي راډیو ته وویل: "وخت ناوخت دلته پولیس راځي او خلک ځوروي او ان د پیسو غوښتنې کوي، زما هیله د پاکستان له حکومت، له یو‌ان‌ايچ‌سي‌ار او نورو څخه دا ده چې له افغانانو ستونزو ته دې رسېدنه وکړي."

د یادونې ده چې د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم ویلي و چې، په تېرو درې میاشتو کې له نیم میلیون څخه زیات افغان کډوال په زور له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په ورته وخت کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای‌او‌ايم) هم د روان کال په جولای میاشت کې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې، په تېرو درې میاشتو کې له ۸ سوه زرو زیات افغانان له پاکستانه ستانه شوي خو ویلي یې و چې، په همدې موده کې څه باندې نیم میلیون افغانان بیا له هېواده وتلي دي.

د یادونې ده چې په ایران کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له‌مخې دغلته څه باندې اته میلیونه افغان کډوال او په پاکستان کې د همدې ادارې د معلوماتو له‌‌‌‌‌مخې نږدې دوه اعشاریه دوه ميليونه اسناد لرونکي افغان کډوال مېشت دي، چې له‌دې ډلې يې ۱.۳ ميليونه د پي‌او‌ار او پاتې نژدې ۹۰۰زره يې د اې‌سي‌سي کارډونه لري.

په کراتو په دواړو هېوادونو پاکستان او ایران کې د مېشتو افغان کډوالو سره د ناسم چلند په اړه راپورونه ورکړل شوي او بېلابېلو نړیوالو بنسټونو په‌‌دې اړه اندېښنې ښودلې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG