د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

سیګار: واشنګټن په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان سره ۲۰،۷۱ میلیارد ډالره مرسته کړې


ارشیف: د افغانستان بانک یوه څنډه کې امریکايي ډالر
ارشیف: د افغانستان بانک یوه څنډه کې امریکايي ډالر

په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې لپاره د سرمفتش دفتر یا سیګار اعلان کړی چې دغه هېواد د ۲۰۲۱م کال له اګسټ میاست راهیسې له افغانستان سره د ۲۰،۷۱ میلیارد ډالرو مرسته کړې ده.

سیګار د سه شنبې په ورځ د اګست پر ۶مه د یو راپور په خپرولو ویلي، دغه پیسې پر بشري مرستو، د افغانانو د انتقال پر پروسې او د کډوالو د ځای پر ځای کولو لګېدلي او له همدې پیسو ۳،۵ میلیارد ډالره یې د کنګل شویو شتمنیو څخه دي چې په سویس کې د افغانستان اماني صندوق ته ور انتقال شوي دي.

د دې راپور په دوام کې د جزییاتو له ورکړې پرته زیاته شوې چې د امریکا د دې پیسو یو برخه پر سازماني عملیاتو او امنیتي چارو لګېدلې ده.

د دې راپور له مخې، په دې پیسو کې درې میلیارد ډالره یې د بشري مرستو بودیجې اړوند ده چې په ټکو یې د نړیوالو سازمانونو له لارې د ۲۰۲۱م کال له اکټوبر د ۲۰۲۴م کال تر جون میاشتې په افغانستان کې مصروف شوي دي.

سیګار په داسې حال کې له افغانستان سره د متحدوایالاتو د ۲۱ میلیارد ډالرو د مرستو خبره کوي چې په افغانستان کې یو شمېر اړمن وایي، لا هم له بد اقتصادي وضعیت سره مخ او هېڅ ډول مرستې یې ترلاسه کړي نه دي.

د کابل ښار او پروان ولایت دوو ښځینه اوسېدونکو چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نومونه خپاره شي، ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

د کابل یوه اوسېدونکې وايي: په کرایي کور کې اوسېږم، زوی مې هم ناروغ دی او مېړه مې تقاعد شوی دی، هېڅ عاید نه‌لرو او تراوسه راسره هېڅ مرسته هم نه ده شوې.

د کابل ښار اوسېدونکې وویل: "ستونزې مې ډېرې دي، زه خپله ناروغه یم، په کرایي کور کې اوسېږم، زوی مې هم ناروغ دی او مېړه مې تقاعد شوی دی، هېڅ عاید نه‌لرو او تراوسه راسره هېڅ مرسته هم نه ده شوې."

د پروان اوسېدونکې وايي: "هېڅ مرستې مو نه دي تر لاسه کړي، درې ناروغ ماشومان لرم، زموږ اقتصادي وضعیت خورا بد دی، یعنې ای کاش خدای (ج) هېڅ غریب نه خلقاوه."

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تراوسه، امریکا متحده ایالات له افغانستان سره تر ټولو ستر بسري مرسته کوونکي بلل شوی دی.

مخکې به د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان مرکزي بانک هره اوونۍ د امریکا له لوري د ۴۰ میلیونه ډالره کڅوړو تر لاسه کولو په اړه معلومات ورکول، خو له زیاتې مودې راهیسې د دغه نغدي کڅوړو د رسېدو په اړه راپورونه نه دي خپاره شوي.

یو شمېر اقتصاد پوهان د دې پوښتنې په اړه چې ولې په دومره لوړه کچه مرستو د افغانستان د اقتصادي وضعیت کې بدلون نه رامنځته کوي، وایي چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د اساسي ښه‌والي د اقدام په اړه چې یو سیاسي او نړیوال مشروعیت ته اړتیا لري چې زمینه ورته نه ده برابره شوې.

له دې ډلې اقتصاد پوه اذرخش حافظي وایي، بشري مرستې یوازې د ورځنیو ستونزو د حل لپاره کېږي، خو په خبره یې ورځ بلې ته زیاتېدونکې ستونزې لکه؛ طبیعي پېښې، له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو ډله‌ییز ایستل او د نفوس زیاتوالی په افغانستان کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ د دوام لاملونه دي.

اقتصاد پوه اذرخش حافظي
اقتصاد پوه اذرخش حافظي

حافظي وویل: "هغه مهال د خلکو په ژوند کې یو مثبت بدلون راځي چې سترې پانګونې وشي، د صنعت، معدني توکو د پروسس، په میکانیزه او مډرنه توګه د کرنې، د اوبو مدیریت او بندونو د جوړولو په برخه کې کار وشي، نو هغه وخت به د خلکو د ژوند وضعیت بدل شي."

یو شمېر منتقدین بیا په دې باور دي چې د دغو مرستو درول به د طالبانو حکومت تر فشار لاندې راولي.

دا په داسې حال کې ده چې سیګار یوه اوونۍ وړاندې په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې د طالبانو حکومت د امریکا له دغو بشري مرستو ګټه پورته کوي.

خو د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې د افغانستان له خلکو سره په بشري مرستو کې هېڅ ډول مداخله نه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او ملګرو ملتونو هم د طالبانو لاس ته د دغو مرستو د رسېدو خبره رد کړې او ویلي یې دي چې دا پیسې له اړمنو افغانانو سره پر مرستو او مرستندویه پلانونه لګول کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG