د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

جو بایډن: د خپلواکۍ تر ورځې به امریکا له کرونا ویروس عادي حالت ته وګرځي


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وايي، هر بالغ امریکایي وګړی به د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې مخکې د واکسین مستحق وي.

جو بایډن دا خبره د ۱،۹ ټریلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د اقتصادي محرک د بستې تر لاسلیک وروسته پر ملي ټلوېزیون په خپله لومړۍ مهمه وینا کې وکړه.

ولسمشر بایډن هیله وښوده چې د امریکا د خپلواکۍ تر ورځې یعنې د جولای تر څلورمې پورې به د امریکا ملت عادي حالت ته وګرځي.

ښاغلي بایډن زیاته کړه: "زه به د خپلواکۍ دا ورځ واقعاً خاصه ورځ کړم، موږ به نه‌یوازې د ملت په توګه خپله خپلواکي ولمانځو، بلکې له کرونا ویروس نه د خپلواکۍ لمانځنه به هم پیل کړو."

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن زیاته کړه چې اداره‌یې د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې پر لومړۍ کرښه ده.

امریکا کې د کرونا ویروس تطبیق
امریکا کې د کرونا ویروس تطبیق

د امریکا متحده ایالاتو کې د ټولې نړۍ په سطحه زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې شمېر یې تر ۲۹ ملیونو اوښتی او په دې ویروس په‌کې د مړو شمېر له پنځو لکو او ۳۰،۰۰۰ اوښتی دی.

ولسمشر بایډن اعلان وکړ چې اداره به‌یې له ایالتونو سره کار کوي چې خلک وکړای شي د کرونا ویروس ضد واکسین په زیاتو روغتیايي مرکزونو، درملتونونو، د واکسینونو په ساحو او ګرځنده مرکزونو کې ترلاسه کړي.

جو بایډن تېر میلادي کال د انتخاباتي کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې د کرونا وبا پر ضد به عاجل اقدامات کوي چې د اقتصادي رکود ستونزه حل شي.

ده ویلي وو پر دې تمرکز کوي چې اداره‌یې د ده د واکمنۍ په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې ۱۰۰ ملیونه کسان واکسین شي، اوس د بایډن د ولسمشرۍ دورې ۵۰ ورځې کېږي.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول مرکزونو د ارقامو له مخې، تر اوسه ۶۴ ملیونه وګړو چې د امریکا د نفوس ۱۹،۳ فیصده کېږي لږ تر لږه د واکسین لومړی دوز لګولی دی، ۳۳،۸ ملیونه نورو کسانو خپل واکسین بشپړ کړی چې د امریکا د نفوس ۱۰،۲ فیصده کېږي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د کرونا ویروس د ترلاسه کولو پر مهال
د امریکا ولسمشر جو بایډن د کرونا ویروس د ترلاسه کولو پر مهال

ولسمشر بایډن پرون تر دې مخکې د ۱،۹ ټریلیون ډالرو په ارزښت د اقتصادي محرک د بستې سند لاسلیک کړ.

جو بایډن وویل چې دا بسته به د امریکا له عادي وګړو سره د کرونا له بحران څخه په وتلو کې مرسته وکړي.

سپینه ماڼۍ وايي اکثریت امریکايي وګړي به له سبا یا بل سبا نیولې ۱،۴۰۰ ډالره د امریکا د ژغورنې پلان پر اساس ترلاسه کوي او هرې کورنۍ ته د هر ماشوم پر سر ۳،۰۰۰ ډالره مالیه کمېږي.

XS
SM
MD
LG