د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

امریکا: روسیه د فایزر شرکت واکسین په اړه ناسم معلومات خپروي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د امریکا متحدو ایالاتونو پر روسیې تور لګولی چې د کروناویروس پرضد د فایزر شرکت له خوا د جوړو شوي واکسین په اړه ناسم مالومات خپروي او ژمنه یې کړه ده چې په دې برخه کې به ځوابي اقدام وکړي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې وړمه ورځ د بهرنیو چارو وزارت اړوند د نړیوال تماس د مرکز د موندنو په اساس راپور ورکړ چې د درمل جوړولو د امریکايي شرکت فایزر له خوا د کرونا ویروس پرضد د جوړ شوي واکسین پر وړاندې د منظم کمپاین په څلورو آنلاین پلاټفورمونو کې د روسیې استخبارات لاس لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون د مارچ په اتمه وویل، ښکاره خبره ده چې روسیه له پخوانیو چلونو کار اخلي او غواړي د هغو واکسینونو په اړه چې هره ورځ د خلکو ژوند ژغوري د غلطو مالوماتو په خپرولو سره د خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي.

د وال سټریټ د راپور له مخې د دې روسي وېبپاڼو هدف ظاهرا دا دی چې د امریکايي واکسین پر وړاندې د روسیې ساخت سپوټنیک وي واکسین په ګټه تبلیغ وکړي.

XS
SM
MD
LG